افغانستان

له دوبۍ وروسته آریانا افغان هوايي شرکت اسلام آباد ته الوتنې پيلوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د کورنیو الوتنو له تنظیم وروسته د آریانا افغان هوايي شرکت مسئولین وايي، د کابل ـ دوبۍ او کابل ـ اسلام آباد الوتنو بهیر پیل کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت لخوا د کابل ـ دوبۍ الوتنې که څه هم دوه ورځې وړاندې پیل شوي؛ خو ټاکل شوې ده چې سبا د پنجشنبې په ورځ د کابل ـ اسلام آباد الوتنې پيل شي. د یاد شرکت مسئولینو ویلي، چې هره دوشنبه او پنجشنبه به د کابل او اسلام آباد ترمنځ الوتنې ترسره کیږي او د ټکټ بیې به د معمول مطابق وي.

په ورته مهال کام ایر هوايي شرکت هم اعلان کړی چې د یکشنبې، دوشنبې، چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې ورځو په ګډون په اونۍ کې پنځه الوتنې به د کابل ـ اسلام آباد او اسلام آباد ـ کابل ترمنځ ولري.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیرته حاکمیت راهیسې او د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو لخوا د ویجاړیو له کبله افغانستان ته د آريانا او کام ایر هوايي شرکتونو په ګډون ټولې الوتنې وځنډول شوې، چې په دې وروستيو کې د ملکي هوايي چلند ادارې د پرلپسې هڅو وروسته کورنۍ الوتنې پیل او دادی ګام په ګام بهرنۍ الوتنې هم پیلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx