ورزش

تکواندو لوبډله جي ۱ سیالیو کې له ګډون وروسته هېواد ته راستنه شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان تکواندو لوبډله چې د جي ۱ نړیوالو سیالیو لپاره پاکستان ته تللې وه نن پنجشنبه هېواد ته د یو شمېر بریاو سره راستنه شوه.

د تکواندو دغه سیالۍ د پاکستان په کوربه توب د ۱۷ هېوادونو ترمنځ چې ۳۶ لوبډلو او ۴۲۲ لوبغاړو په کې ګډون درلود ترسره شوې، چې افغانستان په ۷ مډالونو ګټلو سره څلورم مقام خپل کړ.

په دې سیاليو کې مرتضی صالح څلور پاکستاني، یو مصري او یو البانیايي سیال ته ماتې ورکړه او د درېیم وزن د اتلولۍ په خپلولو سره يې د سرو زرو مډال وګاټه.

دغه راز محمد اشرف شکران، رامش حسیني او حکمت الله زین د سپينو زرو مډالونه وګټل، ددې سربېره جواد ځاځي، عاطف الله یعقوبي او شهزاد خاکسار د برونز مډالونو ویاړ افغانستان ته راوړ.

په افغانستان کې د بدني روزنې او ورزش اولمپېک کمیټې له لوري په یادو لوبو کې ګډون کونکو لوبغاړو لپاره د ستاینې په پار غونډه ترسره شوه، چې د اولمپېک کمیټې سرپرست مشر ښاغلي نظر محمد مطمئن په ګډون د یادې کمیټې مشرتابه په کې ګډون کړی و.

د یادونې ده چې د تکواندو نړیوالې سیالۍ د نومبر میاشتې په ۶مه نېټه په پاکستان کې پېل او د همدغې میاشتې په ۹مه نېټه پای ته ورسېدې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx