افغانستان

د رئیس الوزرا په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه کې مهمې پریکړې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۰ل):  د چارو ادارې په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي دي چې د وزیرانو شورا د رئیس الوزرا په مشرۍ غونډه ترسره کړه او په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او اجتماعي مسایلو بحث او پریکړې وکړې.

د اعلامیې له مخې د وزیرانو په شورا کې پریکړه وشوه چې دفاع، داخله او امر بالمعروف وزارتونه؛ د استخباراتو د لوی ریاست او کابل امنیه قومندانۍ څخه جوړ هیئت باید د ملي تجاراو او صرافانو شکایات وڅيړي او امنیت يې خوندي کړي.

همدا راز ټینګار شوی چې ټول حکومتي ادارات مکلف دي چې ملي تجارانو، صنعتکارانو او پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، تر څو په ډاډمنه توګه د هېوادونو د ښېرازۍ، خوکفايۍ، او اقتصادي پرمختګ په لاره کې رغنده ګامونه واخلي.

پر دې سربېره د وزیرانو شورا د کرنې وزارت ته دنده سپارلې تر څو د لرګیو د پرې کولو د مخنیوي او د سون توکو د کمښت له اړخه د خلکو مشکلاتو ته په کتو یوه طرحه جوړه کړي تر څو ولاړ ځنګلونه خوندي پاتې شي او د وچو لرګیو انتقال او استعمال لپاره لاره برابره شي.

د وزیرانو شورا همدا راز استخباراتو لوی ریاست ته دنده سپارلې چې د الله ګل مجاهد د نیولو او وهلو قضیه په دقیق ډول وڅيړي او له نیونکو سره دې قانوني چلند وکړي.

سربېره پر دې د ملي پارکونو د احیاء او پاللو، د پنجشیر ولایت د اجتماعي وضعیت او حکومتي ادارو د بهبود، د نوي بودیجوي کال لپاره د حکومتي تشکیلاتو په اصلاح او د مغصوبه ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره د ځانګړې قطعې د جوړلو په اړه هم مشورې او پریکړې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

ما شاالله وخوزیگی لاس په کار شی ، و ما توفیق اله بالله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx