ټولنیزه برخه

د پور معاملې لیکئ

حامد افغان

کله چې چا ته پور ورکړئ، یا خپلو کې په پور سودا سره وکړئ؛ نو دا معامله خامخا په یوه کاعذ ولیکئ، خرڅوونکی، اخیستونکی او شاهدان دې نومونه په کې ولیکي او د موضوع اړوند ټول جزئیات دې په تفصیل سره صفا او روښانه توګه ولیکل شي. دا ډول معامله او سودا ان که د زوی و پلار تر منځه وي، د سکنیو وروڼو ترمنځ وي، د هر ډول نږدې خپلوانو او ډېرو خوږو ملګرو تر منځ وي؛ بیا دې هم خپلو کې دا ډول لیکل حتماً سره وکړي او هیڅکله دې نه هېروي.

په دې باره کې هیڅ شرم او خجالت په کار نه ده، لکه ومو ویل که دا ډول معامله د هر څومره سره نږدې خلکو تر منځ وي هم، ځکه یو دا شرعي امر دی، قران کریم کې په دې اړه راغلی ایت د قران ترټولو ستر ایت دی، چې په پیل کې یې الله تعالی فرمایي: کله چې تر معلومې نېټې پورې د پور معامله کوئ؛ نو ویې لیکئ. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَاكْتُبُوهُ.

بله دا چې د وخت پر محاکمو وګرځئ، مختلفې دوسیې وپلټئ، داراز کور و کلي کې د خلکو تر منځ د شخړو او جنجالونو په اړه وپوښتئ؛ د ډېری شخړو او دعوو لامل به همدا د پور معامله نه لیکل وي، زموږ خلکو کې یو ډېر بد رواج دا دی چې د خپلوانو او سره نږدې خلکو تر منځ دا ډول لیکل نه کیږي، ځکه دوی فکر کوي چې پر یوه بل باور! لري، خو دېته فکر نه کوي چې د مال او پیسو ترلاسه کولو حرص او مینه دومره زیاته شوې چې په دروغو او حرامو خلک بند و خلاص نه دي، نو دا ډول باورونه هر وخت د شګو څلي کیدلی او ډېر اسانه نړیدلی شي. نو خامخا د پور معاملې لیکئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx