دیني، سیرت او تاریخ

د اسلافو خوږې خبرې

حشمت الله مياخيل

محدث امامِ شَعبی رحمه الله ويلي دي: چې څوک خپل ځان د ثواب لپاره له دې نه زيات محتاج نۀ ګڼي څومره چې فقير لره د خپلې صدقې محتاج ګڼي، هغۀ خپله صدقه ضائع کړه او هغه صدقه به ددۀ په مخ ورويشتلى سي. (احياء العلوم)

ايوب سختيانى رحمه الله ویلي دي: چې څوک الله تعالى سره د ديانتدارۍ معامله کوي هغه دا خوښوى چه څوک د هغۀ کور هم ونۀ پيژني چې کوم ځاى دی.

امام غزالي رحمه الله ليکلي دي:
چې لومړنیو خلکو به دا خبره بده ګڼله، چې يوه ورځ دې هم صدقې د نه ورکولو څخه  بغیر تيره سي. هغه که  يوه خرما وي، یا د ډوډۍ یو برخه.

حضرت ثابت بُنانى رحمه الله ويلي دي: چې يو بزرګ وفرمايل چې ماته معلوميږي چې زما کومه دعا قبوله سوه او کومه نه، خلکو عرض وکړه څنګه درته معلوميږې. ویې فرمايل چې کوم وخت مې په بدن رپېدل راسي او زړۀ مې وويريږى او سترګو نه مې اوښکې وبهېږي د دغه وخت دعا قبوله وي. (فضائل صدقات)

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x