افغانستان

ملګرو ملتونو د افغانستان طبي پرسونل ته د تنخواوو ورکول پيل کړل

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۲۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام «يو ان ډي پي» له ګلوبل فنډ ادارې سره د افغانستان طبي پرسونل د تنخواوو په اړه يو تړون لاسليک کړی، چې له امله يې پنځلس ميليونه ميلیونه ډالر د طبي پرسونل تنخواوې ورکول پيل شوي دي.

د افغانستان د نورو ادارو سربېره د روغتيا برخې کار کوونکي هم له سخت اقتصادي ستونزو سره مخ وو، خو د ملګرو ملتونو د دې همکارۍ په مرسته يې پر مړاوو هيلو د خوښۍ اوبه وشيندل شوې او د اوسمهال لپاره د روغتيايي سکتور ماشين له جام کېدو وژغورل شو.

د اګسټ په پنځلسمه، چې د افغانستان اسلامي امارت د کابل په شمول د ټول هېواد کنټرول په لاس کې واخيست، هغه مهال د روغتيا سکتور په شمول د ټولو ادارو کار کوونکو د تېر حکومت پر مهال دوه درې مياشتې تنخواوې نه وې اخيستې، خو د اسلامي امارت له راتلو وروسته هم وضعيت همداسې روان و او د دې سربېره د درملو او نورو خوراکي توکو کمښت د افغانانو ژوند له ستونزو او ګواښونو سره مخ دی، هر ډول نړيوالې مرستې درول شوي، ورځ تر بلې د وضعيت د خرابېدو اندېښنې وې، خو  د دې ټولو ستونزو او ننګونو سربېره هم ژوند تقریبا عادي روان دی.

د ميدان وردګو په مرکز ميدانښار کې يوې نرسې د ملګرو ملتونو د رسنيو څانګې ته ويلي، چې د يو ان ډي پي د مرستو له امله دوی وتوانېدل، چې د ناروغانو مرسته وکړي او د خلکو ژوند وژغوري.

د يادې نرسې په وينا د ميدانښار روغتون ته هره ورځ شاوخوا پنځه سوه ناروغان د درملنې لپاره ورځي او د دې مالي همکارۍ په مرسته به دوی وکولای شي، چې په اسانه خپلو دندو ته دوام ورکړي.

د رپوټونو له مخې د افغانستان روغتيا سکتور ۲۳ زره طبي عمله لري، چې د ۳۱ ولايتونو په دوو سوو مرکزونو کې کارونه کوي. د تنخواوو د ورکولو سره دغو مرکزونو ته د روغتيا اړوند سامانونو لېږدول هم پيل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام «يو ان ډي پي» مرستيال سواريو بزورو کووا ویلي، سره له دې، چې په دې مرستو سره ټولې ستونزې نه حل کيږي، خو د اوس لپاره د افغانستان روغتيايي سکتور له ويجاړېدو وژغورل شو او موږ د افغان ولس په زړونو کې د هيلو شمعې بلې کړې.

د افغانستان اسلامي امارت له راتلو سره له افغانستان سره ټولې بهرنۍ مرستې بندې شوي، تر اوسه لکونو حکومتي مامورينو ته تنخواوې نه دي ورکړل شوي.

ملګري ملتونه او نورې مرستندويه ادارې وايي، تر څو، چې افغان حکومت په رسميت نه وي پيژندل شوی، تر هغه وخته ورسره همکاري او مستقيمې اړيکې نه نيسي.

امريکا او نړيواله ټولنه په رسميت نه پېژندل د سياسي فشار په توګه کاروي

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې د ځينو ستونزو سربېره اوسنی حکومت د افغانانو لپاره ګټور دی او اړينه ده، چې د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپېژندل شي.

د پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه فضل هادي وزين وايي، چې د حکومت په رسميت نه پېژندو تاوان افغان ولس زغمي او نړۍ بايد د شته ستونزو سربېره د افغانستان حکومت په رسميت وپېژني.

پخوانی افغان ډيپلوماټ عزيز معارج وايي: «نړۍ د رسميت نه پېژندو موضوع د سياسي فشار په توګه کاروي.»

د افغانستان اسلامي امارت د حاکميت له دوو مياشتو زيات کيږي، تر اوسه هېڅ حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، خو د دې سربېره د امريکا، اروپايي ټولنې، روسيې، چين، ایران او پاکستان سربېره د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه له اسلامي امارت سره راشه درشه لري او داسې تمه شته، چې په لنډ راتلونکي کې د سيمې او نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه افغان حکومت په رسميت وپېژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx