افغانستان

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ لړم، ۱۴۰۰ل): لږه شېبه وړاندې د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنه شوې.

سیمه ییزې سرچینې وايي، چاودنه نن د جمعې په ورځ د سپین غر ولسوالۍ په «تریلي» سیمه کې د جامع جومات دننه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې خلک د جُمعې د لمانځه په اداء کولو بوخت وو.

د ننګرهار ولایتي چارواکي چاودنه تاییدوي؛ خو د هغې د څرنګوالي او تلفاتو په اړه څه نه وايي.

په ورته مهال یوې بلې سرچینې په چاودنه کې د لږ تر لږه ۲ تنه لمونځ کوونکو د شهادت او د ملا امام په ګډون د ۱۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

ویل کیږي چې چاودېدونکي توکي له وړاندې څخه په جومات کې ځای پرځای شوي وو.

تراوسه هیچا ددې چاودنې مسئولیت په غاړه منلی نه دی؛ خو تردې وړاندې داعش وسله والو د هېواد په یو شمېر جوماتونو او د شیعه ګانو په عبادت ځایونو کې بمي چاودنې ترسره کړي او ګڼو لمونځ کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx