افغانستان

افغان حکومت: ملکي او پوځي پيلوټان دې په ډاډه زړه خپلو دندو ته راوګرځي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت له ټولو ملکي او پوځي پيلوټانو غوښتي، چې بېرته خپلو دندو ته راوګرځي او د افغانستان هوايي حريم يې په خدمت کې دی.

د افغانستان اسلامي امارت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد په کابل کې يوې خبرغونډې ته د وينا پر مهال ويلي، چې حکومت د افغانستان وضعيت بېرته عادي کولو لپاره ټولو افغان کادرونو ته شديده اړتيا لری او افغان پوځي او ملکي پيلوټان به بېرته پر خپلو مسلکي دندو وګوماري.

ښاغلي مجاهد دغو پيلوټانو ته ډاډ ورکړی، چې امنيت به يې په بشپړ ډول خوندي وي.

د اسلامي امارت وياند ويلي، حکومت ټولو ته عمومي عفوه کړې، دلته امنيتي ستونزې نه شته، ټول ملکي او پوځي پيلوټان به بېرته خپلو دندو ته ستنيږي، حکومت به ورته د مسلکي دندو زمينه برابروي او کوم پيلوټان چې تښتېدلي، دا د اندېښنې وړ خبره ده.

د يادونې وړ ده، چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته لسګونو پيلوټانو د افغانستان هوايي ځواک چورلکې تاجکستان ته تښتولوې وې.

تېره ورځ هم يو شمېر رسنيو ويلي و، چې امريکا په تاجکستان کې بند ۱۴۳ پيلوټان درېيم هېواد ته لېږدولي او تر هغه وروسته به يې امریکا ته بيايي.

خو د افغانستان اسلامي امارت له ټولو پيلوټانو او نورو پخوانيو مسلکي حکومتي چارواکو غوښتي، چې بايد له افغانستانه ونه تښتي، په ډاډه زړه د هېواد او ولس خدمت وکړي او حکومت به ورته هر ډول کاري او امنيتي زمينه برابروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Farhad

دی پیلوټانو کوم پاکستان بمبارکړوو چی تاسویی آرمان کړی؟ دوی خو افغان وژونکی هغه ظالم ،مرتد، غلام، بی رحمه قاتلان وو چی ټوله ورځ به یی زمونږه کلی کورونه بمبارول وارړه او سیاسری به یی را شهیدانولی . که طالبان وغواړی په کم وخت کی په ملی روحه ده دوی نه ډیر ښه پیلوټان تربیه کولی شی. ده خدای نعلت او قهر دی وی پدی قاتلانو ګوډاګیانوپیلوټانو او ده دوی په خوښونکیو.

طوطی

کندهار، هلمند، لوګر او ننګرهار کی هر شپه هدفی مرګونه کیږی څه تظمین ور کوالی شی؟ دا خوسی خبری دی چی راشی ژوند مو په امن کی دی. ولی داعش ته ورنشی چی درست قدر یی وشی او پر وخت ورته ډالری تنخواه ونرسی؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx