شعـــــرونه

د محبت کښت

دلته قیام دخپلواکۍ یو داسي کـــس کړی دی
چي اعتماد ورباندي ټول غیور ولـــس کړی دی

دشهادت لمونځ به مو ولي نه قبلیږي خلګــــو!
موږ خو دخپل تن په تودو وینو اودس کړی دی

غلیمه! دا خاوره کي ستا اوسیدل ګران ګڼمه
ګني زموږ په اېــلولـــو ډیرو وس کـړی دی

خدایږو چي موږ ستا دغرور صنم ته سر ټیټوو
ناپوه دښمنه، دا کوشش دي ټول عـــبث کړی دی

که هرڅوک وشیندي دکرکی او نفرت، تخمونه
خو، حلمیار دمحبــت کښت یو په لس کړی دي

حمدالله حلمیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x