نړۍ

چین د افغانستان په اړه د هند ناسته کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان په اړه د هند په ناسته کې چې نن او سبا (نومبر ۱۰مه او ۱۱مه) کیدونکې ده، ګډون نه کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین د هند په ناسته کې د نه ګډون لامل مصروف مهالویش ښودلی دی او په وینا یې دوی هند ته په دې اړه خبر ورکړی دی.

هند تېره میاشت چین، پاکستان، ایران، روسیه او د مرکزي اسیا هیوادونو د ملي امنیت سلاکاران د افغانستان په اړه یوې غونډې ته وبلل.

د افغانستان حکومت ویاند مرستیال تېره ورځ په یوه ویدیويي پیغام کې د افغانستان په اړه د هند ناستې هرکلی وکړ او دغه ډول ناستې يې د افغانستان او سیمې لپاره ګټورې وګڼلې.

افغان حکومت ویلي چې دوی تمه لري چې په اینده په دغه ډول ناستو کې دوی په مستقیم ډول خپله حضور ولري.

د یادونې وړ ده چې تر چین وړاندې پاکستان هم د افغانستان په اړه د هند په ناسته کې له ګډون کولو ډډه کړې و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx