افغانستان

بهرنیو چارو وزیر به  له پاکستان سره په سوداګرۍ، ترانزیت، ځمکنۍ او هوايي اړیکو وغږیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به نن د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په درې ورځيني سفر اسلام اباد ته ورسیږي او له پاکستاني چارواکو سره به په مختلفو موضوعاتو وغږیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات په یوې بیانیه کې ویلي دي چې افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ د خبرو تمرکز به د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر پراختیا، ترانزیت سوداګرۍ کې اسانتیاوې، د دواړو لوریو تر منځ د ډیورنډ پر کرښه د تګ راتګ، ځمکني او هوايي ارتباط، د خلکو تر منځ تماس او سیمه ییز اتصال وي.

یاد وزارت زیاته کړې چې پاکستان د یو سولییز، باثباته، خپلواکه، سوکاله افغانستان ملاتړ ته ژمن دی.

بل لوري ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات هم  د ښاغلي متقي د سفر تایید کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټويټ کې ويلي چې افغان « پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د اړيکو په پياوړتيا، اقتصاد، ټرانزيټ، مهاجرينو او ولسونو تر منځ د تګ راتګ په اسانولو خبرې وکړي.»

د افغانستان د نوي حکومت د کابینې د غړو اسلام اباد ته دا لومړی سفر دی. افغان پلاوی د پاکستان د حکومت په بلنه دغه هیواد ته سفر کوي. تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر کړی و او له افغان چارواکو سره یې په مختلفو موضوعاتو خبرې اترې کړې وې.

ټاکل شوې چې بهرنیو چارو وزیر به ټرویکه پلس غونډه کې چې سبا ته په اسلام اباد کې کېدونکې ده هم ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx