نړۍ

د عراق په شمال کې د اسلامي دولت د ځواکونو تازه پرمختګونه

نن ټکی اسیا(یکشنبه،زمري۱۲مه،۱۳۹۳ل):  په عراق کې د عراق او شام اسلامي دولت وسلوال تنظیم چې اوس یې خلافت اعلان کړی ویلي، چې دوی د دغه هیواد په شمال کې دوهم لوی ښار (زمار) تر خپلې ولکې لاندي راوستی او له هغه ځایه یې د کردانو ملیشې (پيش مرګه) شړلي دي او د دوی ځواکونه د سوریې او ترکیې تر سرحدونو پوري رسېدلي دي.

د الجزیره تلویزون د راپور سره سم د اسلامي دولت خبرپاڼې ویلي، چې دوی په دې جګړو کې سیکولري ملیشې او د کردي ځواک عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او زیات شمېر پوځي مهمات چې سپکې او درنې  وسلې هم پکې شاملې دي؛ ترلاسه کړي دي.

سرچینې ویلي، چې د سوریې، عراق او ترکیې حدودي مثلث ته یې ځان رسولی؛ خو نور تفصیل یې ور نه کړ.

باید وویل شي چې د اسلامي دولت تنظیم د عراق په شمال او غرب کې د لویو ښارونو په شمول ډیري سیمي تر خپلي ولکې لاندي راوستلې او هلته یې خپل اسلامي خلافت اعلان کړ؛ خو اوس هم د نوري المالکي د ځواکونو او همداسي د کردستان د پیشمرګه په نامه ځواک سره په مختلفو جبهو کې په جګړه بوخت دي او په اکثرو جبهاتو کې مخ په وړاندي روان دي.

که څه هم تر اوسه د اسلامي دولت تنظیم او کردانو تر منځ جګړې هغسي اوج ته نه دي رسیدلې لکه څرنګه چې د نوري المالکي د ځواکونو او دغه ډلي تر منځ دوام لري، خو کیدای شي دا لومړی ځل وي چې اسلامي دولت د کردي ځواک په خلاف دومره لویه بریا تر لاسه کوي.

ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي چې اسلامي دولت د (زمار) ښار په بشپړه توګه نیولی او همدارنګه د (الکسک) په نامه د پوځي قرارګاه په شمول د پترولو یوه مهمه چېنه يې هم ولکه کړې.

د الکسک په نامه د یادې پوځي قرارګاه په اړه ویل کیږي، چې په دې سیمه کې تر ټولو ستر نظامي مرکز و، چې زیات شمېر وسلې او مهمات پکي کې وو، چې اوس د اسلامي دولت لاس ته لوېدلي.

بل خوا، د عراقي پوځ په بیان کې راغلې چې د دوی ۲۳ تنه عسکر د بغداد ښار په جنوب کې د اللطیفیه او جرف الصخر په نامه سیمو کې د جګړو پر مهال وژل شوي.

د جرف الصخر په نامه سیمه چې د بغداد په جنوب کې یو مهمه استراتیژیکه سیمه بلل کیږي،اوس مهال په بشپړه توګه د اسلامي دولت د ځواکونو په لاس کې ده. سرچېنه وايي، چې دلته د برید له پیل سره سم، ۱۱ عراقي عسکر او د هغوی ۱۲ شیعه ملاتړي چې د عصایب اهل الحق په نامه ډله لري، وژل شوي.

د الانبار په سیمه کې د حدیثه په نامه یوازیني مهم ښار چې د عراقي دولتي ځواکونو په لاس کې پاته دي، باندي هم د اسلامي دولت ځواکونو سخته او درنه جګړه پیل کړې، چې شاوخوا یې د یادې ډلې د ځواکونو منګولو ته لویدې او ښايي حدیثه ښار هم ډېر ژر سقوط وکوي.

بل خوا د بغداد په شمال کې د صلاح الدین په نامه ولایت کې هم شیعه ولسي ځواک ته درانه تلفات اوښتې، دغه شیعه ولسي ځواک د نوري المالک له خوا د شیعه علماو په فتوا د اسلامي دولت سره د جګړې لپاره چمتو شوی.

راپورونه وايي،چې په دغه سیمه کې نهه تنه وژل شوي، او تر ۳۰ زیات کسان د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x