نړۍ

پاکستان: پر افغان حکومت اغېز نه لرو او تر اوسه له پاکستاني طالبانو سره خبرې نه دي شوي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د لومړي وزير عمران د ملي امنيت سلاکار ډاکټر معيد يوسف ويلي، چې اسلام اباد د افغانستان پر اوسني حکومت ډېر اغېز نه لري او له پاکستاني طالبانو سره تر اوسه عملا هېڅ خبرې نه دي شوي.

معيد يوسف له «ډان» پاکستاني خصوصي رسنۍ سره د خبرو پر مهال ويلي، له تېرو لس، پنځلسو کالو راهيسې د افغانستان د پخواني نسکور شوي حکومت ملي امنيت رياست له پاکستاني طالبانو سره مرستې کولې، هغوی ته يې ځايونه ورکول او ساتنه يې کوله.

د معيد يوسف په وينا د پاکستاني ځواکونو د عملياتو له امله د پاکستاني طالبانو جنګيالي افغانستان ته اوښتي وو او له هغه ځايه يې په پاکستان کې بریدونه او چاودنې کولې.

د عمومي بښنې په اړه د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ویلي، دی نه پوهېږي، چې پاکستاني طالبانو ته د عمومي بښنې خبره له کوم ځايه راپورته شوې، تر اوسه داسې خبره نه ده شوې، مذاکرات به کيږي، بيا به وروسته کتل کيږي، چې ټي ټي پي «د پاکستاني طالبانو تحريک» دې خبرو کې څومره رښتينی دی.

معيد يوسف ويلي، ټي ټي پي اوس، هغومره ملاتړ نه لري، چې د پخواني افغان حکومت پر مهال ورسره کابل او هند مرسته کوله، تر اوسه له پاکستاني طالبانو سره هېڅ خبره هم نه ده شوې، په تېرو ختونو کې د تړونونو پر مهال پر ژمنو عمل نه دی شوی، که ټي ټي پي د حکومت رسمي حیثيت ته درناوی وکړي او اوربند ته غاړه کېږدي، نو تر هغه وروسته خبرې شونې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

############د پاکستانی طالبانو د راپیداکیدو وجه ستاسو ظلمونه او له امریکایانو سره ستاسو مرسته وه چی میلیونونه بی ګناه کسان مو په ووژل اوس غواړی چی ټر په پر پټ کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx