افغانستان

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سواګریزو چارو د آسانتیا په موخه ګډه کمیټه جوړیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو، مالیې او سوداګرۍ وزیرانو ترمنځ ناسته کې پرېکړه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د آسانتیا او لارو بندښت څخه د مخنیوي په موخه دوه اړخیزې ګډې کاري کمیټې تشکیل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې رسنیزې وینا پاڼې له لارې ویلي، چې په دغه ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د مالیې وزیر ملا هدایت الله بدري، د سوداګرۍ وزیر حاجي نورالدین او د هوايي چلند ادارې استازو او تخنیکي ټیمونو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د مالیې وزیر شوکت ترین، د سوداګرۍ وزیر رزاق داود او یو شمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې او دوه اړخیزو اړیکو باندې خبرې او بحثونه کړي دي.

په لیدنه کې افغان پلاوي د ګډې سوداګرۍ له لارې په سیمه ییز پیوستون کې د افغانستان پر کلیدي رول، هېواد کې رامنځته شوی امنیتي فرصت د دواړو هېوادونو او ټولې سیمې د اقتصاد د غوړېدو لپاره مهم وباله.

په دغه مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ډاډ ورکړی چې افغان سوداګرو ته به د پاکستان ټولو بندرونو ته د لاسرسي، د لاریو آزاد تګ راتګ، مسافرو ته د تلو راتلو په برخه کې د آسانتیاوو او د جلال آبادـ پېښور ترمنځ د مستقیم تګ راتګ په هدف د عامه بسونو د فعالیت د بیا پیل او په کمه بیه د اسلام آباد او کابل ترمنځ د الوتنو زیاتولو په ګډون آسانتیاوې برابرې کړي.

قریشي دغه راز ژمنه کړې چې د افغان حکومت غوښتنو او اړتیاوو ته په کتلو به تخنیکي برخو کې د ځوانانو روزلو، تحصیلي بورسونو زیاتولو، اوسنیو شرایطو ته په کتلو افغانانو سره د عاجلو مالي او روغتیايي مرستو رسولو ترڅنګ یو لړ نورو مواردو کې هم له افغانستان سره مرستې وکړي.

د ناستې په جریان کې افغان او پاکستاني پلاوو د لارو په اوږدو کې د مسافرو او سوداګرو د آسانتیا په موخه د دوه اړخیزو لوړو پوړو کمیټو په جوړېدو هوکړه وکړه، ترڅو له اړوند چارو نظارت او د لارو د بندېدو او سوداګرۍ د اغزمن کېدو څخه مخنیوی وکړي.

په وینا پاڼه کې ویل شوي چې افغان او پاکستانی لورو د مختلفو ادارو ترمنځ د ګډو تخنیکي ګروپونو په همغږۍ د ټینګار ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې، سوله او ټیکاؤ د واړو هېوادونو او سیمې د اقتصادي ښیرازۍ لپاره مهم وبللو.

باید وویل شي چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ ۲۰ کسیز افغان پلاوی چې د سوداګرۍ او مالیې وزیرانو او د هوايي چلند ادارې د استازي هم په ګډون لري، د پاکستان په سفر تللی دی.

په تیرو دوه ورځو کې افغان پلاوي د پاکستان له مختلفو چارواکو سره د لیدنې ترڅنګ په اسلام آباد کې د ترویکا پلس غونډې ګډونوالو سره ګډې ناستې کړي او په اړونده موضوعاتو یې خبرې او نظرونه تبادله کړي دي.

ټاکل شوې ده چې نن د جمعې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په اسلام آباد کې د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز ته وینا هم واوروي او په افغانستان کې د رامنځته شوي امنیتي فرصت او ټیکاو په هکله د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د شتمنۍ د کنګل کولو او په افغان ولس یې د مستقیمو زیانونو په هکله د افغانانو غږ ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx