ورزش

نیوزیلاند د تېر کال غچ واخیست، انګلستان ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته ووتله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د نیوزیلاند کرکټ لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې انګلستان ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لار وموندله.

په دغه لوبه کې چې انګلستان لومړی توپ وهنه وکړه او سیال لوبډلې ته یې د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه، تر ډیره لوبه ددوی په لاس کې وه، خو په وروستیو شېبو کې د جیمي نیشم او ډیري میچل په زړه پورې توپ وهنې د لوبې اړخ بدل کړ او بریا یې خپله کړه.

نیوزیلاند لوبډله په تېرو څلورو نړیوال جامونو کې وتوانېدله د دریم ځل لپاره پایلوبې ته لار ومومي. دوی تېر ځل پایلوبه کې له انګلستان څخه په دراماتیکي توګه ماتې منلې وه.

یادې لوبډلې د انګلستان لوبډلې څخه هغه بدل واخیست چې په ۲۰۱۹م کال کې یې ترې د کرکټ نړیوال جام ګټلی و.

د شل اوریز نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې انګلستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې سیال لوبډلې ته د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه.

ددوی له لوري معین علي زیاتې ۵۱ ناسوځېدلې منډې وکړې، دغه راز ډیویډ ملان ۴۱ او جوس بټلر ۲۹ منډې وکړې. د نیوزیلاند له لوري په توپ اچونه کې ټیم ساوتي، اډم میلان، ایش سودي او جیمز نیشم یوه یوه ویکټه واخیستله.

د هدف په تعقیب کې نیوزیلاند په لومړي او دریم اور کې د مارټن ګپټیل او کین ویلیمسن سترې ویکټې له لاسه ورکړې، خو ډیري میچل او ډیون کونوی غوره ملګرتیا وکړه.

په وروستیو کې د جیمز نیشم لسو توپونو ۲۷ منډې او د ډیري میچل ۷۲ ناسوځېدلې مسئولانه منډو نیوزیلاند ته په ۱۹ اورونو کې بریا ورکړه. ډیري میچل د نیمه پایلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

نیوزیلاند لوبډلې په لومړي ۱۰ اورونو کې ۵۸ منډې جوړې کړې وې، خو په وروستیو ۹ اورونو کې یې ۱۰۹ منډې وکړې او بریا یې خپله کړه.

د شل اوریز نړیوال جام دوهمه نیمه پایلوبه به سبا د پنجشنبې په ورځ د پاکستان او استرالیا ترمنځ په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي چې ګټونکی به یې نیوزیلاند سره د نومبر په ۱۴مه د یکشنبې په ورځ مخامخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx