افغانستان

کندوز کې د غلو لخوا دوه تنه د څټک په ګوزارونو وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ لړم، ۱۴۰۰ل): سیمه ییزې سرچینې وايي، نن سهار د کندوز ولایت مرکز کې غلو دوه تنه ملکیان د څټک په ګوزارونو سره وژلي دي.

دا پېښه نن د جمعې په سهار د کندوز ولایت مرکز اړوند «ګندم بازار» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې ناپېژاندو کسانو د یوې ژرندې دننه ژرندګری او د هغه د شاګرد په شمول دوه تنه د څټک په ګوزارونو ووژل.

ځايي سرچینې وايي، وژل شوی ژرندګری آدم خان نومېده او د اتو ماشومانو نفقه ګټونکی ؤ. د سرچینو د معلوماتو له مخې د ژرندګري شاګرد چې ۲۳ کلن ؤ او تازه یې کوژده شوې وه.

د وژل شوو کسانو کورنۍ وايي، له چا سره شخصي بدي نه لري؛ خو کیدای شي دا کار د غلو لخوا ترسره شوی وي، ځکه قاتلینو له ژرندې څخه یوه اندازه پیسې او د مقتولینو موبایلونه هم له ځانونو سره وړي دي.

باید وویل شي چې په کندوز کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا د خپل نوعیت لومړۍ بوږنوونکې پېښه ده، چې کندوز ښاریان یې سخت اندېښمن کړي دي.

د کندوز ښاریان او د مقتولینو کورنۍ د اسلامي امارت له چارواکو څخه غواړي چې دغه قضیه په جدي توګه وڅیړي او مجرمینو ته له پیدا کولو وروسته سزا ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

وجه یی څه ده لوږه او بیوزلی. نو باید د حکومت مقام ریش الوزرا یی په عوض اعدام شی چی خلکو ته یی د کار زمینه نده برابره کړی. چی حکومتداری کولی نشی بیا پریږیدی د اهل کار کسان راشی.

احمدشاه

طوطی ګکه
که ته راته په ګوتو راشې حه به د هم د شهوانې توغیان له وجه خوش شم
بیا به خلګو ته وایم چه ما خپل حان د شهوانې توغیان له دیرودو له وجه کنترولولې نشواې
حنګه دغه دواړه دلایل سره ورته ندۍ؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx