ورزش

ملي لوبغاړو د کرکټ بورډ رئيس په توګه د میرویس اشرف ټاکنه وستایله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د کرکټ یو شمېر ملي لوبغاړو میرویس اشرف ته د کرکټ بورډ سرپرست عمومي رئیس په ټاکنه خوښي ښودلې او هغه ته یې مبارکي ویلې ده.

میرویس اشرف د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا او د کرکټ بورډ اعلی سرپرست محمد حسن اخند د فرمان په حکم د کرکټ بورډ سرپرست عمومي رئيس په توګه وټاکل شو.

میرویس اشرف چې په کرکټ پوه او یو مسلکي شخصیت دی، د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو او کارکوونکو د هغه په ټاکنه خوښي ښودلې، هغه ته یې مبارکي ویلې او په چارو کې یې ورته د بریا غوښتنه کړې ده.

د ملي لویډلې سوکه نامتو توپ اچونکي راشد خان میرویس اشرف ته د مبارکۍ ترڅنګ د هغه په ټاکلو خوښي ښودلې، او زیاته کړې یې ده چې «باوري یم تاسې به د افغانستان کرکټ یوه نوي پړاو ته داخل کړئ او تاسې ددې وتیا لرئ، زموږ دعاګانې او ملاتړ درسره دي».

د ملی لوبډلې چپ لاسي توپ وهونکي حشمت الله شهیدي میرویس اشرف ته د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړې چې زه باوري یم ستاسې انتخاب به د افغانستان په کرکټ کې مثبت بدلون راولي.

دغه راز غوره ځوان سوکه توپ اچونکي مجیب الرحمن د میرویس اشرف ټاکنه غوره اقدام بللی او هغه ته یې مبارکي ویلې، نوموړی لیکي، «میرویس اشرف په خپله لوبغاړی و او د افغانستان د کرکټ ټولې ستونزې تر نورو ښې حل کولی شي، په دې هیله چې په راتګ سره یې د افغانستان کرکټ او اداره کې مثبت او رغوونکي اصلاحات راشي».

مخکښ توپ وهونکي رحمت شاه میرویس اشرف ته د کرکټ بورډ سرپرست عمومي رئیس په ټاکنه خوښي څرګنده کړې او هغه ته یې مبارکي ویلې ده.

د ملي لوبډلې ځوان توپ وهونکي رحمان الله ګربز ویلي چې د میرویس اشرف په ټاکنه خوښ دی او هغه ته مبارکي وایي، «زه باوري یم تاسې به د افغانستان کرکټ یوه نوي پړاو ته داخل کړئ او ددې وړتیا لرئ، زموږ ملاتړ او دعاګانې درسره مل دي».

د کورني کرکټ مخکښ سوکه توپ اچونکي ضیاء الرحمن اکبر هم د هغه ټاکنه یو غوره اقدام بللی او په کرکټ بورډ کې یې د شته ستونزو د حل کولو هیله څرګنده کړې ده.

دغه راز د افغانستان کرکټ پخواني ډایریکټر او د غوراوي کمیټې مشر اسد الله خان چې اوسمهال د قطر کرکټ ملي لوبډلې روزونکی دی، میرویس اشرف ته د زړه له کومې مبارکې وړاندې کړې ده.

https://twitter.com/IMUsmanGhani87/status/1458504599120252928?s=20

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx