افغانستان

افغان حکومت په هند کې د افغانستان په اړه غونډې هرکلی کړی دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت په هند  کې د افغانستان په اړه د روسیې، چین، ازبکستان او تاجکستان هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو غونډې هرکلی کړی دی.

د افغانستان د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی په یوه ویدیويي پیغام کې ویلي دي چې د افغانستان اسلامي امارت سیمه‌ییزو ناستو څخه ښه هیله‌مندي لري او د افغانستان او سیمې په ګټه يې بولي.

سمنګاني زیاته کړې ده چې ګاونډي او د سیمې هیوادونه په دې متفق دي چې افغانستان کې امنیت وي، افغانستان اقتصادي پرمختګ وکړي او په خپلو پښو ودریږي او دا د افغانستان او سیمې ټولو لپاره ګټور دی.

هغه ټينګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د دغه ډول ناستو په اړه هيڅ ډول  اندېښنې نه لري بلکې هیله من دی چې دغه ډول ناستې د افغانستان سره د همکاریو لپاره ښې زمینې مساعدې کړي.

د افغان حکومت ویاند وویل چې دوی هیله مند دي چې په اینده کې د افغان حکومت استازي په دغه ډول ناستو کې په مستقیم ډول حضور ولري.

د یادونې وړ ده چې هند په پلازمېنه نوی ډهلي کې نن د سیمې د هیوادونو د ملي امنیت سلاکاران د افغانستان په اړه ناسته کوي. په دغه ناست کې پاکستان او چین له ګډون څخه ډډه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

واقعا د حیرانتیا خبره ده چی د نړی بیلابیل ممالک په افغانستان او پدی ځای کې میشتو مظلومو خلکو کې داسې څه وینی چی هری خوا ته لاس او پښی غورځوی او سرګردانه دی او په ځای ددې چی عینی واقعیتونو ته وګوری په خپلو شیطانی وهمونو او خیالونو پسی ګرځی او ددې مظلومو خلکو د کړاو او بدبختیو باعث کیږی. په نړی امریکا او دهغو متحدینو داسې جادوی جال غوړلی چی هرڅه ته د همغوی له عینکو نور نړیوال ګوری. دوی په افغانستان کې داسې څه وینی چی هرچیرته ئې غوغا جوړه کړی او ظالمانه، متعصبانه او دوه مخو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx