افغانستان

د نایجیریا په یو ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله ۳۹ ماشومانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۰ل): د نایجیریا په یو ښوونځي کې د اورلګېدو له کبله لږ تر لږه ۳۹ ماشومانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د اورلګېدو دا پېښه پرون د دوشنبې په ورځ د نایجیریا پلازمینې څخه ۶۰۰ کیلو متره لرې په سویلي ښار«مرادي» کې د یو لومړني ښوونځي دننه رامنځته شوې ده.

د نایجیریا د پوهنې وزارت چارواکو ویلي، په دې پېښه کې لر تر لږه ۲۵ ماشومان مړه شوي او ۱۴ تنه نور ټپيان دي، چې د څلورو تنو حالت نازک ښودل شوی دی.

تراوسه ددې پېښې لامل څرګند نه دی؛ خو د پوهنې وزارت ددې پېښې له قربانیانو سره د غمشریکۍ په پار درسي ټولګي ځنډولي او درې ورځنی ماتم یې اعلان کړی دی.

باید وویل شي چې د روان کال په اپریل میاشت کې هم د نایجیریا پلازمینې په یو ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله ۲۰ تنه ماشومان مړه شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx