افغانستان

بهرنیو چارو وزیر د اسلام اباد ستراتيژیکو مطالعاتو انستیتوت کې لیکچر ورکوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن (جمعه، نومبر ۱۲مه) د سلام اباد ستراتيژیکو مطالعاتو انستیتوت کې لیکچر ورکوي.

امیرخان متقي د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په درې ورځېني سفر اسلام اباد ته تللی دی.

د اسلام اباد ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز پر خپلې ویبپاڼې د ښاغلي متقي د لیکچر خبر ورکړی دی.

دغه لیکچر د یاد انستیتوت د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا د مرکز له خوا برابر شوی دی او تمه ده چې مهم پالیسي سازان، ستراتيژیکو مسایلو څېړونکي، اکادميکي څېرې او مهم چارواکي به په کې ګډون وکړي.

بهرنیو چارو وزارت سرچېنې وايي چې ښاغلی متقي به په دغه لیکچر کې د افغانستان او پاکستان پر اقتصادي، سیاسي او تجارتي اړیکو او هغه اړخونو وغږیږي چې د دواړو دولتونو پر ګټه وي.

د اسلام اباد ستراتيژیکو مطالعاتو مرکز په ۱۹۷۳ ز کال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا تاسیس شوی دی.

دغه مرکز په جنوبي اسیا؛ چین، جاپان او اسیا پسیفیک؛ افغانستان او مرکزي اسیا؛ ایران؛ منځنی ختیځ او  امریکا هیوادونو او په امنیت، پاکستان بهرنی سیاست، اتومي مسایل، ترهګري او ملیشو او په اجتماعو و اقتصادي مسایلو په اړه څېړنې کوي او هم په دغه هیوادونو او مسایلو علمي لیکچرونه برابروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

ښه ده، خو لېکلی لېکچر متن و مسوده به ورته چا جوړه کړې وي؟ او محتوا (محتوی) به يې څنګه وي؟
استقلاليت به پکې وي او که نه؟
غونډه خو د پاکستان، امريکا او د چين ترمينځ وه، نو طالبان يې څه ته غوښتي ول؟

طوطی

لکچر دی پریږده یار خلکو سره فریب او دوکې مکوه. د کابل هوایی ډګر کی د آریانا له طیاری سره عکس وباسی بیا چی کله اسلام آباد ته رسیګې نو د پی آی ای له طیاری څخه را کوزیګی. دا منافقت د متقی د خلکو خوش نشو. بیا هلته هم قریشی نه وه ورته راغلی لکه یوه عادی کس ته چی څوک ښه راغلاست وایی.

عظیمی

هغه هم ستا په شان يو عادى کس، مګر طوطى نه دى . څوک يى په رسميت نه پيژنى. مګر د خپل اعتبار او دخپل نظام په نمايندګى رسمى غوښتل سوى وو. هلته د ترويکا د سازمان غړى را ټول سوى وه او خپل نظريات يى د افغاننستان د آىنده او امنيت په حصه کى ورسه تبادله کوله. ستا کم ځاى په دا ټوله موضوع کى خوښ نه سو.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x