افغانستان

کابل کې له ۶۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره نقدي مرسته وشوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۰ل): د کابل ولایتي ادارې په همغږۍ په دې ولایت کې له ۶۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره نقدي مرستې وشوې.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې دا مرستې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ(UNHCR) لخوا د کابل د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ په ۶۱۸ اړو او بېځایه شوو کورنیو ویشل شوې دي.

په خبر کې ویل شوي چې یادو هرې یوې کورنۍ ته ۲۶۵ ډالر ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ په لغمان ولایت کې هم له ۲۰۹ بېځایه شوو او اړو کورنیو سره نقدي مرستې ترسره شوې وې.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د اسلامی امارت له راتګ سره د کورنیو او بهرنیو مرستندویه مؤسسو او  ټولنو لخوا د اړو خلکو لپاره ځانګړې شوې مرستې په مستقیم ډول اړمنو کسانو ته له هرقسم درغلۍ پرته رسول کیږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx