دیني، سیرت او تاریخ

په معاصره نړۍ کې د مسلمانانو د زوال لاملونه

م. نورالله عزام

په نن عصر کې مسلمانان په روحي او مادي لحاظ د کفري نړۍ تر اغېز لاندې راغلي دي او د فکري مبارزې په ډګر کې له زوال سره مخ دي، د دې ګڼ شمېر لاملونه دي چې څو مهم يې دلته را اخلو:

1- د عقيدې کمزوري:
پر الله تعالی ټينګ ايمان او بروسه لرل انسان په معنوي او مادي ژوند کې خود کفا کوي، قوي عزم او لوړ همت ور په برخه کوي، استغنا پکې راولي، کاري وړتيا او له کار سره ليوالتيا يې زياتوي، يوازې خپل رب ته يې متوجه کوي او د الله تعالی د نصرت لامل ګرځي، دا چې په نننۍ نړي کې د مسلمانانو عقيدې او ايمانونه کمزوري دي، د دښمن له مادي قوت څخه متاثره دي، د نړۍ په هره برخه کې ځپل کيږي او په ډېر بد او مظلوم حالت کې ژوند کوي، دښمنان يې د ليوانو په څېر له هرې خوا پرې راټول دي او په مختلفو نومونو او پلمو يې هېوادونه ور خرابوي، وژني يې او زندانونه ترې ډکوي… دا چې مسلمانان له دې سترې غمېزې څخه څنګه ووځي يوازينۍ لار يې دا ده چې د اسلام د لومړني نسل په څېر پر الله تعالی ټينګ ايمان او کلکه عقيده وساتي او دا باور ولري چې هرڅه د الله تعالی په امر تر سره کيږي، تل الله تعالی په پټه او په ښکاره ياد کړي او د الله تعالی له نېکانو بندګانو سره دوامداره اړيکي وساتي، د بل مسلمان درد خپل درد وګڼي او تر خپله وسه يې هر ډول مرسته وکړي. عبادات په ښه توګه ترسره کړي، فرائض او واجبات په ښه توګه ادا کړي او له منکراتو ځان وساتي، د دين د هر خدمت لپاره هر ډول قرباني ته تيار و اوسې او د الله تعالی په لار کې د اعلاء کلمة الله لپاره جهاد وکړي… ځکه چې کله مسلمانان پر الله تعالی کامل ايمان او قوي باور ولري نو بيا د الله تعالی مرسته ورسره حتمي وي، الله تعالی فرمايي:
[وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ] [سورة آل عمران: ۱۳۹] ترجمه: نو تاسو مه سستېږئ او مه خپه كېږئ او همدا تاسې برلاسي ياست كه مؤمنان اوسئ.

2- د عملونو ضعف:
اسلام له ايمان او عمل څخه عبارت دی، بې ايمانه عمل او بې عمله ايمان اسلام نه دی، په عمل سره انسان پرمختګ کوي، ټولنه رغوي، د اصلاح پر لور يې بيايي او خپلو موخو ته رسېږي… دا چې په نن عصر کې د مسلمانانو لويه برخه د دين له اساساتو څخه نا خبره دي او په هر ديني عمل کې کمزوري دي؛ نو ځکه يې د دښمن په وړاندې د مقابلې توان له لاسه ورکړی… د نېکو عملونو د تر سره کولو لار دا ده چې مسلمان بايد د خير په کار کې تر ټولو وړاندې وي، ټول عبادات په ښه توګه تر سره کړي، له دين څخه ځان خبر کړي، له پوهانو تجربې ترلاسه کړي او له علماوو او نېکانو خلکو سره د زړۀ تعلق وساتي، ځکه چې د نېکو عملونو په صورت کې له مسلمانانو سره الله تعالی وعده کړې چې د ځمکې خلافت به ورکوي، الله تعالی فرمايي:
[وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا] [سورة النور: ۵۵] ترجمه: له تاسې نه چې كومو كسانو ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي، الله وعده ورسره كړې ده چې خامخا به يې په ځمكه كې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لكه هغه خلك چې له دوى مخكې يې خليفه ګان كړي وو او حتماً به يې هغه دين ورته محكم كړي چې دوى ته يې خوښ كړى او له وېرى وروسته به يې حالت په امن بدل كړي…

3- په دين سم نه پوهېدل:
د نن عصر د مسلمانانو زياته برخه تر ډېره حده د خپل دين له عمق څخه ناخبره دي، په ديني علومو کې ډېره کمه پوهه لري او په همدې ناخبري کې له اوسنۍ مفسدي رسنۍ سره ټينګي اړيکي ساتي، د فساد هر ډول چينلونه اوري او ويني او په دې نه پوهېږي چې په کومو خبرو سړی له دين څخه لري کيږي او په کومو خبرو د مسلمان عقيده خرابيږي. د دې کمزورۍ د لري کولو لپاره ښه لاره داده چې مسلمانان خپل اولادونه په ديني روحيه وروزي، ديني مدرسو ته يې وليږي، زده کړي ورباندې وکړي او ورسره د اوسني عصر له ضروري علومو او د دښمنانو له دسيسو او پلانونو يې خبر کړي، له ټولو ديني طبقو، نيکانو خلکو او علماوو سره اړيکي وساتي، د قرآن کريم او ديني مسائلو په غونډو کې ګډون وکړي او د ورپېښو مسائلو د حل لپاره له علماوو سره دوامداره اړيکي وساتي ځکه چې له پوهي پرته له دښمن سره فکري مقابله نا شونې ده او څوک چې د علم څخه برخمن شي هغه له ستر خير څخه برخمن دی، الله تعالی فرمايي:
[يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاء وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ] [سورة البقرة:۲۶۹] ترجمه: چاته چې غواړي حكمت وركوي او هرچاته چې حكمت (علم) وركړ شو نو بى شكه ډېره ښېګړه وركړى شوه او له عقل منو پرته بل څوك پند نه اخلي.

4- په عصري علومو کې کمزوري:
د اسلامي هېوادونو زياتره تعليمي منهجونه نېمګړي او غير معياري دي، ځيني يې نګه ديني او ځيني بيا يوازې پر عصري مضامينو ولاړ دي، چې له امله يې مسلمانان پر دوه طبقو وېشل شوي دي، عصري او ديني طبقه، د مسلمانانو معياري تعليمي منهجونه هغه ول چې نړۍ ته يې د امام رازي، خوارزمي، ابن رشد، ابن سينا، البيروني، فارابي او ابن خلدون په څېر زرګونه داسې فيلسوفان وړاندې کړل چې هم په دين ښه پوهېدل او هم د معاصري نړۍ بې مثاله فيلسوفان ول، د نن عصر مسلمانانو کې تکړه او ما هر خلک ډېر کم پيدا کيږي او کمه اندازه خلک په خپل ذوق او انفرادي کوښښونو څۀ ناڅه مهارت ترلاسه کړي خو هغه بيا د لوېديځ د بې دينه فلسفې او چاپېريال تر اغېز لاندې راغلي وي، عصري طبقه بيا تر ډېره له ديني علومو سره نابلده وي، زياتره وخت د دښمن په لاس کې ولوېږي او هغوی يې په غير شعوري توګه د خپلو ګټو لپاره وکاروي. د مسلمانانو يوه حتمي اړتيا دا ده چې په خپلو سېمو کې داسې معياري تعليمي ادارې جوړي کړي چې د عصري علومو ترڅنګ ديني علوم هم پکې تدريس شي، او د وخت او حالاتو له اړتياوو سره سم هر مسلمان لږ تر لږه په روان وضعيت خبر وي او د دې ترڅنګ مسلمانان بايد په هره سېمه کې د عصري علومو متخصصين ولري، خو مسلمانان چې د دنياوي علومو په هره برخه کې زده کړي کوي بايد د خپل دين له ضروري علومو سره اشنا وي.

5- په پرمختللو وسلو او نوې ټيکنالوژي کې پاتي والی:
په کائناتو کې د الله تعالی تګلاره دا ده چې د انسانانو ترمنځ د تفوق او برلاسي يو مهم لامل دنياوي وسائل دي، چې يو څوک قوي ځواک او وسائل ولري کولی شي پر خپل رقيب برلاسی شي، له دې وسائلو څخه مهم يې وسلې او نوې ټيکنالوژي ده، د وسلو په مټ انسان کولی شي پر نورو خلکو واکمني وکړي، خپله داعيه تر نورو ورسوي… د اسلام يو مهم رکن جهاد دی، کله چې دښمن له اسلامي دعوت منلو څخه انکار وکړي؛ نو بيا يې پرضد د وسلې په مټ د جهاد حکم شوی دی… د بشري پرمختګ او برلاسي لپاره په هره زمانه کې پرمختللي وسائل او ټيکنالوژي کارول کيږي، د وخت او حالاتو سره سم ډول ډول وسائل جوړيږي ، په نن عصر کې د مسلمانانو د زوال يو ستر لامل دا دی چې په عصري وسلو او نوې ټيکنالوژي کې وروسته پاتي دي، يو وخت چې مسلمانانو د نړۍ په سطحه قوي ځواک او ټيکنالوژي لرله، هغه مهال دښمن نشو کولی د اسلامي نړۍ پولو ته راداخل شي او يا د نړۍ په يوه برخه کې کوم مسلمان ته زيان ورسوي، اوس چې مسلمانانو پرمختللې ټيکنالوژي پرېښي ځکه يې دښمن ور باندې برلاسی دی… الله تعالی مسلمانان هڅولي دي چې د زمان او مکان له حالاتو سره سم او د جديدو وسائلو په مټ د دښمن په وړاندې پوره استعداد او اعداد ولري، او د هر ډول وسائلو په وړاندې له پرمختللو وسائلو څخه کار واخلي، جوړي يې کړي او له دښمن سره مقابله وکړي… الله تعالی فرمايي:
[وَاَعِدُّوا لَهُمْ مّااستَطَعْتُمْ مِنْ قُوّةٍ وَمِنْ رِباطِ الخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِه عَدُوّاللّهِ وَعَدُوَّکُمْ… ] [الانفال: ۶۰] ترجمه: او چې څومره مو وس وي د هغوى (کافرانو د مقابلې) لپاره ښۀ ځواك او روزل شوي اسونه چمتو كړئ چې په هغه سره هم دالله او هم خپل (اوسنی) دښمن ووېروئ…

6- جهاد پرېښودل:
جهاد د اسلام اساسي رکن دی، د جهاد په مټ مسلمانانو وکولی شول نړۍ ته د وروستي پيغمبر رښتينی پيغام ورسوي، خلک د الله دين ته راوبلي، انسان د بنده له بندګۍ خلاص کړي او د يوه خالق عبادت ته يې راوبولي، جهاد د مسلمانانو د عزت ساتنې تر ټولو ستره وسېله ده، په جهاد سره مسلمانه ټولنه له فساد، ذلت او نورو امراضو څخه ژغورل کيږي، د جهاد په لار کې چې څوک ووژل شي هغه شهيد دی او چې روغ راوګرځي هغه غازي او ولي دی، کله چې د زمکي پرمخ جهاد و مسلمانانو پر ټوله نړۍ غلبه لرله، د درې سترو اسلامي خلافتونو د بقا مهم لامل جهاد و، د جهاد له برکته دين په ټوله نړۍ کې خپور شو او اسلامي شريعت تطبيق شو… که مسلمانان جهاد پرېږدي، د آخرت کارونه پرېږدي او يوازې په دنيايي کارونو مصروف شي، نو له ذلت سره به مخ شي، نبي عليه السلام فرمايي: اذا تبايعتم بالعينة، و اخذتم اذناب البقر، ورضيتم بالزرع، وترکتم الجهاد سلط الله عليکم ذلا، لا ينزعه حتی ترجعوا الي دينکم( ).
ژباړه: کله چې تاسو په سوداګرۍ بوخت شی، (بيع العينه يو شی په نېټه اخيستلو ته وایی چې په نېټه يې په ګرانه بيه واخلي او بيا يې په ارزانه بيه خرڅ کړي) په مال ټولو بوخت شئ (چې د اسونو سپرلي پرېږدي او په غوايي پسې شئ)، په کښت کاري راضي شئ او فرض جهاد پرېږدئ نو الله تعالی به ذلت در باندې راولي تر هغو به تاسو له ذلت څخه ونه وځئ ترڅو چې مو بېرته خپل دين ته رجوع نه وي کړې.
دغه راز د جهاد ستر هدف د عقېدې حريت او د ديني شعائرو ساتنه ده، د مسلمانانو لپاره ازمايښت، روزنه او اصلاح ده، د کافرانو په زړونو کې وېره اچوي، ذليله کوي يې او دسيسې يې له منځه وړي، منافقين افشا کوي، د کافرانو د يرغلونو مخه نيسي او بالاخره د جهاد په مټ د ځمکې پرمخ د الله تعالی نظام رامنځته کيږي( ).
نن مسلمانان د نفوذ او تعداد له پلوه د نړۍ دويم ستر قوت دی، او په (۵۷) اسلامي هېوادونو کې په مليونونو مسلمانان ژوند کوی، پر ځينو اسلامي هېوادونو کفارو يرغلونه کړي دي، پر مسلمانانو بې دريغه ظلمونه کوي او هره ورځ په لسګونو ماشومان، تور سري، بوډاګان او ځوانان شهيدانوي، خو بيا هم څوک د جهاد غږ نه پورته کوي، ډيری مسلمانان داسې انګېري لکه جهاد چې د تېري زماني يو حکم و او اوس منسوخ شوی وي… ترڅو چې مسلمانان د کفارو او اسلام دښمنو قوتونو په ضد له جهاد څخه کار وانخلي تر هغو به مسلمانان همداسې مغلوب وي…

7- اقتصادي ضعف:
د اسلامي نړۍ جغرافيه د خدای ورکړو زېرمو له پلوه ډېره بډايه او له پرېمانه وړيا نعمتونو څخه برخمنه ده، د نړۍ تر ټولو قيمتي زېرمي د مسلمانانو په خاوره کې دي او مهم تجارتي بندرونه، سمندري او ځمکنۍ لاري د مسلمانانو پر جغرافيه تېر شوي دي، مګر بيا هم مسلمانان د غربي نړيوالتوب تر محاصرې لاندې دي، او سودي راکړې ورکړي، فساد او بډو اخيستنو اسلامي نړۍ تباه کړه. له دې بد حالت څخه د وتلو لاره داده چې مسلمانان له ټولو ناروا اقتصادي نظامونو ځان خلاص کړي، د عوائدو ناروا لاري بندي کړي، سودي نظام له منځه يوسي او د اسلامي بانکوالي نظام خپل کړي او زکاتونه، صدقات او خيراتونه په سهي لاره مصرف کړي، د معياري اسلامي بانکوالۍ نظام نه يوازې دا چې خپل يې کړي بلکې نړۍ ته يې د يو مثالي نظام په توګه وړاندې کړي… د اسلامي هېوادونو چارواکې بايد په اسلامي نړۍ کې تر خاورو لاندې زېرمې د اغيارو له لاسونو وباسي او پخپله د دې زېرمو د را ايستلو او کارولو لپاره په ګډه يوه قوي لائحه جوړه کړي، د دې لپاره لومړی او اړين اقدام دا دی چې په اسلامي هېوادونو کې د بهرنيو تجارتي او خدماتي کمپنيو کارونه محدود کړل شي، سېمه ايزو مصنوعاتو ته مخه ورکړل شي او د هر کار لپاره مسلکي او ماهرين خلک تيار کړل شي، له دنيا سره د بې حده مينې نظريه ماته کړل شي او د اخرت فکر د پيدا کولو لپاره کوښښ وشي ترڅو د بډو اخيستني او بدو عملونو رېښې ووځي او اسلامي نړۍ پر خپلو عوائدو تکيه شي او د مسلمانانو رهبران د ټولي اسلامي نړۍ د يو موټي کولو او يوې نړيوالې قوي اقتصادي اتحاديې د جوړولو لپاره د زړۀ له تله کار وکړي.
دغه راز د اقتصادي ودې لپاره د مالي وسائلو شتون هم ډېر اړين دی، د همدې وسائلو کمښت په ډېرو ځايونو کې د مسلمانانو د روحي او نفسياتي شکست لامل شوی دی. نېستي له منځه وړل اصلي مقصود نه دی چې موږ ټول کوښښ وکړو او ډېر مال پيدا کړو، ځکه چې د غربت ژوند رسول الله -صلی الله عليه وسلم- خوښ کړی دی، که موږ خپل ديني اصول عملي کړو او په ټولنه کې د هر چا حقوق ورکړو، زموږ شتمن خلک خپل زکاتونه او خيراتونه پر خپل وخت په سهي ځای کې مصرف کړي په اسلامي نړۍ کې به نېستمن خلک پاتي نه شي، د مدينې منورې ژوند ډېر ساده خو له ميني، اخلاص او صداقت څخه ډک وو، هغه مهال هلته داسې د ورورولۍ فضا وه چې په شتمنه ټولنه کې يې څوک تصور هم نشې کولی… مګر د ديني او ملي ګټو او پرمختګ لپاره د شتمني کمی يوه اساسي ستونزه ده، که مسلمان واکمنان د دې موضوع په خاطر له ښۀ تدبير څخه کار واخلي، خپل ذاتي مصارف کم کړي او ملي بوديجي په سمه توګه مصرف کړي نو دغسې مسائل نه پيدا کيږي خو متاسفانه چې په اوسنۍ نړۍ کې د مسلمانانو دغه ډول واکمنان ډېر کم دي. ښه لاره يې دا کيدلی شي چې د هېواد د تعليم او رغوني کارونو ادارې خپله شتمني په ښه توګه مصرف کړي، يوازې په بسپنه اکتفا ونه کړي، او له دې سره سره هر شخص په خپلو ذاتي لګښتونو کې کمي راولي او د خپلي سرمايي يوه برخه د ديني او ملي ګټو په خاطر مصرف کړي، که په ټولنه کې د ټولو افرادو داسې فکر جوړ کړل شي چې مسلمانان د يوه بدن د غړو په څېر دي او د بل مسلمان ورور درد خپل درد وګڼل شي او د خواخوږي نظريه عامه شي کېدلی شي په ټولنه کې د هر ډول ستونزو مخه ونېول شي.

8- په رسنيز ډګر کې کم فعاليت:
په رسنيز ډګر کې د اسلامي ادارو او تنظيمونو فعاليتونه په نړيواله کچه د نېشت برابر دي او د دې برعکس په اسلامي نړۍ کې ازاد خياله او سيکولر ډلې سلګونه ورځپاڼې، مجلې، جريدې، راډيو ګاني او ټلويزونونه لري، په دولتي سطحه د تلويزونونو او رادوګانو چينلونو هم کمی نشته خو نه يې اسلامي نړۍ ته کومه ګټه رسولې، نه هېواد او ملت ته، سهي مسلمانان په دې ډګر کې ډېر کمزورې دي، د دې نېمګړتيا د له منځه وړلو لپاره په رسنيز ډګر کې د ديني ښوونو په رڼا کې د ښۀ فعاليت پرته بله چاره نشته او تر ټولو غوره لاره يې داده چې اسلامي هېوادونه د رسنيو د فعاليت لپاره ځانګړې بوديجه وټاکي، له علماوو سره تر مشورې کولو وروسته ورته يوه قوي لائحه او نظام جوړ کړي، او په دې ډګر کې ښۀ مصارف وکړي ځکه چې د مسلمانو ولسونو د تسخير لپاره د دښمن تر ټولو مؤثره لار رسنيز ډګر دی او تر ډېره حده په دې ډګر کې بريالي شوي هم دي.

9- د اهل رهبرانو نه شتون:
يو ستر نعمت چې مسلمانان ورڅخه بې برخي دي، هغه دا چې په اسلامي نړۍ کې اهل او مخلص رهبران د نېشت برابر دي، په ديني او سياسي ډګرونو کې د ښۀ قيادت يوه خلا موجوده ده، د مسلمانانو رهبران په کومه ځانګړې تعليمي اداره کې نه روزل کيږي بلکې د يوڅو امتيازاتو څښتنان رامخ ته شي او د مسلمانانو رهبريت په لاس کې واخلي، د اهل رهبرانو نه شتون مسلمانان له سترو مصيبتونو سره مخ کړي دي، په دې تړاو يوه لويه ستونزه دا هم ده چې ولس د رهبرانو په انتخاب کې له دقت څخه کار نه اخلي، څوک چې يوڅه شتمني ولري او يا خانداني نفوذ ولري هغۀ ته رايه ورکوي او مشر يې ټاکي، که اهليت لري او که يې نه لري، په حقيقت کې مشرتوب يو سخت مسؤليت او ستر امانت دی او په دې امانت رسولو کې ولس او مشران دواړه دروند مسؤليت لري، ولس بايد لومړی په يو چا کې د اهليت صفتونه وګوري او بيايي مشر وټاکي، الله تعالی فرمايي:
[إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ إِنَّ اللّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا] [سورة النساء:۵۸] ترجمه: بې شكه الله تاسوته امر كوي چې امانتونه خپل اهل ته وسپارئ او چې كله مو د خلكو ترمنځ فيصله كوله نو په عدل سره فيصله وكړئ بې شكه الله تاسوته د غوره څيز نصيحت كوي، يقيناً الله ليدونكى اورېدونكى دى.
زموږ سياسي ضعف زموږ لپاره يو ازمايښت او سر خوږی دی، د همدې ضعف له امله په اسلامي نړۍ کې بنسټيزو مسائلو ته توجه نه کيږي او يو په بل پسې سياسي بحرانونه د عامو او سياسي خلکو صلاحيتونه ضائع کوي. سياسي بحرانونه په اسلامي نظام سره له منځه ځي مګر اسلامي نظام يو دم نشې راتللی، د دې لپاره ذهن سازي او زمينه سازي په کار ده، په نننۍ نړۍ کې يو دم جمهوري نظام له منځه وړل هم ګران کار دی، د دې لپاره بايد د ولس د عامه پوهاوي په خاطر د جمهوري نظام نيمګړتياوې او نا خوالي خلکو ته په ګوته شي او بيا په تدريج سره په ادارو کې اصلاحات راشي او د جمهوري نظام پرځای د ديني لارښوونو سره سم په حقيقي معنا متبادل شورا يي اسلامي نظام خپل کړل شي.

10- فکري جمود:
په مسلمانانو کې په عمومي توګه داسې يو فکر موجود دی چې د ديني موضوعاتو پرځای تر ډېره په تقليدي، نژادي، قومي او دوديزو کړنو ډېر وخت تېروي، دوی د فکري جمود ښکار دي، د خپل راتلونکي په اړه مايوسه دي او په دې نه پوهېږي چې څۀ وکړي. د دې لپاره چې په مسلمانانو کې ديني جذبه را ژوندۍ شي، بايد د خپلو اساسي کارونو لپاره پراخه سينه، قوي روحيات او ښۀ تدبير ولري، او د همدې فکر د احيا لپاره که علماء کرام، پوهان، شاعران، اديبان او ژورناليستان په پوره اخلاص، حکمت او تدبر سره د سهي تګلاري او ښۀ پلان له مخې کار وکړي، ښۀ کار کولی شي، دوی کولی شي په اسلامي امت کې د جمود او مايوسي فضا له منځه يوسي، د دې لپاره اړينه ده چې د هر دعوت او تقرير وروسته خلکو ته عملي تګلاره ور وښودل شي، تګلاره په داسې ترتيب ورته جوړه شي چې دوی له هغې لاري په ديني او فکري برخه کې عملي کار وکړای شي، په دې اړه د تبليغي جماعت له تګلاري څخه هم بايد ګټه واخيستل شي، هغوی په ډېره اسانه له عادي خلکو هم په ټوله نړۍ کې د تبليغ کار اخلي. دا هم مهمه ده چې پخپله د دعوت کوونکو عمل د دوی له قول سره برابر وي، دوی خپله د اسلام لپاره د قرباني ورکولو يوه عملي او غوره نمونه وي، که داسې نه وي بيا به نتيجه برعکس وي.

11- د نظم او ضبط کمښت:
نظم او ضبط د اسلام له اساسي غوښتنو څخه دی، په مسلمانانو کې د نظم او ضبط کمښت مسلمانانو ته ډېر تاوانونه رسولي، د دوی قوت يې ضائع کړی او همتونه يې له منځه وړي، مسلمانان تل بې پلانه ستر کارونه پيل کړي بيا په لنډ وخت کې هغه کارونه له منځه لاړ شي، کارونه پيل کړي او په بې تجربګي سره يې پرمخ بيايي، هيڅ کار له غوره تنظيم، پياوړي پلان او صبر او تحمل پرته پرمخ نشي تلای. د نظم او ضبط لپاره لومړنی قدم مشوره ده، د هر واړه او غټ کار لپاره بايد په خلاصه او ازاده فضا کې بيا بيا مشورې وشي، د يوې موضوع ټول اړخونه په دقيق ډول وڅېړل شي. دوهم شی د امير اطاعت دی، په دې اړه بايد هغه اياتونه او احاديث په غور سره مطالعه شي چې په هغو کې د امير پر اطاعت تاکيد شوی او هر کارکوونکي ته اړينه ده چې له خود رايي او ځان خوښوني څخه ځان وساتي، د شخصي ګټو پر ځای اجتماعي ګټې په نظر کې ونيسي، د مشرانو لارښووني ومني، ترڅو چې يو امير د شريعت په خلاف د کوم کار امر نه وي کړی تر هغو يې بايد کلک اطاعت وشي او امر يې ومنل شي. په غربي پوهنتونونو کې د وخت تنظيم او د کار تنظيم د يو مهم مضمون په توګه تدريس کيږي، له دغو مضامينو څخه دې د غرب زهرجني او ماده پرستي خبري وايستل شي او د هغوی له ګټورو شيانو څخه دې په خپلو ديني ادارو کې ګټه واخيستل شي تر څو د نظم او ضبط لپاره په عملي کار کې ورڅخه استفاده وشي.

12- پر دښمن خوشباوري:
په ننۍ نړۍ کې د زياتره اسلامي هېوادونو مشران له غربي قوتونو سره ښکاره او پټي اړيکي لري او پر غربي واکمنانو ډېر خوشباوره دي، د دوی له ماده پرستي مفکورې څخه تر اغېز لاندې راغلي دي، آن کله کله خو د خپل مسلمان ولس د ځپلو لپاره هم له دوی مرسته وغواړي، دغه راز د اسلامي نړۍ زياتره ځوانان په ځانګړې توګه د شتمني طبقې خلکو اولادونه په لوېديځ کې زده کړي کوي او يا د کاروبار لپاره هلته سفرونه کوي او بيا د غرب له ظاهري ښکلا څخه تر اغېز لاندې راځي. د دې لپاره چې مسلمانان د دښمن تر اغيز لاندې رانشي بايد د اسلام له واقعي تاريخ څخه ځان خبر کړي، مسلمان بايد په دې پوه وي چې د غرب اوسنی پرمختګ د اسلامي علومو له برکته دی او بايد د کتاب الله او سنت رسول په رڼا کې او له خپل پخواني تاريخ څخه په ګټه اخيستلو له خپلو فکري او علمي پانګو څخه په ښه توګه استفاده وکړي او په اسلامي لارښوونو په سهي توګه عمل وکړي، د دښمن هر ډول سياسي اقتصادي او بشري قوانينو باندې بايد خوشباوره نه وي، د دښمن هر پلان په ځېرکتيا او معقوله توګه وڅېړې او پر دښمن د يوازې خوشباوري پرځای په هر پلان کې دقيق او معقول سوچ وکړي او له لوېدېځ سره د متقابل احترام تر قانون لاندې پاليسي پرمخ بوزي نه د ړانده تقليد او خوشباوري پر اساس.

13- د نړيوال اسلامي وحدت نه شتون:
په نن عصر کې د مسلمانانو تر ټولو لويه ستونزه د نړيوال اسلامي وحدت نه شتون دی، مسلمانان د نړۍ په کچه نه سياسي وحدت لري، نه پوځي او نه هم اقتصادي، دوی د خپلمنځي اختلافونو له امله د نړۍ په هره برخه کې د دښمن تر ظلم او وحشت لاندې دي، د زياتره اسلامي هېوادونو واکمنان د خپلو محدودو ګټو ترلاسه کولو لپاره د مسلمانانو له دښمنانو سره اړيکي ټينګوي او د شخصي مفاداتو په خاطر د خپلو مسلمانو ورڼو د وژلو لپاره له دښمن سره لاس يو کوي، د غربي قوتونو د ګټو په خاطر مسلمانان وژني او هېوادونه يې ورانوي چې افغانستان، عراق، سوريه او ليبيا يې ښکاره مثالونه دي… د دې ستونزي يوازينی حل دا دی چې مسلمانان په پټه او ښکاره متحد شي، او داسې وګڼي چې مسلمانان يو امت دی او ټول اسلامي هېوادونو داسې دي لکه د يوه بدن غړي، ټول اسلامي ملتونه په هره ژبه او هر رنګ چې دي بايد د مسلمانانو د وحدت لپاره انفرادي او اجتماعي کار وکړي، علماء، پوهان، شاعران، اديبان او ژورناليستان بايد په دې اړه پوره کار وکړي، او د مسلمانانو يو والی تر بل هرشي مهم وګڼي ځکه چې مسلمانان که يو وي نو ټول به ژوندي وي او که بيل وي نو دښمن به يې د ليوانو په څېر يو په بل پسې تر ژامو لاندې کوي، په هر مجلس او ځای کې بايد د دې فکر لپاره کار وشي چې د مسلمانانو خپلمنځي اختلافونو ګټې يوازې دښمنانو ته رسيږي مسلمانانو ته يې هيڅ ګټه نشته، اختلاف په انسانانو کې يوه طبعې خبره ده، فرعي اختلافونه په هر وخت کې وي، او هغه د دين بنسټيزو کارونو ته تاوان نه رسوي خو د دې لپاره بايد په اساسي شيانو کې يو والی قرباني نه کړل شي، هر اختلاف دې تر خپل ځای او حدودو پورې محدود کړل شي، د فرعي اختلافونو له امله بايد اساسي اختلاف رامنځ ته نه شي، د شخصي ګټو پرځای د امت اجتماعي ګټې په پام کې ونېول شي او د دې لپاره بايد له هيڅ ډول قرباني څخه دريغ ونه شي… که په اخلاص کار وشي الله تعالی به مسلمانان په نړيواله سطحه د يو اسلامي سياسي، پوځي او اقتصادي وحدت څخه برخمن کړي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

لنډه ښوونه چه قرآنکریم په معنی زده نکی اوپرحکمویی عمل ونکی هیڅ کله به دکفاروله تسلطه نسی خلاص دغه چه ځان ته عالمان وایی اواوږدی ږیری یی پرایښی دی دقرآنکریمه ناخبردی دځانه یی دین جوړکړۍ دۍ ددنیائی ګټی اوقدرت حاصلولودپاره دغه اسلام دښمنان دی دادنیاموقتی ده،الله فرمایی:موقتی لذتونه واخلۍ آخر به موجهنم ته ورپری وهم،وګورۍ حقانی انسانی کسابانوته ترخپل ملت دپاکستان (I S I )ورته قدرمنه ده دخپلوځانو سیواداوعلم ښه ورته معلوم دۍ چه هیڅ حیثت نلری پراصلاحی پوستویی ډډی اچولی دی مستحقواولوی تعلیم وا لاووته یی نه ورکوی دملک دمظلوموغریبانوغم نکوی.عبدالواحداڅګزۍ

Habibi

الله مو له هر افت څخه وساته ډیر په زړه بوری معلومات او الله دنړی ټول مسلمانان په سمه لار روان کړی. امین.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx