نړۍ

اسلام اباد د افغانستان په اړه د ناستې کوربه دی؛ امريکا، چين او روسيې ته يې بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا ( چهار شنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۰ل): پاکستاني چارواکي د نومبر په ۱۱مه نېټه سبا د پنچشنبې په ورځ د افغانستان وضعيت په اړه په اسلام اباد کې «ټرويکا» ناسته جوړيږي، چې د امريکا، روسيې او چين استازو ته يې په کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

امريکايي رسنيو د پاکستاني رسمي سرچينو په حواله ويلي، چې په دغه ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امیر خان متقي هم ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

سپينې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه رسمي دريځ نه دی ښکاره کړی، خو د افغانستان سولې لپاره د امريکا متحده ايالتونو ځانګړي استازي تامس ويسټ تېره ورځ ويلي و، چې د افغانستان پر وضعيت د خبرو اترو لپاره په لنډو ورځو کې هند او پاکستان ته سفر کوي.

پاکستاني رسنيو ويلي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د پاکستاني چارواکو په رسمي بلنه اسلام اباد ته ځي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي هم تاييد کړي، چې د ښاغلي متقي په مشرۍ لوړپوړی پلاوی پاکستان ته سفر کوي.

ښاغلي بلخي په خپل ټويټ کې ويلي: «دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د اړيکو په پياوړتيا، اقتصاد، ټرانزيټ، مهاجرينو او ولسونو تر منځ د تګ راتګ په اسانولو خبرې وکړي.»

د بهرنيو چارو وزارت وياند دا نه دي ويلي، چې ښاغلی متقي به د اسلام اباد په کوربه توب د «ټرويکا» په غونډه کې ګډون وکړي که نه.

اسلام اباد سبا پنجشبنه په داسې حال کې، د افغانستان په اړه د ټرويکا غونډې کوربه دی، چې نن چهار شنبه هند هم د د افغانستان په اړه يوه غونډه راغوښتې، چې پاکستان په کې ګډون نه کوي.

هندي رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، دغې ناستې ته د چين، روسيې، ایران او مرکزي اسيا هېوادونو د ملي امنيت سلاکاران او لوپوړي چارواکي رابلل شوي، خو د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف ويلي، چې اسلام اباد په دغه ناسته کې ګډون نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx