اقتصادنظــر

بحران که فرصت؟

عبدالجبار وحدت

د اوسنیو تحولاتو او نوي افغان حکومت په راتګ، د نړیوالو فشارونو او په IMF کې زموږ د پیسو کنګل کېدل او ګڼ کسان بېکاره کېدل هغه څه وو چې په اقتصادي لحاظ یې ژور تاثیرات لرلي دي، د خلکو تشویشونه یې زیات کړې دي او ورځ تر بلې د تشبث او پانګونې خوشبیني له لاسه ورکوي، زه وایم چې راځئ له دې اقتصادي بحران څخه د فرصت په حیث ګټه پورته کړو، د هر څه لپاره لومړی او اساسي شرط امنیت دی او له نېکه مرغه چې موږ اوس له ښه او پراخ امنیت څخه برخمن یو، د اوسني اقتصادي بحران څخه راځئ د جاپان هېواد په ډول د فرصت په حیث ګټه پورته کړو، راځئ په افغانستان کې صنعتي او تشبثاتي انقلاب رامنځته کړو، راځئ یو واحد او پیاوړی افغاني اقتصادي موډل جوړ کړو، افغانستان یو داسې هیواد دی چې د کال ډېری ورځې یې لمریزې وي او همدارنګه باد هم لري چې د انرژۍ او برېښنا د تولید اساسي سرچینه کېدلی شي، اوبه ، پراخې کرنیزې دښتې، ښه اقلیم، طبعي منابع یې هغه څه دي چې زموږ د اقتصاد په پیاوړي کولو کې رغنده رول لوبولی شي، افغانستان دومره پرېمانه دښتې لري، که د زراعت په موخه یې خړوبې کړي، هم به مو زرګونه هېوادوال په نس ماړه کړي وي، هم به مو زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه سازي کړې وي، هم به مو د تادیاتو بیلانس(BOP) مثبت کړی وي، هم به د ګاونډیو له احتیاج څخه په نسبي ډول خلاص شوي یو، هم به په زراعتي برخه چې ډېری د غذايي موادو تشکیل وي خود کفا شوي یو، هم به مو هېواد سمسور کړی وي.

موږ باید سږ کال د اوړو له قیمتیو څخه زده کړو، باید راتلونکی کال دومره غنم وکرو چې په تمامه مانا په ځان بسیا شو، موږ باید سږ کال د ګاونډیو د سرحداتو له بندېدو دا زده کړو چې یا په داخل کې ښه د بسته بندۍ او ساتلو مراکز ولرو او یا د اسې اجناس قطعاً ونه کرو د کومو چې د ساتلو عمر کم وي او ژر خرابېږي، همدارنګه په اقتصادي سیاستونو کې یو سیاست لرو په نوم د (لاس مزد سیاست) هدف دا دی چې که دولتونه ډېرو کسانو ته په لوړو معاشاتو د کار زمینه سازي نه شي کولی، باید د معاشاتو فیصدي راکمه او استخدام زیات کړي، معاشات له استخدام سره غیر مستقیمه اړیکه لري، مانا دا چې څومره معاشات لوړېږي، همدومره استخدام کمېږي او بر عکس.

بېلا بېلې نیمګړې پروژې باید تکمیل شي، باید دولت داسې پروژې په کار واچوي چې نسبت عایداتي تاثیراتو ته یې ظرفیتي تاثیرات لوړ او ډېر وي او که چېرې بیا هم د بېکارۍ ستونزه نه حل کېدله؛ په کار داده چې د خپلې ځوانې کارګرې قوې د کار موندنې لپاره له هغو هېوادونو سره چې هلته ورځنی کار مزد لوړ دی او هم یې کرنسي لوړه ده، د هوکړه لیک له مخې ځوانان هلته کارونو ته ولېږي او د کفیل او دې ورته نومونو باندې ټول محدودیتونه ترې لرې کړي او افغان کار ګرو ته د کار زمینه مساعده کړي  دا د ولت فرض او مکلفیت دی.

تر بیا ښې چارې

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx