ورزش

په شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبغاړو انفرادي کارکردګۍ ته یوه کتنه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په داسې حال کې پای ته ورسېد چې د پنځو لوبو څخه یې دوه بریاوې خپلې کړې او درې ماتې یې ومنلې.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر د نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته مینوالو ته په پيغام کې وویل چې دوی د نیمه پایلوبې هدف ته ونه رسېدل، خو په وینا یې غوره کارکردګي ترسره کړې ده.

نوموړي له ټولو هېوادوالو او په ځانګړي توګه له هغو چې لوبغاړو ته د تشویق لپاره د عربي اماراتو لوبغالو ته ورغلي ځانګړې مننه وکړه، او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې د تل په څېر د خپلې لوبډلې ملاتړ وکړي، «ډاډمن یم چې ګران هېواد ته به غوره ویاړونه راوړي».

افغان لوبډلې چې د ۷ نورو غوره لوبډلو ترڅنګ د سوپر ۱۲ پړاو ته مستقیمه لار موندلې وه، دوه تمریناتي او ۵ د شل اوریز جام لوبې ترسره کړې.

دوی په تمریناتي لوبو کې له سویلي افریقا ماتې ومنله او ویسټ انډیز ته یې ماتې ورکړه. په شل اوریز جام کې یې سکاټلینډ او نمیبیا ته ماتې ورکړې، خو له پاکستان، هند او نیوزیلاند څخه یې ماتې ومنلې.

د افغان ملي لوبډلې پرمخ سترې ننګونې ذهني جګړه وه، په افغانستان کې د حکومت بدلون، د تګ راتګ او د ویزو ستونزې، په وروستیو شېبو کې د لوبډلمشر بدلون او نړیوال جام ته په وخت نه رسېدل د نړیوال جام لپاره ددوی تمرینات ټکني کړي وو.

د افغان لوبغاړو انفرادي کارکردګۍ ته کتنه:

محمد شهزاد

شهزاد د اوپنر په حیث په پنځه واړه لوبو کې ولوبېده چې د نمیبیا او سکاټلینډ پر وړاندې یې ښه لوبه وکړه خو د سترو لوبډلو پر وړاندې بشپړ ناکام ثابت شو او د پاکستان، نیوزیلاند او هندوستان پر وړاندې یې یوازې ۱۲ منډې وکړې. نوموړي په ۵ لوبو کې په ۱۵ اوسط سره ۷۹ منډې وکړې. دا ممکن د محمد شهزاد لپاره وروستی نړیوال جام وي.

حضرت الله ځاځی

ځاځی هم په نړیوال جام کې د اوپنر په حیث ولوبېد، خو پرته له سکاټلینډ څخه د سترې لوبډلې پر وړاندې یې کارکردګي صفر سره ضرب وه. هغه په ۵ لوبو کې په ۱۸ اوسط سره ۹۲ منډې وکړې چې ۴۴ زیاتې یې د سکاټلینډ پر وړاندې وې. نوموړي د پاکستان، نیوزیلاند او هند پر وړاندې ټولې ۱۵ منډې وکړې.

رحمان الله ګربز

ځوان لوبغاړی که څه د توقع پرته ولوبېد خو د نورو لوبغاړو سره په پرتله ښه ثابت شو، هغه په ۵ لوبو کې په ۱۷ اوسط سره ټولې ۸۵ منډې وکړې. ګربز د سکاټلینډ په خلاف ۴۶ زیاتې منډې وکړې، خو د پاکستان، هند او نیوزیلاند پر وړاندې يې ټولې ۳۵ منډې وکړې.

نجیب الله ځدران

په افغان لوبډله کې یوازینی لوبغاړی چې تر ټولو ښه وځلید ۲۸ کلن نجیب ځدران و، نوموړي په ۵ لوبو کې په ۳۴ اوسط سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې چې یوازې ۷۳ یې د نیوزیلاند پر وړاندې زیاتې منډې وې. هغه یوازینی افغان لوبغاړی و چې په نړیوال جام کې يې دوه نیمه سلیزې ووهلې.

اصغر افغان

د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر د شل اوریز نړیوال جام پرمهال له نړیوال کرکټ څخه استعفا وکړه، نوموړي په نړیوال جام کې درې لوبې وکړې چې په .. اوسط سره یې .. منډې جوړې کړې. هغه یوازې د نمیبیا پر وړاندې ۳۲ زیاتې منډې وکړې.

محمد نبي

د ملي لوبډلې مشر محمد نبي غوره کارکردګي وښوده، او د توپ اچونې ترڅنګ په توپ وهنه کې هم وځلید، نوموړي په ۵ لوبو کې په ۶۳ اوسط سره چې په ۳ لوبو کې ناسوځېدلی پاتې شوی ټولې ۱۲۷ منډې وکړې. محمد نبي په توپ اچونه کې یوه ویکټه واخیستله خو اقتصادي ثابت شو.

کریم جنت

کریم جنت د ځوان آلراونډر په حیث لوبډله کې شامل شوی و چې ناکام ثابت شو، هغه د پاکستان پر وړاندې مهمه لوبه کې په یوه اور کې ۴ شپږیزې ورکړې او ګټونکې لوبه یې له لاسه ورکړه. نوموړي په پنځه لوبو کې ټولې ۵۹ منډې وکړې او یوه ویکټې یې واخیستله.

ګلبدین نائب

دویم آلراونډر ګلبدین و چې د تجربې په اساس لوبډله کې شامل شوی و، نوموړي په پنځه لوبو کې ۶۹ منډې وکړې او ۳ ویکټې يې واخیستې.

راشد خان

د نړۍ نوموتی توپ اچونکی ځوان راشد خان په نړیوال جام کې هم وځلېد او په ۵ لوبو کې یې په ۱۴ اوسط سره ۸ ویکټې واخیستلې.

مجیب الرحمن

سوکه غوره توپ اچونکی مجیب الرحمن له دوهمې لوبې وروسته ټپي شو خو پنځمې لوبې ته یو ځل بیا راوګرځول شو، هغه په ۳ لوبو کې د ۷ لوبغاړي وسوځول. مجیب د نړیوال جام یو له هغه توپ اچونکو څخه و چې په یوه لوبه کې يې پنځه ویکټې واخیستلې. نوموړی د سکاټلینډ پر وړاندې لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ددې سربېره په چټک توپ اچونکو کې نوین الحق او حمید حسن وو چې درمیانه ثابت شو، نوین الحق ۵ ویکټې واخیستې او د نمیبیا پر وړاندې لوبه کې یې د غوره لوبغاړي جایزه واخیستله. دغه راز حمید حسن ۳ ویکټې په خپل نوم کړې. ددوی سربېره په یوه لوبه کې شرف الدین چې د اصغر افغان پرځای لوبډله کې شامل شوی ولوبېد، خو په خپلو ۲ اورونو کې يې پرته له ویکټې اخیستلو ۲۶ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx