شعـــــرونه

عاشقانه قرباني

نن کوم عشق له معشوقې نه مې خپل ځان ځاروم
ځان خو لاڅه ترې کليوال اواشنايان ځاروم

دا خو سهي ده چې دا بعضې هيوادونه ځار شي
خو دا ناشونې ده چې ګران افغانستان ځاروم

ځکه چې دوی په مونږ ه څه څه وحشتونه تير کړل
نن يې قومونه ،نژادونه، خاندان ځاروم

که مې په تا سر له تن بيل شي هيڅ خبره نه ده
خو دا عبث ده چې په بل څه به خپل ځان ځاروم

سندرې غلې کړه فاسقه اذانونه کيږي
ستا غوندې ډير له تکبيرونو د اذان ځاروم

که خدای حاکم کړم يهوديان به غلامان وي زما
خو داسې نه چې له کافر به مسلمان ځاروم

روس،امريکا،جرمن، لندن او فرانسه او څو نور
دا په يوه ورځ له کوچني شينکي لغمان ځاروم

مشفقه ډير دې شي د پاک احساس سپيڅلي ځوانان
چې هر يو ووايې چې زه ځان له قران ځاروم

شاعر: مشفق حریتمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x