خبرتیاوی او پیغامونه

د تخصص مینه والو عالمانو ته زیری

له دیني مدارسو څخه فارغو شویو ټولو هغو افغان عالمانو ته، چې له لوړو زده کړو سره علاقه لري، خبر ورکول کیږي چې په جامعه قاسمیه (نوښار، اکوړه خټک) کې د «تخصص في الفقه والافتاء» په څانګه کې نوم لیکنه (داخله) پیلیږي.

نوم لیکنه د روانې هجري قمري میاشت (شوال) په «۱۷» د چهار شنبې په ورځ پیلیږي، او ټاکل شوې چې درسونه به یوه اونۍ وروسته د شوال د میاشت په «۲۴» د چهارشنبې په ورځ پیل شي.

د یادونې وړ ده چې سږکال د فقهي مضامینو د تدریس تر څنګ د «قضاء، حدیثو، دعوت، او صحافت» په برخو کې ځانګړي مضامین هم د تدریس لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د دې تخصص ځانګړنه دا ده چې ځوانان عالمان له قلم او لیکوالۍ سره هم اشنا کوي، چې نه یوازې دیني عالمان بلکې تکړه لیکوالان، ویناوال او مناظرین هم وي.

مینه وال کولای شي د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندې شمیره اړیکه ونیسي:
۰۳۰۰۵۷۷۸۲۵۳

باید وویل شي چې دا جامعه په ۱۴۲۵ ق کال د نامتو عالم مرحوم مولوی رحيم الله (زرمتي) له خوا تاسیس شوې تر څو هیواد او ولس ته په اسلامي او عصري علومو سنبال دیني شخصیتونه تقدیم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x