
اسلاماباد ته د بهرنیو چارو وزیر سفر؛ اساسی بحثونه او حاشیوي نیوکې
ذاکر جلالي
پرون د نومبر پر ۱۰مه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د مالیې او سوداګرۍ وزیرانو په ګډون اسلاماباد ته ورسېده. له تحول وروسته دا پاکستان ته د افغان حکومت د لوړې کچې پلاوي لومړنی سفر دی.
د بحث اساسي موضوعات دوې اړخیزې اړیکې، د اړیکو نوی فصل، امنیتي مسئلې، ګډه سوداګري، ټرانزیټ، د تګ راتګ په لارو او د ولسونو ترمنځ په اړیکو بحثونه او خبرې اترې دي.
دوه اړخیزه سوداګري او ټرانزیټ د بحث اصلي محورونه جوړوي. د افغانستان او پاکستا ترمنځ سوداګري هم د سیاسي اړیکو په څېر، د خړې پړې سیاسي فضا څخه متاثره وه. تېرو دوو میاشتو کې هم زموږ سوداګري متاثره وه چې دلیل هم تېر وضعیت او افغانستان کې تازه تغییر و. له دې وروسته به سوداګري هم لکه سیاسي اړیکې، د کابل او اسلام اباد د ګټو پر محور وي.
ټرانزیټ بله مسئله ده. افغانستان غواړي د سیمهییزې سوداګرۍ محور شي. تېره اوونۍ د ازبکستان څلور کانټېنره سوداګریز مالونه د افغانستان له لارې پاکستان ته ورسېدل. دا د افغانستان په محوریت په سیمه کې د لا زیاتو او پراخو اقتصادي راکړې ورکړې لومړنی څرک دی. اوس افغانستان یو مسؤول دولت لري او جګړه هم الحمدلله له منځه تللې ده. پخوا د یوه مسؤول حکومت نشتون او د جګړې دوام په سیمهییزې سوداګرۍ کې د افغانستان د مرکزي رول اساسي خنډ و. اوس دا شرایط برابر شوي. افغانستان چې د سیمه ییزې اقتصادي راکړې ورکړې مرکز شي، دا د سیمې په سیاست او اقتصاد کې افغانستان ته لوړ لاس ورکوي.
په دې کې به د افغانستان اساسي ګټې وي:
لومړی د افغانستان ثبات به د سیمې له اقتصادي ګټو سره ونښلي. د سیمې هېڅ دولت به نه غواړي چې افغانستان ناامنه شي.
دویم، د افغانستان د دولت ملي بودیجې ته به هر کال د ټرانزیټ له درکه لوی عاید ترلاسه شي.
درېیم، د لارې په اوږدو کې به زموږ خلکو ته شغل ایجاد شي.
دا د اړیکو نوی فصل دی چې د افغانستان له خوا د افغانستان د ګټو ساتنه به په کې سره کرښه وي. د نوي تحول تر ټولو هیلهبښونکی ټکی همدا دی چې نوي چارواکي د وطن او ملي ګټو په تړاو د مالکیت یو ځانګړی احساس لري او د همدې احساس پر اساس سیمې او نړۍ سره تعامل کوي.
د پخواني پرځېدلي رژیم ځینو تښتېدلیو د سفر له اصلي موضوعاتو د عامه اذهانو د منحرف کولو لپاره دوه اعتراضونه کوي:
لومړی دا چې د بهرنیو چارو وزیر هرکلي ته ولې د پاکستان خارجه وزیر نه و ورغلی. لومړی دا کوم تشریفاتي اصل نه دی چې حتماً دې د بهرنیو چارو وزیر هرکلي ته د بهرنیو چارو وزیر ورځي. زموږ د بهرنیو چارو وزیر هرکلي ته په اسلام اباد کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر او ورسره افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړی استازی محمد صادق راغلي وو. پخوا د غني هرکلي ته ایله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس راته.
دا چې کابل کې د شاه محمود قریشي هرکلی زموږ د بهرنیو چارو وزیر وکړ، دا خپل دلایل لري. کابل کې له وروستي تحول وروستي امریکايي رسنیو او د هغوی «افغان» څانګو سخت منفي تبلیغات وکړل او لا یې هم کوي. دغو تبلیغاتو بهر نړۍ کې داسې فضا جوړه کړې چې ګواکې افغانستان کې ژوند ولاړ دی، د بهرني لوړپوړي پلاوي راتګ خو لرې پرېږدئ.
کابل ته چې د دغو تبلیغاتو سره سره هر بهرنی مېلمه راځي موږ یې په لوړه کچه هرکلی کوو. تر شاه محمود قریشي مخکې، د قطر، ازبکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو راتګ کې ټولو ته د بهرنیو چارو وزیر هوايي ډګر ته ورغلی وو. دا د هغو هڅو برخه ده چې د غربي تبلیغاتي څپو مقابله وشي او نړۍ ته، په تېره هغو هېوادونو ته چې موږ سره د ښه دیپلوماتیک تعامل لېوالتیا لري، وښيو چې وضعیت عادي دی او کابل کافي لېوالتیا او وړتیا لري چې نړۍ او سیمې سره ښه تعامل ولري. دغو هڅو د فضا په مثبت تغییر کې خپل مثبت رول لوبولی.
بله مسئله د پاکستانۍ الوتکې ده. نه یوازې اسلاماباد ته، بلکې د سیمې نورو هېوادونو ته هم کله چې کوربنو د افغانستان ځانګړو شرایطو او مسئلو ته په کتو کابل ته الوتکه استولې، زموږ چارواکو د هغوی په الوتکه کې سفر کړی. اریانا افغان هوايي شرکت د تېر رژیم د پراخ او سیستماتیک فساد له امله فلج ته نژدې و. نن اریانا افغان یوازې دوې الوتکې لري چې هغه هم د نوي حکومت د هڅو په پایله کې اوس اسلاماباد او ابوظبي ته الوتکې پیل کړي دي. د نوي حکومت یو اساسي لومړیتوب د اریانا بیا فعالول دي. هڅه کېږي چې اریانا نه یوازې پر ځان بسیا شي، بلکې دولت ته عایدات ولري.
د نوي حکومت چارواکي، د نورو برخو په څېر، په بهرنیو سرونو کې هم نهايي هڅه کوي چې نهایت لږ لګښت پر ملي بودیجه راشي. تېرو څه کم درېوو میاشتو کې یوازې د ازبکستان ته د حکومت د لوړپوړي پلاوي د سفر لپاره د اریانا الوتکه چارټر شوه. هغه مهال د اریانا بهرنۍ الوتنې نه وې پیل شوې.
پاکستان ته د سفر اصلي موضوعات د دوو اړخیزو اړیکو نوی فصل دی. له تحول وروسته غواړو چې پاکستان سره واضح بحث ولرو. په ماضي کې د دواړو دولتونو اړیکې د تېر تحمیلي وضعیت ښکار وې. افغانستان غواړي پاکستان ته پیغام ورکړي چې له دې وروسته باید دوې اړخیزې اړیکې یوازې او یوازې د کابل-اسلام اباد ترمنځ وي او له نورو فکټورونو متاثره نه وي.
کابل به له دې وروسته هېڅ هېواد سره خپلې اړیکې د نورو په اشاره نه تنظیموي. زموږ اړیکې به هر چا سره یوازې او یوازې زموږ د ملي ګټو له خوا رهبري کېږي. ورته توقع له نورو هم لرو. پخوا متاسفانه کابل خپل بهرنی سیاست نه درلود؛ ځکه تصمیم ګیري خپله نه وه.
افغانستان راپورته کېږي!
په عملي ډګر کې څه نه ليدل کيږي. افغانستان عملاً د تېر په څېر چې همدا پاکستان يې هم متحد وو طالب په نړيواله کچه وټکول شو او د ټکولو ليار يې هم همدې پاکستان ورکړه. اوس يې بيا عملاً ګورو چې افغانستان په نړيواله کچه تش په ميدان پاتې دی او همدا پاکستان يې د امريکا په نغوته چې په رسميت به يې نه پېژني هغه دی چې تر اوسه يې په رسميت لا پېژندلی نه دی. دا ځکه چې له سبا ورځې ډاريږي. روسان، چين او دا نور دې هم همداسې درواخله. طالبان يې چې شل کاله په… نور لوستل »
مونږ افغانان لہ پاکستانہ ولے دومرہ ګیلے کوو۔
پاکستان منافق ھم دے او زمونږ دښمن ھم دے نو مونږ لہ پکار دی چہ لہ خپلو دوستانو او خپلوانو ملکونو نہ ګیلے اوکړو لکہ ایران تاجکستان ھندوستان چا سرہ چہ زمونږ ژبہ او کلتور یو دے چا سرہ چہ زمونږ دخویاندو پرتوګ شریک دے، مونږ باید ھغوی تہ ورشوو چہ مو پہ رسمیت اوپیژنی او نور پاکستان تہ باید لاړ نشو۔
مننه جلالی صاحب
دا چې متقى صاحب ويلي چې مونږ ته د لوى او غښتلي اردو جوړولو ظرورت نشته يوه نامعقوله او بيعقله خبره ده. په کومه جغرافيه کې چې مونږ استوګن يو، بي زنډه او خڼډ يو ډير غښتلي او په مجهز نوى عسکري تکنالوژۍ په دردلو فوځ ته ظرورت لرو چې د خپلې جغرافيه دفاع وکړاى شو. بل بايد ملي اردو په اسلامي او ملي روحیه سنبال وي. د شرق او غرب جاسوسان په کښې ځاى ونلري. مننه