افغانستان

د کابل ښار شپږمه حوزه کې یو ځوان د اختطافګرو له منګولو ژغورل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۰ل): امنیتي ځواکونو د کابل ولایت شپږمې حوزې اړوند «حاجي نبي شهرک»سیمه کې یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلی دی.

د مهدي په نوم یو ځوان چې ۲۵ ورځې وړاندې اختطاف شوی ؤ، د موندلو لپاره یې د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست د اطرافي مدیریت پغمان ولسوالۍ استخباراتو د کابل ښار دشت برچي، هوايي ډګر اړوند شهر آریا او حاجي نبي شهرک په ګډون مختلفو برخو کې بیلابیل چاڼیز عملیات ترسره کړل.

امنیتي سرچینې وايي، ددغو عملیاتو په ترڅ کې نوموړی ځوان د شپږمې حوزې اړوند حاجي نبي شهرک سیمه کې د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په دغو چاڼیزو عملیاتو کې ۱۴ تنه شکمن کسان نیول شوي چې له څېړنو وروسته یو شمېر کسان خوشي شوي او ۵ تنه اختطافګر چې د «مهدي» په نوم ځوان په تښتولو کې ککړ وو د لازیاتو څیړنو لپاره اړونده ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست هم د یو ویډیو کليپ په خپرولو سره د مهدي نامي ځوان د ژغورلو خبر ورکړی دی.

په دغه کلیپ کې راغلي تښتوونکو د نوموړي ځوان له کورنۍ څخه د ۶ ملیونه امریکايي ډالرو تاوان غوښتنه کوله.

باید وویل شي چې په کابل ښار کې د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت سره سم د جنايي جرمونو او انسان تښتونې پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زمری

مننه ستاسو دهر اړخبز او بی پری نشریاتو نه!
داسی مثبت خبرونه د افغانانو هیلی دراتلونکی دپاره ژوندی کوی
هیله ده مثبت او ریښتینی خبرونه تل نشر کړی ځکه دا ملت امید او روښانه راتلونکی ته اړتیا لری

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx