د نن سرلیکنه

نړیوال څارونکي د ټاکنیزې لانجې په هواري کې ناکام دي- سرمقاله

نن ټکی اسیا- سرمقاله: نن یوځل بیا د رایو د تفتیش پروسه تر پیل له مخه له ځنډ سره مخ شوه.

له کله چې دجان کیري په منځګړیتوب د ولسمشریزو ټاکنو د دوو سیالو نوماندانو ترمنځ جوړ جاړی شوی دا څلورم ځل دی چې د رایو بیا شمیرنه له خنډ سره مخ او ځنډول کیږي.

که څه هم چې هر ځلې تر ځنډ وروسته هم د انتخاباتو کمیسیون چارواکي او هم د هغوي بهرني پلانوونکي (یوناما او په کابل کې د امریکې سفارت) دا ژمنه کوي چې نور به د رأیو بیاشمرنه له ځنډ سره نه مخ کیږي ، خو هرځلې د هغوی د ژمنې او وینا برخلاف بیاهم د رأیوشمیرنې پروسه په هغې کې د شته ستونزو له وجې له خپل ټاکلي وخت نه ځنډول کیږي.

ښايي د رایو شمیرلو د ځنډ تسلسل همداسې دوام پیدا کړي او بالاخره داسې یوې مرحلې ته ورسیږي چې هلته بیا نه د جان کیري منځګړیتوب اغیز ولري ،او نه هم په کابل کې د امریکي د سفارت تهدید او ترغیب.

دغه مرحله حتما راتلونکې ده ؛ ځکه ټاکنیزه پروسه له پیله نه د افغانانو په ابتکار ایجاد شوې او نه هم د هغوي په مهندسي پر مخ بیول کیږي ، بلکې د هغې پیل د هغو امریکایانو په نوښت شوی چې هغوی په لوي لاس سیال انتخاباتي ټیمونه یو د بل پرخلاف تحریکوي او د هغوی په منځ کې جنجالونه راپیداکوي.

د انتخاباتي سیالو لوریو ترمنځ راپیداشوی جنجال هم اختیاري جنجال نه بلکي د امریکایانو په لاس رامنځته شوي مصنوعي جنجال دی او که نن امریکا د هغه ختمول وغواړي نو د جنجال کوونکو لوريو تر منځ به هیڅ ستونزه نه وي.

ځکه مونږ ولیدل چې همدغه متخاصم لوري چې هر یوه یې دبل پرخلاف دوسلې اخیستلو او وینو بهولو ګواښونه کول د جان کیري په یوه اشاره یوبل ته ور ترغاړه وتل.

امریکایانو له تیرو ۱۳ کلونو راهیسي په افغانستان کې د دغسي مصطنعو جنجالونو له لارې داسې ستونزې راپیداکړې چې اوس یې دوی هم په لوموکې ګیر پاتي دي.

اوس هم د ټاکنیزې پروسې ټول کړکیچ د امریکايي مداخلې او شیطانت ښکاره محصول دی ، اود دوی له همدغې مداخلې او لاس وهنې څخه هغه پایلې متوقعې دي کومې چې د هغوی پوځي مداخلې په افغانستان کې ورکړې.

لکه څرنګه چې په افغانستان کې د ثبات را وستلو په پلمه د امریکایانو مداخله د افغانستان ترڅنګ د ټولې سیمې د بي ثباتي لامل شوه ، همداشان به د انتخاباتو او د افغانستان د نظام جوړونې په پروسه کې د هغوی مداخله حتما داسې نتیجه ورکوي چې افغانان به تر ډیرو پوري یو د بل پرخلاف په جګړه اخته وي.

اصلا د انتخاباتي پروسي اصلي طراحان (امریکایان) نه غواړي چې دغه پروسه دې په مسالمت امیزه ډول حل شي ،بلکې هغوي په یاده پروسه کې قصدا داسې خنډونه ایجادوي چې د دوی مداخلې ته ورکې ضرورت پیداشي .

خو د انتخاباتي لانجې په شمول د افغانستان په ټولو چاروکې د امریکایانو مداخله هغه اساسي ستونزه ده چې د افغانانو له ملي مصلحتونو سره په ټکر کې ده او همدغه ټکی د افغاني لانجې هسته جوړوي .

امریکایان د افغانستان په لانجه کې دا ډول مداخله کوي چې هغه د خپلو مصالحو په نفع پای ته ورسوي ، خو د هغوي منافع بیا په مجموع کې د افغانانو له ملي مصالحوسره په ټکر کې دي او همدا لامل دی چې افغاني لانجه ورځ تر بلې د بحران خواته نیږدي کیږي، او ترڅو چې خپله افغانان د دغې جوهرې ستونزې په حل فکر ونه کړي هیڅ کله به د امریکایانو په شمول د نورو بهرنیانو په مرسته په افغانستان کې سوله اوثبات رانشي.

د نن ټکي اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x