نړۍ

انټرپول دقذافي اودنوموړي دزوی سیف الاسلام دنیولو امرصادرکړ

nigerya_and_libya(نن ټکی اسیا سیپټمبر ۲۰۱۱/۰۹) دنړیوالو پولیسو ټولني (انټرپول) دقذافي اودقذافي دزوی سیف الاسلام اوهمدارنګه دنوموړی دخصر اودلیبیا داستخباراتو دعمومي ریس عبدالله سنوسي دنیولو امر صادرکړ.

دقذافي، سیف الاسلام اودعبدالله سنوسی دنیولو امرهغه وخت صادر شوکله چي دفرانسي دلیون په ښارکی دنړیوالو جرمونو په وړاندي دمحکمي ددفتر له لوري دنوموړيو دنیولو غوښتنه وشوه.

دجرمونوپه وړاندي نړیوالی محکمي لویس مورینو اوکامبو دنړیواولو پولیسو اداره (انټرپول) دی ته وهڅاوه ترڅو دقذافی، دنوموړي دزوی اوهمدارنکه دقذافي دواک په وخت کی داستخباراتو دریس عبدالله سنوسي دنیولو امرصادرکړی.

تراوسه پوري په لیبیا کی نړیواله ټولنه او همدارنګه دلیبیا نوی ملی انتقالي اداره په دی نه ده توانیدلی ترڅو قذافي وموندي، خوپه دی وروستیو کی داسي ګمان کیږی چي  قذافي دی له خپلو څو لوړرتبه چارواکوسره یوځای نایجریی ته تښتیدلی وي.

انټرپول دروان کال دجون په میاشت کی هم دمعمرقذافي دنوموړی دزوی سیف الاسلام او داستخباراتو دریس عبدالله سنوسي دنیولو امرصادرکړی وو، انټرپول (نړیوال پولیسو)ټولنه وایی  چي دغه دری سره شخصیتونه په لیبیا کی په ډيرو سنګینو جراﺉمو کی لاس لري.

کوم تهمتونه چی داوکامبو (نړیوالو محکمي له لوري په قذافي اودنوموړي پرملګرو باندی لګیدلی دی، هغه په لیبیا کی دعاموخلګو وژل، تښتول اوویره ول دی، په خاصه توګه دلیبیا په پلازمینه طرابلس، بن غازي اومصراته ښارونو کي.

اوهمدارنګه دقذافي پرزوی سیف الاسلام باندی تورنه لګیدلي دي چي دلیبیا دحکومت دمخالفینو په وړاندی یی خلګ مسله کول دعامه خلګو دټکولو اوویره ولو لپاره یی وسلوالو ګروپونه جوړول ترڅو وکولای شی دپلار واک ته تریووخته پوری بقاورکړي.

له بله لوری دنایجریاحکومت خبرورکړی دی چي دپانج شنبي په ماپښین باندی یوه څلورلس کسیزه ډله چي دقذافي دنظام پرلوړرتبه کسانو باندی مشتمله وه دنایجریاهیواد شمال کی داغادیس ښاګوټي ته راورسیدو، ناجیریایی چارواکي وایی چي دلیبیا له لوري په ورغلو کسانو کی څلورکسه دقذافي دنظام لوړرتبه چارواکی هم شامل دی، چی یو دهغو له جملي څخه جنرل علی خانادي چي دلیبیا دپخواني ولسمشر ښاغلي قذافی سر ډیري نژدي اړیکی لري.

داغادیس له ښارڅڅه درویټرخبري اژانس خبرورکړی دی چي قذافي ته نژدی څلورلوړ رتبه چارواکي اوس داغادیس په ښارکي (داغادیس په نامه سره هوټل) کی اوسیږی اوددغه هوټل مالک قذافی خپله دی.

دنایجریا حکومت خبرورکړی دی چی حکومت یی ودغو خلګو ته دبشرپالني پربنیاد باندی اجازه ورکړی ده ترڅو دنایجریی هیواد ته راشي.

بخت الرحمن بخت ……. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x