افغانستان

د افغانستان په اړه د هند د غونډې ګډونوال: له افغانانو سره دې بېړنۍ بشري مرستې وشي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۰ لړم، ۱۴۰۰ل): تېره ورځ د هند پلازمېنې نوي ډيلي کې د افغانستان په اړه د سيمې هېوادونو د غونډې ګډونوالو ويلي، چې په افغانستان کې روان اقتصادي او بشري وضعيت ته په کتو بايد له افغانانو سره بېړنۍ بشري مرستې وشي.

د هند په پلازمېنې نوي ډيلي کې د سيمه‌ييز امنيت په نوم دغې غونډې کې د هندي چارواکو سربېره د روسيې، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان د ملي امنيت سلاکارانو هم ګډون کړی و، خو پاکستان او چين په کې ګډون نه و کړی.

هندي چارواکي وايي، په دغه ناسته کې يې د ګډون لپاره اسلام اباد او بيجينګ ته هم بلنه ورکړې وه، خو د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف او د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ وينبين ويلي، چې په دغه ناسته کې ګډون نه شي کولای.

افغان حکومت د هند په کوربه‌توب د جوړې شوې ناستې هرکلی کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت مرستيال وياند مولوي انعام الله حبیبي سمنګاني په يوه ويډيويي پيغام کې د دغې ناستې هرکلی کړی او هيله يې ښکاره کړې، چې دغه ډول ناستې به د افغانستان او سيمې وضعيت لپاره ګټورې تمامې شي.

د افغانستان په اړه د هند غونډه په داسې حال کې تېره شوه، چې نن پنجشنبه اسلام اباد هم د افغانستان په اړه د يوې ناستې کوربه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx