نظــرپیښې او دریځونه

د طالبانو او القاعده راتلونکی، اړیکې او سیاسي فعالیتونه

لیکوال: عبدالرحیم ثاقب

طالبان او القاعده دواړه د افغانستان د دوو حساسو مرحلو پیدا واردي.

القاعده تنظیم په افغانستان باندې د سرو لښکرو د یرغل پرمهال تأسیس شوی ، پالل شوی او په بیلابیلو نومونوتدریجي ارتقاء ته رسیدلی.

او د طالبانو تحریک د یوه سیاسي اوپوځي غورځنګ په توګه له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تروتو اودلته د پخوانیوجهادي تنظمونو ترمنځ د داخلي جګړو پرمهال منځته راغلی.

د طالبانو د اسلامي غورځنګ مؤسس او نور محوري افراد یې د شوروي اشغال پر مهال د نورو جهادي تنظیمونو په لیکوکې د شوروي ځواکونو پرخلاف په متفرق ډول په جهاد مصروف ول، خو اوسنۍ القاعده (مخكينۍ مأسده) له کال ۱۹۸۴ څخه د یوه مستقل پوځي تنظیم په توګه د افغانستان د پکتیا ولایت د ځاځي میدان په جهادي مرکزکې تأسیس، او وروسته یې په کال ۱۹۸۹ کې د ننګرهار د جګړې پر مهال پوځي فعالیتونه د هیواد ختیځو ولایتونوته هم پراخ شول.

طالبان او القاعده له پیل نه په فکري او سیاسي لحاظ د بیل بیل منهج پلویان ول، خو په افغانستان کې وروستیو تحولاتو دواړه دیته اړ ایستل چې په قسمي تعامل کې یوبل ته لاس ورکړي.

طالبان د فکري انتماء له مخې د دیوبندي مسلک پیروان او مطلق اکثریت غړی یې د علماء هند لكه (شيخ الهند علاّمة محمود حسن [متوفى 1339هـ / 1920م]حكيم الأمت علامة أشرف علي التهانوي [متوفى 1362هـ / 1943م او علامة أنور شاه كشميري [متوفى 1352هـ / 1933م) … له افکارو متأثردي .

په داسې حال کې چې القاعده تنظیم د سلفي منهج د شیخو او علماوو تابع اود مبارزې تګلاره یې د شلم قرن د نومیالي مفکر شهید سید قطب افكار اونظريات دي.

د طالبانو او القاعده ترمنځ بل لوی توپیر دهغوی هریوه دفعالیت ځانګړی طبیعت دی ، په دې معناچې طالبان په خپل عملي فعالیت کې په محدودیت باور لري، او القاعده تنظیم لامحدودیت ، شمولیت او نړیوالتوب خوښوي.

د طالبانو او القاعده د اړیکو پیل:

په کال ۱۹۹۶کې د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو لیږ ترمخه د القاعده تنظیم مشر اسامه بن لادن په سوډاني چارواکو باندې د امریکې دفشار له امله د سوډان پریښودلو ته اړیستل شو.

اسامه بن لادن له سوډان څخه افغانستان ته دراتګ پریکړه وکړه ، نوموړي خپله دغه پریکړه د سوډان حکومت چارواکوته هم ابلاغ کړه ، سوډاني چارواکو د نوموړي دا پریکړه تائید او هغه یې د ټولو لوریو په ګټه پریکړه وبلله.

هماغه وه چې اسامه بن لادن په افغانستان کې له ځینو پخوانیو جهادي قومندانانو سره كوم چې له نوموړي سره یې د جهاد په دورکې پیژندګلوي او نیږدي روابط لرل اړیکه ونیوله ترڅو له سوډان څخه افغانستان ته د ده د راتګ لپاره زمینه سازي وکړي.

دغه قومندانان عبارت ول له: استاذ سازنور د اتحاد اسلامي مربوط، انجنیر محمود ، دحزب اسلامي خالص مربوط ، فضل حق مجاهد ، د حزب اسلامي حکمتیار مربوط او ډاکټر امین د حزب اسلامي خالص مربوط چې وروسته د ډاکټر امین په استثناء دانور دری واړه قومندانان ټول په مبهم ډول شهیدان شول او د طالبانو د واکمني تر سقوط وروسته ډاکټر امین هم د ډیر وخت لپاره د پاکستان د امنیتي ځواکونوپه اسارت کې پاتي شو.

افغانستان ته داسامه بن لادن له راتګ سره د استاد برهان الدین رباني په مشرۍ د کابل حکومت هم موافق او د نوموړي د سفر له پیل نه تر پایه پوري په جریان کې وه.

د ۱۹۹۶ کال د می په میاشت کې اسامه بن لادن د القاعده تنظیم له ۱۵ مهمو غړیو سره یوځای د سوډان د ولسمشرجنرال عمر البشيرپه ځانګړې الوتکه کې د سوډان د بهرنیو چارو د ځانګړي استازي په ملتیا له خرطوم څخه افغانستان /ننګرهار ته راغی .

د القاعده تنظیم پخوانی سلاکار او مشهور لیکوال ابوالولید المصري چې په یاده الوتکه کې له اسامه بن لادن سره یوځای وه له سوډان څخه افغانستان ننګرهارته د خپل سفر په اړه داسې لیکي:
((افغانستان ته داسامه بن لادن د راتګ پروسه د امریکا دمتحده ایالاتو او سوډاني حکومت د قبلي تفاهم او موافقې له مخې ترسره شوه، او دغه خبره د سوډان د استخباراتو د وخت رئیس قطبي المهدي مونږته په واضحوتوروکې وكړه چې افغانستان ته د اسامه بن لادن انتقال د امریکا د دولت، سوډاني حکومت او خپله اسامه بن لادن په ګټه فیصله ده.))

د دې په تعقیب د القاعده تنظیم د نورو ټولو غړیوکورنۍ چې مجموعي شمیریې د ښځمنواو ماشومانوپه شمول ۱۰۰ تنوته رسیدو د دوو سوډانیو الوتکو په وسیله افغانستان /ننګرهارته راوړل شول او ټول د نجم الجهادپه سیمه د خالص بابا فامیلیو’ داسامه بن لادن په ځانګړي هستوګنځي کې ځای پرځای شول.

اسامه بن لادن په داسې مهال کې افغانستان ته راغی چې د طالبانو ځواکونه د ننګرهار ولایت پولوته رانیږدي شوي ول، په ننګرهارکې د اسامه بن لادن له ځای پرځای کیدو څو ورځې وروسته طالبانو وکړای شول چې دغه ولایت تر خپلې ولکې لاندې راولې.

دا یو عجیب تصادف وه ، اسامه بن لادن چې له سوډان څخه د امریکې دفشار له امله ننګرهارته راغلی وه ، دلته یې له راتګ سره سمدستي د میشتیدنې ځای د طالبانو تر ولکې لاندې راغی .

په پیل کې اسامه بن لادن د طالبانو له غورځنګ سره هیڅ راز تعارف نه درلود او د هغوی په اړه یې یواځې هغه تبلیغات اوریدلي ول کوم چې د طالبانو د مخالفینولخوا د هغوی پرخلاف ويل كيدل.

ځکه نو په پیل کې له نوموړي سره دا اندیښنه وه چې هسي نه طالبان له امریکایانو سره د ده په نیولو کې مرسته وکړي ، خو د طالبانو لخواد جلال اباد ښار تر نیولو وروسته خالص با با نوموړی ته د دې ډاډ ورکړ چې طالبان ده ته خطر نه دي.

په ننګرهارکې د اسامه بن لادن د میشتیدني ځای د مرحوم مولوي خالص بابا فامیلي وي چې وروسته د طالبانو د مخالفینو د مشرقي شورا د وسله والو لخوا د نوموړي پرهستوګنځي د برید هڅه وشوه، خو طالبان هغه شنډه کړه.

د القاعده له مشر سره د طالبانو لومړنی رسمي ملاقات:

د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته د القاعده تنظیم د وسله والو ترڅنګ یوزیات شمیر عرب او نور بهرني اتباع هم د افغانستان په بیلابیلو ولایتونوپه تیره په جنوبي او ختیځو ولایتونوکې میشت ول.
طالبانو غوښتل د دغو ټولو بهرنیو اتباعو شمیر، د هغوی استوګنځای ،او د هغوی اړوند فعالیتونه ځانته مالوم کړي ، هماغه وه چې د دې کار لپاره یې له کندهار څخه د ملاعبدالصمد په مشرۍ یو دری کسیز پلاوی د ننګرهار ولایت ته راولیږو .

دغه پلاوی لومړنی ملاقات له اسامه بن لادن سره وکړ ، له نوموړي سره یې په افغانستان کې د ده د اوسیدنې د جزئیاتو ترڅنګ هغه ته د خونديتوب ډاد هم ورکړ، او د دغې کتنې په تعقیب د ۱۹۹۷کال د فروري په میاشت کې نوموړی د طالبانو د مشرتابه په غوښتنه کندهار ته وروبلل شو او هلته د کندهار هوايي ډګر په څنګ کې د اوسیدلو لپاره ورته ځای ورکړل شو.

د طالبانو له مشرسره د اسامه بن لادن بیعت:

وروسته تردې چې اسامه بن لادن په کندهارکې میشت شو د نوموړی د ځینو مشاورینو لخوا نوموړي ته د طالبانو له مشر ملامحمد عمر مجاهدسره د بیعت کولو وړاندیزوکړل شو ، خو نوموړې په دې پلمه چې دی له خپلو نورو ملګرو او علمي شخصیتونوسره په دې اړه سلااو مشوره کوي تر ډیره وخته د بیعت کولو خبره وځنډوله .

د طالبانو له مشر سره د اسامه بن لادن د بیعت د ځنډلامل داوه چې نوموړی غوښتل په خلاص لاس له افغانستانه بهر د غربي منافعو پرخلاف خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي ، اوداهغه څه وه چې طالبانو نه غوښتل د خپلې نوې واکمنۍ پرمهال د داډول فعالیتونو له کبله له نړیوالو سره په جنجال واوړي.

همدا وجه وه چې طالبانو له اسامه بن لادن څخه د افغانستان له خاورې څخه د هغه دخارجي فعالیتونو په ترسره کولو بندیز لګولی وه .

د افغانستان له خاورې څخه د اسامه بن لادن له خارجي فعالیت سره پرطالبانو سربیره د اسامه نورو مهمو او نیږدي ملګریو لكه شیخ سعید المصري (مصطفی ابوالیزید) د القاعده د هغه مهال مالي مسؤل، سیف العدل المصري د هغه مهال پوځي مسؤل ،ابوحفص الموریتاني د القاعده تنظیم د شرعي کمیټې مسؤل , ابوالخير المصري دهغه مهال دخارجي اړیکو مسؤل او د اسامه سلاکار ابوالولید المصري هم ښکاره مخالفت درلود چې وروستيو دواړو هماغه مهال د دغه مخالفت په سر له خپلو دندو څخه استعفاء هم ورکړه .

ښاغلی ابوحفص الموریتاني چې په ابو حفص الصغیر یې هم شهرت درلود د القاعده تنظیم د شرعي کمیټي مسؤل وه

او ښاغلی ابوالولید المصري د القاعده تنظیم دمشر تابه سیاسي مشاوروه .

د طالبانو له مشر سره داسامه بن لادن د مشر په بیعت کولو هم ښاغلي ابوالولید المصري ټینګار درلود چې بالاخره د اسامه بن لادن لخوا يي د بیعت وړاندیز ومنل شو.

اسامه بن لادن د خپل سلاکار د ټینګار په ترڅ کې دیته حاضر شو چې د طالبانو له مشر سره بیعت وکړي ، خو هغه بیعت هم بالنیابة بيعت وه ، یعنی اسامه بن لادن شخصا په خپله د بیعت کولو لپاره د طالبانو مشرته نه دی ورغلی ، بلکې د دغه کار لپاره یې خپل سلاکار ابو الولید المصري وګماره او هغه د ده په نیابت کې د طالبانو له مشرسره بیعت وکړ.

د بیعت شرعي مقتضا او مفهوم دا دی چې بیعت کوونکی فرد له خپل شرعي امیر سره د هغه په شرعي اطاعت او امر منلو تعهد کوي ، چې د اسامه بن لادن د استازي لخوا د طالبانو له مشر سره په همدغه شرعي صبغه د اسامه لخوا د ملامحمد عمر مجاهد د امر منلو ژمنه او تعهد وشو.

دغه بیعت د ۱۹۹۸ کال د نومبر د میاشتې په دوهمه نیټه وشو خو تر هغه له مخه په کینیا او تانزانیاکې د القاعده تنظیم لخوا د امریکا په سفارتونو بریدونه وشول ، همدا راز تر بیعت وروسته د ۲۰۰۰ کال د اکتوبر په میاشت کې د القاعده تنظيم لخوا په یمن هیواد کې په امریکايي USS Cole بیړۍ برید وشو چې په ترڅ کې یې ۱۷ امریکايي سمندري پوځیان مړه او ۳۹ نور ژوبل شول .

همداراز له دغو پوځي فعالیتونه پرته په تبلیغاتي لحاظ هم اسامه بن لادن د امریکايي مصالحو پرخلاف خپلې هڅې جاري وساتلې ، له الجزیره او MBC تلويزوني شبكوسره يې داسې ټلویزوني مرکې وکړې چې په ښکاره یې ورکې په منځني ختیځ کې امریکايي مصالح ګواښل.

د سپتمر له پیښې وروسته د طالبانو او القاعده اړیکې:

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له خونړۍ پیښې وروسته چې امریکایانو یې د ترسره کولو پړه پر اسامه بن لادن ورواچوله او د طالبانو له حکومت نه یې وغوښتل چې اسامه بن لادن دوی ته وسپاري ، خو طالبانو له امریکایانو څخه د سپتمبر په پیښه کې د اسامه دلاس لرلو سپیناوی وغوښت او له دې سره سم یې د ټول هیواد په کچه دعلماوو او مخه ورو یوه سترتاسري شورا راو غوښته ترڅو ديني عالمان له شرعې اړخه دې موضوع ته ځواب ووايي.

هماغه وه چې یادې شوری د شرعي دلائلو په استناد امریکایانو ته د اسامه د نه سپارلو فتوا ورکړه خو د دې ترڅنګ یې دا هم تجویزکړل چې که اسامه په خپله خوښه له افغانستان څخه وتل غواړي هغه د ده په خوښه پوري تړلې خبرده.

د سپتمر له خونړۍ پیښې وروسته چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د ړنګیدو لامل شوه د ناوړه امنیتي شرائطو له وجې د طالبانو او القاعده رسمي اړیکې په بشپړه توګه سره وشلیدلې.
د طالبانو د امارت د مرکز کندهار تر سقوط وروسته چې د طالبانو مشرملامحمد عمر(مجاهد) نامعلوم لورته ځان متواري کړ، اسامه بن لادن تر هغه له مخه په کندهارکې خپل هستوګنځي ترك کړی، او د امریکايي بي ۵۲ ډوله الوتکو له بمبار څخه د ځان ساتلو په غرض د افغانستان په بیلابیلو برخو، په مرکزي او ختیځو ولایتونوکې اوسیده.

وروستی ځای یې د ننګرهارولایت دتورې بوړې هغه غرونه ول کوم چې وار ترپخوا نوموړي ورکې دځان لپاره مستحکم سنګرونه جوړ کړي ول .

د ۲۰۰۱ د دسمبر په میاشت کې چې کله دجنرال تومي فرنکس (Tommy Franks) په مشرۍ امریکايي ځواکونو په توره بوړه کې د اسامه بن لادن په پټنځای عملیات پیل کړل نوموړي وکړای شول چې دځايي جهادي قومندانانو په مرسته د پاړاچنار له لارې پاکستان قبائلی سیموته ځان ورسوي او هلته له خپل مرستیال ایمن الظواهري ، د القاعده له اوسنی ویاند عزام امریکي Adam Yahiye Gadahn)) اونورو خپلو پلویانو سره د امریکایانو په خلاف خپل فعالیتونه منسجم کړي.

په ۲۰۰۳ کال کې چې کله د طالبانو لخوا بیرته په تدریجي رسمي شکل په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیوځواکونو پرخلاف پوځي تشکیلات له سره احياء شول، القاعده تنظیم د طالبانو له همدغو تشکیلاتو جلا ځانته خپل مستقل تشکیلات درلودل ،مثلا هغوی د افغانستان لپاره شیخ مصطفی ابوالیزید د القاعده تنظيم د مستقل پوځي مشر په توګه اعلان کړ، حال داچې د طالبانو لخوا د ټول افغانستان په کچه د هرولایت لپاره خپل والي موجود وه چې د هغه تر سرپرستي او نظارت لاندې د خارجي ځواکونو په خلاف ټول پوځي فعالیتونه ترسره کیدل.

سره له دې چې د القاعده تنظيم مشر د طالبانو په طبیعت پوهیده چې هغوی د جهادي وحدت ساتلو په غرض په افغانستان کې د امارت له پوځي تشکیلاتو بهر نور تنظيمي تشکیلات او ډلې نه خوښوي ، خو د دې باوجود یې خپل فعالیتونه د طالبانوله پوځي تشکیلاتو په مستقله توګه تنظیمول.

دامهال چې طالبان په افغانستان کې تریوه متحد قیادت لاندې دامریکایانو او نورو بهرنیانو په خلاف جنګیدل له القاعده تنظیم سره يي علائق د ټیټې سویې د مراسلاتو ترکچې محدودول ، او د هیواد په داخل کې چې به د دوی کوم کسان د طالبانو ترڅنګ د امریکایانو په خلاف جنګیدل د هغوی فعالیت به هم له محلي طالبانوسره په هماهنګي کې د طالبانو دولایتي مسؤل تر قیادت لاندې تنظیمیدو.

هغوي سره له دې چې د طالبانو دمشر په امارت یې اعتراف درلود ، مګر دهغه ترڅنګ یې القاعده تنظیم هم په ساحه کې له طالبانو پرته دیوه مستقل تنظیم په حیث ګاڼه او دهغه تر قیادت لاندي یې فعالیت کاوه .

د القاعده تنظیم دغه استقلال یواځې په افغانستان کې نه، بلکې له افغانستانه بغیر چې دوی چیرته فعالیت درلود هلته یې هم مستقل چارواکي ټاکلي او دهغوی تر قیادت لاندې يي فعالیت کاوه .

دبیلګې په توګه په کال ۲۰۰۶ کې د القاعده تنظیم مشر اسامه بن لادن په عراق کې ابو عمر البغدادي د دولة العراق الاسلامیة د امیر په توګه وټاکه چې وروسته هغه د القاعده په اړونده نشراتوکې امیرالمؤمنین اعلان ،او د نوموړی لپاره دبيعت غوښتنه وشوه.

په شرعي لحاظ هغه جندي (پوځي ) چې له خپل شرعي امیر سره بیعت ولري د دې صلاحیت نه لري چې بل امیر تعین کړي او دهغه لپاره دبیعت غوښتنه وکړي؛ ځکه له شرعي لحاظه په یوه وخت کې د مسلمانانو لپاره د دوو خلیفه ګانو ( امیرالمؤمنین) ټاکنه شرعا ممنوع او ناروا عمل دی چې په دې اړه دحدیثو په تر ټولو معتبر کتاب صحیح مسلم کې په لاندې توګه پوره وضاحت ورکړل شوي:
عن أبي سعيد ، قال : قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم) : إذا بويع لخليفتين فاقتلوا الآخر منهما ، رواه مسلم في الصحيح ، عن وهب بن بقية.

صحيح مسلم – الإمارة – إذا بويع لخليفتين – رقم الحديث : ( 3444)

پورتنی حدیث شریف له صحیح مسلم پرته نورو صحاح سته کتابونو هم روایت کړی .

دپورتني حدیث شریف په مفهوم کې د مسلمانانو په یووالی ټینګار شوی ، تردې که څوک دمسلمانانو د تفرقي په نیت له یوه شرعي امیر پرته ځان امیر تعینوي او له خلګو څخه بیعت اخلي هغه باید ووژل شي .

په هرصورت : داچې د القاعده تنظیم لخوا په عراق کې د بل امیر په ټاکلو کې همدغه شرعي اصل له پامه وغورځول شو، نو پایله یې دا شوه چې هماغه امیر نه دعراق د مجاهدینو په یوالی او نه هم هلته د جهادي کارونوپه پرمختګ کې کوم بارز رول ولو بولای شو ، بلکې د هغه په ټاکلو سره په عراقي ساحه کې اختلافات زیات شول چې وروسته نوموړی امیر (ابو عمر البغدادي ) په ۲۰۱۰کې د امریکایانو په هوايي برید کې شهید او د دولة الاسلامیة مشري اوسني خلیفه ابوبکر البغدادي ته پاتې شو.

د القاعده تنظیم لخوا په عراق کې د دولة الاسلامیه اعلان د دې لامل شو چې د نوموړی دولت مشر ابوبکر البغدادی تر بل هرچا له مخه لومړی د القاعده تنظیم پرخلاف د بغاوت اعلان وکړ او د القاعده تنظیم اوسنی مشر ډاکتر ایمن الظواهري یې په بي کفایتي تورن کړ، چې داکار د القاعده تنظیم په سطحه لومړنی انشعاب ګڼل کیږي.

طالبانو هم دخپلې واکمني پرمهال او هم د اوسني جهاد په وخت کې د القاعده تنظیم ځینې خپل سرۍ دهغوی د مهاجرتوب او میلمه پالنې په خاطر زغملې، اوهروخت به يې هغوی ته د امارت دهغو مقرراتو په منلو توصیه کوله چې هم د دوی په ګټه اوهم د افغانستان د ملت په خیروه.

د اسامه بن لادن تر شهادت وروسته :

په پاکستان کې د القاعده تنظیم د مشر اسامه بن لادن تر شهادت پوري د طالبانو او القاعده تنظیم ترمنځ کوم رسمي روابط نه ول، کله چې د۲۰۱۱ کال د می د میاشتې په لومړۍ شپه امریکايي کومانډويي ځواکونو دپاکستان په ایبټ آباد سیمه کې د اسامه په هستوګنځي برید وکړ او امریکايي چارواکو له خپل لوري د نوموړی دشهادت اعلان وکړ القاعده تنظیم تر څو ورځو پوري د هغه د شهادت اعلان وځنډاوه .

دا چې هغه مهال د اسامه شهادت د القاعده تنظیم لپاره تر ټولو سخته حادثه وه نو طبعا د تنظیم مرستیال او نورمطبوعاتي چارواکو یې د امنیتي مشکلاتو له کبله نشوای کولای چې له رسنیو سره تماس ونیسي اویا هم رسنۍ له دوی سره تماس ونیسي ؛ ځکه نو ټولو نړیوالو او سیمه ییزو خبري رسنیو د اسامه بن لادن د شهادت درد او یا هم تائید په اړه د طالبانو له مطبوعاتي چارواکو سره په تماس کې ول ، خو طالبانو بياهم د القاعده تنظیم د نشراتي خصوصیت د رعایت په خاطر تر هغو پوري د دې موضوع د رد او تائید په اړه هیڅ نه ویل ترڅو خپله القاعده تنظیم دهغه شهادت رسما تائید او اعلان کړ. ى القاعده تر اعلان وروسته طالبانوهم د اسامه د شهادت په اړه خپل د تسلیت اوخواخوږي پیغام نشر کړ. د اسامه تر شهادت وروسته د القاعده تنظیم لپاره دنوی مشرډاکټر ایمن الظواهري ټاکنه هم د طالبانوله نظر غوښتنې او مشورې پرته په مستقله توګه د القاعده تنظیم د غړیو لخوا ترسره شوه.

د طالبانو او القاعده راتلونکی :

لکه مخکې چې مو وویل طالبان او القاعده د خپلې فکري، سیاسي او عملې تګلارې له مخې یوله بله جلا خو وروستیو ظروفو او شرائطو دواړه یوله بل سره یوځای والي او په ځینو مواردوکې تعامل ته اړیستلي ول ، په افغانستان باندې د امریکایانو تریرغل اود هغه په نتیجه کې د طالبانو د واکمني په ړنګیدوسره ځیني هغه وجوهات هم له منځه ولاړل چې القاعده تنظیم یې د خپلو ضرورتونو له مخې له طالبانوسره تعامل ته مجبور کړی وه.

لهذا په راتلونکي کې داسې موجبات یاعوامل نه لیدل کیږي چې له مخې دې بیا طالبان او القاعده دوه اړخیز تعامل ته زړه ښه کړي، بلکې د طالبانو د تنظیمي او عملي مشخصاتوله مخې ډیر داسې وجوهات شته چې له مخې یې القاعده نه غواړي د هغو په رعایتولو سره په افغانستان کې فعالیت اوشتون ولري.

د بیلګې په توګه طالبان نه غواړي چې بیادي په افغانستان کې د خپلسریو تنظیمونو او د هغوی تعدد ته لاره خلاصه شي، هغوي چې د افغانانو لپاره د تنظیمي تعدد پلویان نه دي او نه ورته اجازه ورکوي ، نو د غیر افغانانو لپاره خویې بلکل نه ورکوي.

همدا راز طالبان د خپل سیاسي او عملي حکمت له مخې د خپل فعالیت ساحه یواځې دافغانستان تر محدودې محصوره ګڼې ، خو القاعده د دې برعکس د عالمیت او شمولیت نظریه لري او همدا راز په خپل فعالیت کې دهیچا د محدودیت خیال هم نه ساتي.

طالبان هم د خپلې مخکیني پنځه کلني واکمنۍ پرمهال ، هم داوسني مقاومت پرمهال اوهم په راتلونکي کې له ټولو ګاونډیو، سیمه ییزو او نړیوالو هیوادنو او نړیوالو سازمانونو سره د داسې اړیکو او تعلقاتو غوښتونکي دي چې د دوی له شرعي او ملي مصالح سره ټکر ونه لري ، خو القاعده تنظیم د دې برعکس په هیڅ صورت له غربي هیوادونواو همدا راز له هغو اسلامي هيوادونو سره چې له غربي هیوادنو سره تعلق لري د هیڅ ډول روابطو غوښتونکي نه دي.

د القاعده د دغه موقف لامل دادی چې دوی په خپل ۳۰ کلن تاریخ کې تراوسه پوري خپل ټول وخت د یوه پوځي تنظیم په حیث په داسې پوځي فعالیتونوکې راتیرکړی چې له خپل مقابل لوري سره په مقابله لګیادي او د نړۍ په هيڅ ځای کې دیوه داسې مستقل هیواد مسؤلیت نه دی ترلاسه کړی لکه د افغانستان طالبان چې هغه هیواد په سیاسي تعاملاتوکې نورې نړۍ ته اړتیاولري، بلکې هغوی په هغو ځایونوکې چې دوی موجودیت لري د محدودو پوځي افرادو په حیث راښکاره کیږي ، چې د هغه هیواد اداري او سیاسي نظام چلولو هیڅ مسؤلیت دوی ته نه وي ور له غاړې ،بلکې هغه دهماغه هیواد د مرکزي ادارې له خوا پرمخ بیول کیږي.

بله خبره داچې د القاعده تنظیم کوم چارواکي چې په یوه هیواد کې پوځي نفوذ ترلاسه کوي او یاکومه سیمه تر خپلې ولکې لاندې راولي ، هلته دهماغه ځای محلي غړیو ترڅنګ اصلي واک او صلاحیت دتنظیم له غیر محلي خلګوسره وي لکه په عراق کې ابو مصعب الزرقاوي چې د اردن هیواد تبعه وه ، په صومالیاکې ابومنصور الامریکي او همداشان په افریقا او مغرب ادنی کې، چې همدغه افراد د مختلفو هیوادونو متبوع وي چې په میشت هیواد کې نه دنظام چلولو چارې ور له غاړې وي او نه دوی دومره سلطه ورباندې حاصله کړې وي چې د افغانستان د طالبانو په څیر د ټول هیواد اداره ترلاسه کړي ؛ځکه نو نه کوم هیواد ته درابطې اړتیا لري اونه له ګاونډیانو او نورې نړۍ سره د اړیکو جوړولو ضرورت احساسوي.

اوطالبان خو بیا د دې برعکس د خپلې واکمني پرمهال د افغانستان په ٪۹۵ خاوره عملا مسلط ول ، د هیواد د پلازمینې په شمول یې ټول سرحدي بندرونه ، هوايي ډګرونه او په مجموع کې ټول نظام ترلاس لاندې وه چې حتما دخپل هیواد او ولس د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم له ګاونډیواوهم له بهرنۍ نړۍ سره تعامل ته اړول، اوهمدغه تعامل یې هم دخپلو شرعي او ملي ګټومطابق وه .

طالبان د جهادي ډلو په منځ کې لومړنۍ جهادي ډله ده چې تر پنځه کاله زیات وخت یې د هیواد سیاسي حاکمیت وکړ، د هغوی حاکمیت د یوشمیر هیوادونو لخوا په رسمیت وپیژندل شو او د دوی پنځه کلنه دوره د افغانستان په تاریخ کې په ځینو مواردو لکه د کوکنارو دکرکیلې په مخنیوي او ګډوډي له منځه وړلوکې ښه ریکارډ لري ، خو د دې برعکس القاعده تنظیم او په هغه پوري تړلې ډلې له افریقا نیولې تر منځني ختیځ پوري په هیڅ هیواد کې هم د سیاسي واکمنۍ نه تجربه لري او نه غواړي په سیاسي علاقاتو ولاړه واکمني تر لاسه کړي، بلکې له نورو جهتونو سره تر اړیکو جوړولو مخکې د دوی فعالیتونه د ذات البیني اختلافاتو او په ځینو مواردوکې وسله والو شخړو لامل ګرځي، چې ښکاره بیلګې یې په عراق، سوریه، صومالیا اولیبیاکې لیدل کیږي.

د دې ټولو عواملو ترڅنګ یوه بله اساسي خبره دا هم ده چې اوسنۍ القاعده هماغه د ۱۹۹۶ م کال القاعده نه ده ، اوس دهغې په پوځي ، سیاسي او اداري تشکیلاتو کې ډیر تحولات راغلی ، اوس هغه د یوه محوریت او مرکزیت په ځای په څو څانګو ویشل شوې او په هره څانګه کې یې نوي غړي او مسؤلین تعین شوي ، چې همدغه نوي مسؤلین یې په کاري او عملي لحاظ هم له طالبانو سره د تعارف اوپیژند ګلوي هیڅ سابقه نه لري، او نه په خپل منځ کې د مشترک تعامل اعتماد یوپر بل کولای شي.

یواځینی اهم ضرورت چې د القاعده تنظیم قیادت او غړی یې په افغانستان کې اوسیدلو او له طالبانو سره یوځای کیدوته اړیستلی وه هغه په عربي نړۍ کې د دوی د اوسیدلو او برعلانیه فعالیت کولو مشکل وه .

اوس په عربي نړۍ کې وروستیو تحولاتو د هغوی لپاره داسې شرائط برابرکړي چې تر افغانستان په بل هر عربي هیواد کې د پوځي اوسیاسي فعالیت ښه زمینه ورته مساعده ده ، له‍ذا دوی خپله هم نور په افغانستان کې اوسیدلوته کوم ضرورت نه لري.

دا ټول هغه مشخصات او فکتورونه دي چې په مستقبل کې د طالبانو او القاعده تنظیم د یوځای والي ، ګډ فعالیت او روابطو طبیعت تر سیموي.

که څه هم چې امریکایان په افغانستان اوسیمه کې د خپل پوځي حضور د غزولو په خاطر دا پلمې کوي چې که دوی په بشپړه توګه له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي نو افغانستان به بیا د القاعده تنظیم لاس ته ولویږي، خو دا دهغوی یو بي حقیقته پروپاګند ده ؛ ځکه که امریکایان ریښتیاهم له افغانستانه ووزي نو بیا القاعده تنظیم ته په افغانستان اوسیمې کې د موجودیت اوپاتي کیدو کوم مبرر نه پاتي کیږي؛ ځکه هغوی وايي چې مونږ د امریکایانو په وژلو پوري ګرځو او امریکایان چې هرچیري د مسلمانانو په هیوادوکې میشت وي هغوی دیرغلګرو حکم لري او مونږ یې وژل واجب دي، نو که امریکایان افغانستان پریږدي بیا له دې سره به القاعده هم دخپل هدف د ترلاسه کولو لپاره هلته ځي چې چیري د امریکایانو اشغال موجود وي.

خلاصه :

تر كومه ځایه چې د طالبانو او القاعده ى تعلق او ارتباط خبره ده هغه دا چې طالبان او القاعده په دیني او عقیدوي لحاظ یوله بل سره متعلق ،خو په سیاسي او عملي لحاظ یوله بل نه جلا دي .
یعني په مذهبي اوعقیدوي لحاظ داسې تعلق سره لري لکه د امریکا او افغانستان يا دنړي نورعادي مسلمانان چې یوله بل سره لري، خو سیاسي فعالیت ، تګلاره او منهج د هريوه له بل نه بیل دی.
کومو ظروفو او شرائطوچې مخکې طالبان او القاعده په افغانستان كې یوله بل سره مشترک تعامل ته مجبوري کړي ول ، اوس هغه ظروف او شرائط په داسې عکسي بڼه بدل شوي چې د دواړولوریو ترمنځ مشترک تعامل يې ناشونی کړی دی.

دغه تغیر دکوم خارجي فشار له وجې نه ، بلکې طبیعي زماني او مکاني وجوهات لري چې خود بخوده رامنځته شوي او دواړو لوریو ته یې په نویو ساحاتو کې د نويو فعالیتونو د پیلولو فرصتونه برابرکړي .

والسلام

لیکوال: عبد الرحیم ثاقب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مهاجر زاهدزاده فراه رودی

ثاقب صیب الله دی اجردرکړی په زړه پوری معلومات اوحقایق دی راسپړلی واقعیت همدادۍ هیله ده چه لیکوالان اوسیاسی مبصرین دي حقایقوته ځیرشی او دالقایده ګوندغړی یواځی په افغانستان کی دمیلمنو اومسافرو مسلمانو وړونو په حیث پیژندلی وی نه ده یوه آمر او داسلامت امارت دکنټرولونکی په توګه

zarifi

دطالبانو افکار حنفي دي دي نه دیوبندي که یې دیوبندي ووایو نو بیا له مذهب نه خبره سیاست ته پورې وتله تاسو ته به معلومه وي چي امیر المؤمنین له داسي ادارو سره اړیکي نه درلودې
او اوس هم دا معلومه ده چي زموږ دروان جهاد په اړه دیوبندیان ګونګه پالیسي لري
زموږ قرمانان او ښاغلي په نورو پسي مه تړۍ خپل هویت خپل مذهب او خپل سیاست لري

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x