افغانستان

په تاجکستان کې بندي افغان پیلوټان د امریکا په مرسته عربي اماراتو ته لیږدول شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۰ل): په تاجکستان بندي ۱۴۳ افغان پیلوټان د امریکا د حکومت په مرسته متحدو عربي اماراتو ته لیږدول شوي دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې پورته شمېر افغان پیلوټان او یو شمېر نور د امریکايي عسکرو سره مرسته کوونکي کسان د یوې ځانګړې الوتکې له لارې له تاجکستان څخه ایستل شوي دي.

امریکا تاجکستان ته تښتېدلي افغان پیلوټان وروسته له هغه متحدو عربي اماراتو ته لیږدوي چې یاد پیلوټان درې میاشتې وړاندې د پخواني رژیم د سقوط په ورځ له خپلو الوتکو سره تاجکستان ته وتښتېدل او له هغه وخت تراوسه هلته د بندیانو په توګه ساتل کېدل.

که څه هم له تاجکستان څخه عربي اماراتو ته د افغان پيلوټانو خبر ورکړل شوی؛ خو لاتراوسه دافغانستان د هوايي د هغو لسګونو جنګي او ټرانسپورټي الوتکو برخلیک څرګند نه دی چې د پخواني رژیم د سقوط په ورځ د ځینو پیلوټانو لخوا تاجکستان او ازبکستان ته تښتول شوې وې.

د افغانستان ددفاع وزارت مطبوعاتي دفتر هم تراوسه له تاجکستان څخه د افغان پیلوټانو د انتقال او هلته د تښتول شوو الوتکو د برخلیک په هکله څه ویلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx