ورزش

پاکستان او استرالیا د نړیوال جام په دوهمه نیمه پایلوبه کې مخامخ کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د شل اوریز نړیوال جام کرکټ سیالیو په ترڅ کې نن پنجشنبه د پاکستان او استرالیا کرکټ لوبډلې په دوهمه نیمه پایلوبه کې مخامخ کیږي.

پاکستان چې تر دې دمه په سږ نړیوال جام کې یوه غوره لوبډله ثابته شوې، په ګروپي لوبو کې یې د هند او نیوزیلاند سربېره ټولو څلورو لوبډلو ته ماتې ورکړې ده.

له دې وړاندې د پاکستان او استرالیا لوبډلې د ۲۰۱۰م شل اوریز نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې مخامخ شوې وې، چې استرالیا له سختې او جالبې لوبې وروسته بریا خپله او پاکستان یې له نړیوال جام بهر کړ.

خو اوسمهال داسې اټکل کیږي چې د پاکستان لوبډله د شل اوریز نړیوال جام تر ټولو غوره لوبډله ده او کولی شي استرالیا ته ماتې ورکړي. خو بل لوري ته د استرالیا لوبډله په یو شمېر غوره لوبغاړو مشتمله ده چې ترمنځ به یې جالبه سیالي ترسره شي.

تېره ورځ یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د یادې لوبډلې دوه مخکښ لوبغاړي شعیب ملک او محمد رضوان په تبه او زکام ناروغۍ اخته شوي دي چې په لوبډله کې یې شاملېدل شکمن شوي دي. خو نن د پاکستان لوبډلې منیجر رسنیو ته زیاته کړه چې د لوبغاړو روغتیا د پام وړ ده او لوبې ته چمتو دي.

د نړیوال جام دوهمه نیمه پایلوبه به نن ماښام د افغانستان پر وخت ۶:۳۰ دقیقې د عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

https://twitter.com/T20WorldCup/status/1458758993896161283?s=20

د یادونې ده، تېره ورځ د انګلستان او نیوزیلاند لوبډلو ترمنځ لومړۍ نیمه پایلوبه ترسره شوه چې نیوزیلاند د ۵ ویکټو په توپير انګلستان ته ماتې ورکړه.

پاکستان لوبډله د غوره توپ اچونکو ترڅنګ د پېلیز غوره لوبغاړي لري، چې بابر اعظم او محمد رضوان تر ټولو ښه ثابت شوي دي، خو شعیب ملک او اصف علي هم خپلې ځانګړتیاوې لري.

ددوی لپاره تر ټولو جالبه داده، چې د پاکستان په تېرو پنځو لوبو کې پنځه بېلا بېل د لوبې غوره لوبغاړي ورکړي دي، په دې معنا چې د لوبډلې توازن ښه جوړ او په غوره لوبغاړو راټوله ده.

استرالیا لوبډله که څه هم د پنځوس اوریز کرکټ نړیوال جام تر ټولو زیاتې اتلولۍ ترلاسه کړي، خو تر دې دمه یې د شل اوریز جام اتلولي نه ده خپله کړې، خو برعکس پاکستان په ۲۰۰۹م کال کې دغه اتلولي د یونس خان تر مشرۍ لاندې خپله کړې ده.

د دوهمې نیمه پایلوبې ګټونکې لوبډله به د یکشنبې په ورځ د نومبر په ۱۴مه نېټه په دوبۍ لوبغالي کې د نیوزیلاند لوبډلې سره مخامخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx