
د استرالیا لوبډلې ۲۴ کاله وروسته پاکستان ته د سفر اعلان کړ، خو لوبډلمشر یې په اړه څه وایي؟
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۰ل): د استرالیا کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې د درې فارمیټونو سیالیو لپاره دغه لوبډله پاکستان ته سفر کوي.
د استرالیا او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ به په مارچ میاشت کې د درې ټیسټ سیالیو سیریز پېل شي، چې ورپسې به درې یو ورځنۍ او د یوې شل اوریزې لوبې سیریزونه وشي.
دا په تېرو ۲۴ کلونو کې لومړی وار دی چې استرالیا لوبډله دغه هېواد ته د سیالیو لپاره سفر کوي، له دې وړاندې دوی په ۱۹۹۸م کال کې دغه هېواد کې لوبې ترسره کړې وې.
د استرالیا او پاکستان ترمنځ درې ټیسټ لوبې به د مارچ له ۳مې نیټې څخه تر ۲۵مې نیټې پورې په کراچي، راولپنډي او لاهور لوبغالو کې ترسره شي، دغه راز یو ورځنۍ لوبې د مارچ ۲۹مې نیټې څخه د اپریل تر ۲همې په لاهور، او په ۵م اپریل یوازینۍ شل اوریزه لوبه په لاهور لوبغالي کې ترسره شي.
— Pakistan Cricket (@TheRealPCB) November 8, 2021
بل لوري ته د استرالیا ټیسټ لوبډلمشر ټیم پين دغه سفر له خطره ډک بللی او زیاته کړې ده چې ګڼ شمېر لوبغاړي به پاکستان ته د تګ لپاره زړه ښه نه کړي.
هغه د استرالیا یوې رادیویي رسنۍ ته زیاته کړې چې پاکستان ته د لوبو لپاره به د استرالیا لوبډله کمزورې او د غوره لوبغاړو پرته وي، نوموړی وایي، «ځینې لوبغاړي به خوښ وي چې د متخصصینو مشهوره واخلي او ځینې به د لا زیات پوهاوي لپاره وخت وغواړي».
ټیم پین وویل: «که موږ په خپلو خبرو کې بشپړ صادقانه واوسو، ځینې لوبغاړي به پاکستان ته د سفر کولو پرمهال ارام او ډاډه نه وي».
نوموړي په ۲۰۱۷م کال کې د نړۍ ۱۱ کسیزې لوبډلې سره یوځای پاکستان ته سفر کړی و چې امنیتي سکتور یې د ستاینې وړ وباله، خو په عین حال کې يې زیاته کړه چې «د لوبغاړو د بس پورته چورلکې تېریدل، خالي سړکونه، هر کیلو میتر وروسته د پولیسو پوستې، یو داسې وضعیت و چې انسان یې نارامه کوه».
د استرالیا نوموتي سوکه توپ اچونکی شین وان د پاکستان او استرالیا کرکټ بورډونو دغه پریکړه ستایلې او ویلي چې پاکستان ته په نويمو کلونو کې نوموړي له لوبو او سفرونو خوند اخیستی دی.
ټیم پین د استرالیا د ټیسټ لوبو لوبډلمشر دی چې د افغانستان لوبډلې په هکله یې هم جدي څرګندونې کړې وې، نوموړي ویلي وو چې د افغانستان پر وړاندې هیڅ سیالۍ ته چمتو نه دی، او د کرکټ له نړیوالې شورا یې غوښتي وو تر څو پر افغان لوبډله بندیزونه ولګوي.
باید وویل شي چې له نړیوال جام وړاندې نیوزیلاند او انګلستان لوبډلو پاکستان سره په وروستیو شېبو کې د لوبو سیریزونه لغوه کړل، چې پاکستان کرکټ ته یې سخت زیان واړوه.