افغانستان

قطر به په افغانستان کې د امریکا ديپلوماتیک استازیتوب کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ لړم، ۱۴۰۰ل): امریکا او قطر نن د جمعې په ورځ یوه هوکړه لیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې قطر په افغانستان کې د امریکا دیپلوماتیکو ګټو یوه برخه خلاصوي چې د امریکا په استازیتوب به کارونه مخته وړي.

امریکا حاضره په افغانستان کې خپل سفارت تړلی دی او نوی افغان حکومت په رسمیت نه پيژني خو؛ دغه هوکړه لیک ددې یو سیګنال دی چې امریکا به په اینده کې له افغان حکومت سره ممکن مستقیم تعامل ولري.

د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له قطري سیال محمد بن عبدالرحمن الثاني سره نن هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به يې قطر په افغانستان کې د امریکا «ساتونکي قوت» وي.

د هوکړې له مخې د «ساتونکي قوت» یوه دنده داده چې قطر به د امریکا او افغانستان تر منځ د رسمي روابطو د رامنځته کولو اسانتیاوې هم رامنځته کوي.

د هوکړې د امضا په مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې قطر به د کابل په سفارت کې د امریکا د ګټو ځانګړې څانګه خلاصه کړي چې دغه څانګه به ځيني قونسلي خدمات وړاندې کړي او هم به حالات او د امریکا د ديپلوماتیکو امکاناتو ساتنه په افغانستان کې کوي.

د امریکا او قطر د نوي هوکړه لیک له مخې چې د دسمبر د ۳۱مې وروسته به نافذ شي، قطر به خپل ځینې کارمندان د امریکا د ګټو څانګې ته ځانګړي کړي او دغه څنګه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په دوحه کې د امریکا سفارت سره له نیږدې چارې مخته وړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي رويټرز ته ویلي دي چې امریکا به له طالبانو سره په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر له لارې تعامل ته دوام ورکړي.

امریکا په داسې حال کې په افغانستان کې غیرمستقیم ديپلوماتیک فعالیت پيلوي چې اکثریت هیوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه بند کړي دي.

حاضره په افغانستان کې چین، روسیه، پاکستان او قطر په شمول څو د ګوتو په شمار سفارتونه فعالیت کوي.

دوهم هوکړه لیک
امریکا همدا راز له قطر سره په یو بل هوکړه لیک امضا کړی چې له مخې به یې قطر ۸زره افغانان هغه افغانان چې ځانګړې مهاجرت ویزو ته یې غوښتنلیک جمع کړی دی موقتي کوربه توب وکړي.

چارواکو ویلي دي چې د ځانګړي مهاجرت ویزو غوښتونکي به په قطر کې په یو نظامي مرکز کې وساتل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx