شعـــــرونه

د عشق بیعت/ زهاد

تپاند زهاد

ربه دا ستا په سپینه لاره به ځو
مینه ګټو تر سره انګاره به ځو

ځان مو کړ وقف د الله و دین ته
زره زره وجود تر یاره به ځو

ټوک توک بشر وړو د لمبو غیږي ته
لت پت شهید تر خپل نګاره به ځو

حورې غِلمان جنت مو نه دی مقصد
ربه دا ستا تر خوږ دیداره به ځو

مینه پالل د سر په بیه کیږي
لکه منصور ټوله تر داره به ځو

ژونده ډالۍ مو کړي و ژوند ته ګله
رشتیا د مېنې تر بازاره به ځو

تپاند زُهاد د عشق بیعت لرمه
د قربانیو تر ایثاره به ځو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx