ټولنیزه برخه

فضا او د کائناتو وُسعت/ شپږمه برخه‎‎

سردار ناطق الحق امین

Magnatosphere/مقناطیسي ډګر/ میدان مقناطیسی /( Van allen belts ) د ځمکې هسته، د هغې د دریم قشر (هډوکي) په مابین کې ګرځي او هلته الکتریکي جریان رامنځته کوي؛ چې دغه جریان بیا مقناطیسي انرژي تولیدوي ، یاده انرژي بیا د ځمکې له شمالي قطب څخه وزي او بېرته په جنوبي قطب کې داخلیږي او په دغې توګه ځان هستې ته رسوي ؛ چې دغه الکتریکي کمان/لېندۍ د ځمکې له سطحې څخه تخمیناً څلوېښت زره (40000) کیلومتره پاس یو مقناطیسي میدان جوړوي؛ چې دغه میدان ته په قرآن کریم هم کې اشاره شوې ده او هغه داسې: ((وجعلنا السماء سقفاً محفوظاً)) او سقف یې غالباً همدغه مقناطیسي میدان ښودلی؛ چې علمي نوم یې محققینو (وان آلن) یاد کړی دی.

د وان آلن/ مقناطیسي ډګر دنده:
د لمر په بیروني قشر کې وخت ناوخت یو ډول چاودنې رامنځته کیږي؛ چې دغه چاودنې (د قوت او سرعت په حساب) سل میلیارده برابره؛ له هغو اتومونو څخه زورورې دي؛ چې آمریکا پر هیروشیما او ناګازاکي و کارول.
اټکل داسې شوی : دغه لمریز توپانونه؛ چې له ځان سره ګرمي او پروتوني + الکتروني زرات هم لېږدوي- یونیم میلیارد کیلومتره! یوازې په یوه ثانیه کې تګ او حرکت کوي! نو تاسو فکر وکړئ! چې له یادو بادونو او توپانونو سره به نو څومره زور وي؟

کله چې دغه متریالونه د ځمکې پر خوا راشي؛ مقناطیسي میدان یې دفع کوي، مګر ځینې امواج او الکترونیک ذرات یې (د مقناطیسي قوې په زور) د ځمکې هستې ته (د جنوب او شمال له خوا) هدایت کیږي او هلته دغه متریالونه په مقناطیسي انرژۍ بدلیږي؛ چې بیا (له نورو الکترونونو سره یو ځای) له شمالي قطب څخه وزي او بېرته د جنوبي قطب له خوا د ځمکې هستې ته ځي.

اټکل داسې کیږي : که چېرې دغه مقناطیسي دفاعي قووت نه وای؛ نو ممکن چې لمریزو توپانونو به د ځمکې اتموسفر هم (مکمل) له ځان سره وړی وای! نو همدغه میدان دی چې موږ ته د فضا ختلو ډاډ راکوي؛ هلته فضائي بېړۍ استوو او بیا تحقیقات پکې کوو؛ که دغه میدان نه وای؛ موږ تحقیات هم نه شوای کولای ، نه مو الوتکې پورته کولای شوای، نه به مو انټرنېټ او ټلیفون کارولای ؛ نو ټولې آسانتیاوې د ((وان آلن)) له برکته دي؛ چې الله پاک زموږ پر سرونو نصب کړی.

کله چې یاد لمریز متریالونه په شمالي او جنوبي قطبونو کې د ځمکې له مالکولونو سره ټکریږي ، نو هلته رنګارنګ رڼاګانې او ښکلاګانې زیږوي؛ چې موږ او تاسو یې شفق بولو.

یو شی بل هم د یادونې وړ دی!
د ځمکې اتموسفر یو اساسي حکمت هم لري او هغه دا چې؛ د ځمکې هوا معتدله ساتي! ځکه چې د فضا دما همېشه د سانتیګراد پر حساب (270-) منفي دووه سوه اویا درجې وي؛ خو جوٌ / اتموسفر موږ ته (د الله په امر) اعتدال ساتلی او موږ ترې لاندې آرام ژوند کوو الحمدلله

دا ټول شیان الله زموږ د حفاظت او سوکالۍ لپاره پیدا کړي؛ خو موږ یې د خپل عبادت لپاره پیدا کړي یو ؛ مګر افسوس! چې تحقیق نه کوو، ځکه خو د الله پاک پر زیاترو احساناتو خبر نه یو.

نور بیا…ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx