افغانستان

هرات کې د مختلفو جرمونو په تور ۴۰ تنه نیول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي په هرات ولایت کې د مختلفو جرمونو په تور د څلوېښتو تنو د نیولو خبر ورکوي.

د هرات ولایت د استخباراتو ریاست ویاند ثابت هروي وايي، په هرات ښار او څو ولسوالیو کې یې د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتوونکو درې ډلې له منځه وړي او د هغوی له منګولو څخه یې یو شمېر کسان آزاد کړي دي.

نوموړی زیاتوي په نیول شوو کسانو کې یو شمېر هغه کسان هم شامل دي چې د اسلامي امارت له نوم څخه یې ناوړه ګټه پورته کوله.

هروي په دې هکله داسې ویلي: « په هرات ښار کې مو ۲۰ تنه مسلح غله او د ښار او ولسوالیو څخه مو ۱۳ تنه انسان تښتوونکي نیولي دي.»

له بل پلوه د هرات د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر نثاراحمد خالد وايي، چې په تیرو درې میاشتو کې یې د هرات ولایت په مختلفو سیمو کې د مختلفو جرمونو سره په تړاو ۷۰۰ تنه نیولي، چې دا مهال یې دوسیې تر څېړنې لاندې دي.

د هرات د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې لاهم په دغه ولایت کې د انسان تښتوونکو دوه ډلې فعالې دي، چې د نسکورولو لپاره یې هڅې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

ما شاالله ، جزاک الله و خیر فی الدارین ، رب العزت مو پخی تینگی کره موءمنانو ، الله تعالی مو د صراط المستقیم سخه منحرف او منصرف مه کره ، دلا بریالی توب په هیله مو !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx