ادبي لیکني

په افغاني فرهنګ د رسنیو بدې اغېزې

څېړنه ـ پوهنمل سید اصغر هاشمي

سریزه:
د یوې ټولنې پرمختګ د فرهنګ سره اړیکه لري، خو د جدیدیت او مدرنیزم طرفداران وايي چې تیر هیر کړئ او په نویو افکارو او نظریاتو فکر کول پکار دي. په دې لیکنه کې د فرهنګونو ارزښت واضح شوی دی او د فرهنګونو په له منځه وړلو کې اساسي توکي ښودل شوي او د دلایلو سره راوړل شوي دي. فرهنګونه څوک له منځه وړي او د لارو چارو وسایل یې کوم دي، په ګوته شوي دي.

په لیکنه کې د لاندې پوښتنو ځوابونه موندلی شئ.

ـ ایا فرهنګونو ته رسنۍ زیان رسولی شي؟

ـ ایا رسنۍ د رواني جګړې د یوې وسیلې په ډول فرهنګونو ته تاوان رسوي؟

د لیکنې موخه: فرهنګونو ته زیان رسونه او همدارنګه رسنۍ د رواني جګړې د یو تکتیک په ډول فرهنګونو ته څومره او کوم شان تاروان رسوي.

د کتابتوني څېړنیز ډول او تشريحي او توضیحي کړنلارې ګټه اخیستل شوې ده.

متن:
د یوې ټولنې فرهنګ د هغه ټولنې اینه ده او خپل ټول پرمختګونه په فرهنګونو کې پيدا کولی شي. تاریخي هویت له فرهنګ سره اړیکه لري او هره ټولنه خپل تاریخي پسمنظر په فرهنګونو کې لټولی او پیدا کولی شي. په یوې ټولنې کې ډېری فرهنګي مسایلو ساتل د ټولنې په ګټه وي خو ځینې داسې فرهنګي موضوعګانې هم شته چې د اسلام او انسانیت سره په ټکر کې وي، چې د داسې موضوعګانو په اړه بیا جدي مبارزه پکار ده، د بېلګې په ډول د افغاني ټولنې په ځینو ځایونو کې اوس هم دا فرهنګ شته چې نجونې په بدو کې ورکوي او یا د مهر په نامه ډېرې پيسې اخلي او یا هم کونډه ښځه خپل حق ګڼل. همدارنګه په لسګونو نورې بېلګې هم شته خو د جدیدیت او مدرنیته افکارو لارویان بیا په دې فکر کې دي چې پخواني افکار او فرهنګونه خپل ارزښت لري خو باید په نویو افکارو او نظریاتو کار وشي او د ټولنې پرمختګ په زړو افکارو نه کېږي بلکې نوښت او ابتکار ته اړتیا لیدل کېږي. دوی انتقادي تفکر ته اهمیت ورکوي او هره پخوانۍ خبره په پټو سترګو چې ګټه ونه لري نه خوښوي.

هغه فرهنګونه چې ټولنې ته یې ګټه ډېره وي او د ټولنې حويت پرې ژوندی پاتې کېږي، ځینې مغرضې کړۍ یې د مهوه کولو په فکر کې وي. پانګوال نظامونه په دې برخه کې لوی لاس لري. دوی کولی شي خپلو موخو ته ځان ورسوي او نوي فرهنګونه جوړ او کلاسیک فرهنګونه چې د دوی په زیان وي ونړوي. دوی خپل هر ډول موخو ته د رسیدو لپاره د خپلو پانګو ګټه اخلي.

د ملتونو په فرهنګي موضوع کې د یادونې وړ خبره د خلکو اخلاقي معیار معلومول دي. ټولنیز اخلاق هغه دي چې په خلکو کې لیدل کېږي او په غیر ارادي ډول یې خلک خپلوي او همدغه انساني اخلاقي معیارونه دي چې یوه ټولنه فرهنګي او غیر فرهنګي معرفي کوي. ځینې انساني ستونزې فرهنګونو ته ډېر زیان اړولی شي او په اینده نسلونو منفي اغیزې کولی شي، په یوې ټولنې کې اخلاقي معیارونه د اینده نسل لپاره افتخار وي او د دوی په تحت الشعور کې ځای نیسي او که په ټولنې کې اخلاق ناسم وي نو نوی نسل به د خپلو مشـرانو په کړنو شرمیږي.لکه څنګه چې د ژینونو په وسیله وراثت انتقالیږي دغه شان د پوهې په وسله فرهنګ بل نسل ته ځي، نو د پیاوړو فرهنګونو لپاره پوهه حاصلول اړین دي.

د رسنیو فرهنګونو ته زیان رسونه:
د رسنیو په وسیله فرهنګونو ته تاوان رسونه د بورژوازي او نیمه بورژوازي ټولنو یوه ښه وسیله ده.

د فرانکفورت د انتقادي فلسفي ښوونځي لارویان په دې فکر دي چې ټولې رسنۍ د دوی په خدمت کې دي او دوی خپلې موخې پرې تر لاسه کولی شي. د دې څيړنېزې موسسې غړو جوته کړه چې تکنالوژي د پانگوال نظام په خدمت کې ده. دوى باور درلود چې د تکنالوژۍ وده په ځانگړې توگه په رسنيو او په ډله ييزو رسنيو کې د دې سبب شوې چې نړيوال قدرت وکړى شي خپل افکار او عقايد د فرهنگ او هنر په قالب کې تثبيت کړي او د خلکو پراخ ولسونه له هر ډول دليل پرته د خپلو هدفونو تابع کړي. د دې هدف په لړ کې د تکنالوژي له وسايلو کار اخيستل له پانگوال نظام سره مرسته کوي. په بشپړه او مطلق ډول د باخبرۍ او ناخبرۍ سطحه د افرادو د څار لاندې راولي او کنترولوي يې. د دې نظر عملي مصداق موږ په خپله ټولنه کې گورو چې د رسنيو زياتوالی او په تېره «نيابتي رسنۍ» د خلکو د افکارو د ترور کولو او اغوا کولو لپاره څومره په شدت کار کوي. دولت نه شي کولی د ازاد مارکيټ د سيستم په چوکاټ هغه څه چې زهر شيندي، کنترول کړي او هغه څه چې بنسټونو ته زيان رسوي، مخه يي ونيسي.(کرګر، فرهنګي بحثونه، ۳۳مخ)

د فکري او رواني جګړې یوه ښه وسیله رسنۍ دي او موخو ته د لاسته راوړلو لپاره ترې ښه ګټه اخيستل کېدی شي. فکري استعمار هغه رواني جګړه ده چې د انسان فکر او مغز د خپل کنترول لاندې راوړي او د بېلابېلو وسیلو کار اخلي او د یرغمل هېواد په مادي سرچینو یرغل کوي او د دوی په عقایدو، فرهنګ او کلتور په مستقیم او غیر مستقیم ډول یرغل کوي، په دې ډول یرغل کې ډېری خلک نه پوهیږي چې یرغل کوونکي څوک دي او موخه یې څه ده خو یرغل کوونکي په ماهرانه ډول خپل اهداف تر لاسه کوي.(فکري استعمار، ۵مخ)

 فرهنګونو ته زیان رسونه کې دوه خبرې ډېرې مهمې دي، یوه یې چاپیریالي اغیزې دي او بله یې په فکرونو کار کول دي. په اذهانو مثبت او منفي اغیزې د رواني جګړې کار دی چې دوی له بېلابېلو وسیلو ګټه اخلي او فرهنګونو ته زیان رسوي. په فرهنګونو باندې د رسنیو بدې اغیزې په لاندې سرلیکنو کې وړاندې کوم:

فرهنګ ته د جنګي سریالونو زیانونه:
د هرې با فرهنګې ټولنې مبارزه د جنګ او جګړې سره وي. په ټولنیز کلتور جګړې بدې اغیزې لري او د تاریخ په اوږدو کې جګړو فرهنګونو ته ډېر زیانونه رسولي دي، پیاوړي شخصیتونه پکې له منځه تللي دي، کتابونه او کتابخانې پکې تالا ترغې شوې دي او کله چې به یوه ټولنه یرغمل شوه نو د یرغل کوونکيو لومړنی کار به د کتابونو او د کتابخانو سوزول وو. په قدیمو ټولنو کې مادي او معنوي زیانونه جنګونو مینځ ته راوړي دي او د ډاکټر مبارک علي د وینا په تایید چې په لسګونو ځل جنګونو کې معنوي فرهنګ ته زیانونه اوښتي دي چې نړۍ یې جبرانولی نه شي او زیان یې هم نړۍ ته دی. رسني په ارادي او غیر ارادي ډول جنګ او جګړې عامولو ته کار کوي، هغوی چې په ارادي ډول کار کوي، د بهرنیو او داخلي استخباراتي شبکو لاس پکې دی او هغوی چې په غیر ارادي ډول کار کوي نه پوهیږي خو د حکومت دنده او په خاص ډول د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت دنده دا ده چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

د لویانو او په خاص ډول د ماشومانو په اذهانو دغه جګړیز سریالونه ډېرې بدې اغیزې درلوی شي او د دوی په ناخود اګاه کې ځای پر ځای کېږي چې په اینده کې د دغه امکان هم شته چې همدا کس لوی قاتل شي او د جنګ او جګړې سره یې مینه وي، چې ښې بېلګې یې زموږ او ستاسو په کورنیو کې د ماشومانو د جنګړیزو توکو سره مینه ده او یا هم چې ماشومان لوبې کوي نو په تش لاس د لرګي نه د ټوپک ګټه اخلي او په خوله د ډزو اوازونه کوي. زموږ ماشومان زموږ د ټولنې اینده دي او همدوی دي چې زموږ فرهنګونه جوړوي نو که چیرې دوی سم و نه روزل شي نو ډېره خطرناکه اینده به مو مخکې وي، چې زموږ ټولنه یې ښه بېلګه ده.

فرهنګ ته د غیر اسلامي سریالونو زیانونه:
د افغانستان تقریبا سل سلنه خلک مسلمانان دي. زموږ د فرهنګ اړیکې له اسلام سره ډېرې نږدې دي او ځینې فرهنګي مسایل د اسلام سره په یوه لار روان او ځینې په ټکر کې دي.

حمزه بابا وايي: «اغیار خو وايي د دوزخ ژبه ده ـ زه به جنت ته د پښتو سره ځم» د ده هدف دا دی چې د پښتنو ځینې فرهنګي او کلتوري رواجونه پښتونولۍ کې شته چې په اسلام کې هم پرې تاکید کېږي، د بېلګې په ډول ډېرو پښتنو کې د ستر او یا د ښځو د مخ پټونې موضوع د یادولو وړ ده خو بیا هم ځینې بد ټولنیز فرهنګي رواجونه هم شته چې نه کول یې بهتره دي.

د رسنیو غیر اسلامي او نامحرم سریالونه زموږ په فرهنګ بده اغیزه کړې ده، چې بېلګې یې په لسګونو دي. د کورنیو نه د نجونو تښتیدل، په تیلیفون د نامحرمو سره اړیکې جوړول، د بېلابېلو غربي لوڅو لباسونو نه ګټه اخيستل او داسې په لسګونو خرابو سریالونو زموږ د فرهنګ یوه لویه برخه زیانمن کړې ده. اوس چې د ښځو د حقوقو په نامه کومې خبرې روانې دي یوه مرجع یې همدا ناسم سریالونه دي. دا هم سمه ده چې زموږ د ټولنې په ځینو ځایونو او کورنیو کې ښځو ته یې حقوق نه ورکول کېږي، چې دا یې سالم حق دی خو ځینې ناسمې کړنې لکه بې موجبه طلاق اخیستل او یا هم ځینې نور مسایل د یادولو وړ دي.

د افغانستان په ځینو تلویزیونونو او رادیوګانو کې ان لاین خپرونو کې نجونې په لین شي، سندرې زمزمه کوي او همدارنګه ډېرې نا مشروعه ټوکې کوي، چې دا زموږ فرهنګ ته زیان رسوي او یوه جدي موضوع ده. په رسنیو کې ځینې داسې سریالونه شته چې کتل یې ټولو ښځو ته او په ځانګړي ډول ځوانو او نا واده شویو نجونو ناخود اګاه ته ډېر زیان رسوي او چې کله دوی واده وکړي امکان لري چې کورنۍ ستونزه ولري چې جرړه یې همدې ناسمو خپرونو ته رسیږي.

قومي او ژبنی تعصب ته کار کول:
اسلام د برابرۍ دین دی او«ولقد کرمنا بني ادم» مفهوم دی چې بهتري د نړۍ انسانانو ته ورکړل شوې ده. د ټولنیز فرهنګ د پرمختګ لپاره تعصب ناسم عمل دی. هغه ټولنه چې ژبني، سمتي، رنګي، جنسي او یا هم ځینې نورو برخو کې تبعیض کوي، د فرهنګي نزول سره مخامخیږي او هغه ټولنې فرهنګي عروج تر لاسه کولی شي، چې تعصب نه کوي.(انسان څوک دی؟، ۲۲مخ)

استاد الفت وايي: «تغير رنګ را نبايد تغير جنس دانست. برنج از لغمان باشد يا از بغلان پلو باشد يا چلو رنګ و ذايقه ان کمی تفاوت خواهد داشت مګر در برنج بودن ان شکی نيست.

حکومت ها هم علی الظاهر در چهره و ګفتار مختلف و متفاوتند اما نوعيت ان يکی است و در افزايش ز يک جوهر اند.»(د ګل پاچا الفت د هنري نثرونو معناییزه او بڼه ییزه شننه، ۳۳۳مخ)

د داخلي او خارجي استخباراتي کړیو یو کار تعصب ته لمن وهل دي، دوی اوبه خړوي او ماهیان نیسي، دوی د یوې ټولنې په اتفاق کې خپل زیان ګوري او په بې اتفاقۍ کې خپلې ګټې نو ځکه د بېلابېلو رسنیو له لارې تعصب او تبعیض ته کار کېږي، چې افغانستان یې یوه ښه بېلګه ده، پښتون له فارسیوان او تاجګ له هزاره سره وران دي، چې یوه لامل یې همدا رسنۍ دي. بې اتفاقي زموږ فرهنګ ته زیان رسولی او په بېلابېلو لاملونو قومي ستونزې پیدا کېږي چې یو بل ته هر ډول زیان رسولو کې لاس نیوی نه کوي. د روانۍ جګړو د وسایلو په ډول بیا هم رسنۍ خپله دنده سمه پرمخ وړي او د فکري جګړې د پلي کوونکیو اهداف پرې تر لاسه کېدی شي. د دې جګړې یوه مهمه موخه د قومونو تر منځ بې اتفاقي اچول دي. په افغانستان کې ټوله بې اتفاقي چې اچول شوې ده، د ګاونډیانو لاس وهنه پکې ده. سید جمال الدین افغان کلونه مخکې دا موضوع درک کړې وه نو ځکه یې د پان اسلامیزم غورځنګ جوړ کړ خو بدبختانه چې د هغه ارمان په خپل وخت او اوس هم پوره نه شو. هغه ملکونه چې په اقتصادي لحاظ پیاوړي دي. په فزیکي جګړې کې هم لوی لاس لري، په فکري او رواني جګړو هم سرمایه ګذاري کوي او دوی پوهیږي چې له فزیکي جګړې نه رواني جګړه کم لګښت او ډېره ګټه لري.(سید جمال الدین افغان د پان اسلامیزم سرلاری()مخ)

د تاریخ په اوږدو کې فرهنګونو ته زیان رسونه د بې اتفاقۍ او تعصب له امله شوې ده او اوس هم دا خبرې روانې دي.

رسنۍ او شخصیت وژنه:
زموږ په فرهنګ کې د ځینو انسانانو شخصیت ته درناوی حتمي دی. زموږ ډیری ځوانان د ټولنې نامتو غله، فاسد، قاتلین او په نورو مرضونو مبتلا خلک پېژني خو خوشحال، رحمان بابا او ګل پاچا الفت نه پېژني، آن تر دې چې د دوی له عکسونو یې البونه جوړ کړي او په ډېرو ځایونو کې یې لږولي دي. څوک چې د قدر او منزلت څښتن دي یادونه یې نه کېږي پر ځای یې د ناپوهو یادونه کېږي، چې لوی لامل یې ناپوهي او د پردیو لاس وهنه ده. دا هم فرهنګ ته لوی زیان دی چې د خپل ملک د مستحقو خلکو پر ځای د نامستقو یادونه وشي.

د رواني او فکري جګړي لپاره رسنۍ د انسانانو شخصیت وژنې لپاره ښې وسیلې دي. رواني جګړه د فزیکي جګړې وروسته پیدا شوې ده او ډېر پخوانی شالید او پسمنظر )مخینه( نه لري. د دې جګړې زیان کم او ګټه ډېره ده. د فزیکي جګړو په واسطه چې یوه ستونزه حل نشي نو جګړه ماران بیا د رواني جګړې ګټه اخلي.

د رواني جګړو د لسګونو تکتیکونو یو تکتیک شخصیت وژنه ده. کله کله دا جګړه د بهرني هېوادونو او استخباراتي کړیو له خوا په لار اچول کېږي او کله کله داخلي کړۍ پکې لاس لري. دغه جګړه که په ارادي ډول د داخلي لویو او وړو کړیو له خوا تر سره شي، خپل دلایل لري او که له داخل او خارج نه د یو شخص او یا یوې مشخصې ډلې لخوا تر سره شي، نو دوی هغه کسان دي، چې د شخصیت وژونکي په شخصیت کې ځینې داسې شیان وينې چې دوی یې نه لري، نو دوی د خفګان احساس کوي او د سادیزم په رواني تکلیف اخته کېږي. د دې مرض رنځور د نورو په خفګان خوشحاله او په خوشحالۍ خفه وي او د نورو په زیان کې خپله ګټه ویني.

د فردي او انساني توپيرونو په نظر کې نیولو سره د نړۍ د انسانانو دننني او بیروني جوړښتونه سره یو شان نه دي، نو ځکه د انسانانو فکرونه، احساسات، استعداد او ذکاوت او داسې نور سره توپير لري. ټول انسانان باید په دې پوه شي، چې انسانان یو شان نه دي او د دوی هر څه توپير لري او د نورو په ځینو هغو استعدادونو چې نور یې لري خفه نه شي. د دې جګړې یوه اساسي موخه د شخصیت وژونکي خبر نورو خلکو ته رسول دي، چې ټولې بېلابېلې رسنۍ(تلویزیون، رادیو، فیسبوک، ټویټر، اخبار، مجلې، په شفاهي ډول او داسې نور…) پکې رغنده رول لري. د دې جګړې کار کوونکي غواړي چې رسنۍ په دې اړه ډېره غوغا جوړه کړي چې هدف تر لاسه شي. زه یو کس پېژنم چې خپلو دوستانو ته وايي: د (فلاني) د شخصیت وژنې لپاره منفي تبلیغ وکړئ، هغوی هم دا کار کوي او دوی پر خپل ژوند چلوي او اوریدونکي یې هم مني، مخکې له دې چې یوه خبره واوریدل شي، د حقیقت ثابتولو لپاره په خپلو حواسو درک کول یې اړین دي. په فیسبوکې کې ځینې کړۍ په لوی لاس کوښښ کوي چې د خلکو اذهان مشوش کړي او د ځینو مخورو کسانو شخصیت ته زیان رسوي. ځینې ملحدین شته چې داسې پوښتې مطرح کوي، چې اذهان خراب شي.(انسان او شخصیت وژنه()مخ)

بې شخصیته خلکو ته شخصیت ورکونه:
په یوې ټولنې کې باشخصیته خلک معلوم وي او په فرهنګونو کې حساب په هماغه خلکو کېږي چې ټولنې ته خدمت کوي. د یو پوهاند خبره: د اقلیت او اکثریت تعریفونه نوي شوي دي، نور نو سرونه نه شمېرل کېږي، مغزونه شمېرل کېږي!!!

خارجي او داخلي مغرضې کړۍ په دې فکر کې دي چې د یوې ټولنې نامتو خلک بد نام او بد نام خلک نیک نام وښيي. په افغانستان کې د قهرمانانو په نامه ډېر خلک ونومول شول او یا د ځینو خلکو قبرونه په ډېر شاندار ډول جوړ شول خو په مقابل کې د سید جمال الدین افغان مقبره په کابل پوهنتون کې کتلای شئ او یا هم د ابو ریحان البیروني مقبره وګورئ. زموږ ځوان نسل لوی لوی پوهان نه پېژني په مقابل کې د لویو غلو په غاړو کې هارونه اچوي او نعوذب الله عبادت یې کوي. څه موده مخکې مې تلویزیون کې یو ناپوهه کس ولیده چې د غازي امان الله خان په اړه یې ناسمې خبرې کولې په مقابل کې مې ډېر خلک ولیدل چې د غلو او فاسدو خلکو صفت کوي.

د فرهنګ لپاره د پوهانو قدر نه کول او د ناپوهانو عزت مضره موضوع ده. د کومو ټولنو فرهنګي وضعیت چې پیاوړی وي، د هغوی سرکونه، پوهنتونونه، مکتبونه او یا هم مشور ځایونه د مشهورو او خدمتګارو انسانانو په نوم نومول شوي وي او هغه ټولنې چې فرهنګي وضعیت یې ناسم وي او فرهنګي یرغل پری شوی وي نو هلته بیا برعکس د هغه چا په نامه ځایونه نومول شوي وي چې هېڅ حقدار یې نه وي چې دا ټول کارونه د اروايي جګړې دي چې د رسنیو په وسیله کېږي.

پایله:
د دې لیکنې لاسته راوړنه دا شوه چې فرهنګونو ته رسني ګټه او تاوان رسولی شي خو په دې مقاله کې یې زیانونه ښودل شوي دي او هغه کلیدي توکي په ګوته شوي چې د رواني او فکري جګړې په ډول ترې ګټه اخیستل کېږي او فرهنګونو ته پرې زیان رسیږي. داخلي او بهرنۍ کړۍ کوښښ کوي چې د رسنیو په وسیله د خلکو او په ځانګړي ډول د ځوانو او نویو ځوانانو افکار او اذهان خپل اغيز لاندې راوړي او خپل اهداف تر لاسه کړي، چې په دې برخه کې لارښوونې شوې دي.

ماخذونه

۱.محمد اکبر کرګر، فرهنګي بحثونه، میهن خپرندویه ټولنه، پيښور، ۱۳۹۶ل کال.

۲.سید اصغر هاشمي، انسان او شخصیت وژنه، www.taand.com

۳.سید اصغر هاشمي، انسان څوک دی؟، هاشمي خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۷ل کال.

۴.پوهنمل زاهدي احمدزی، فکري استعمار، مسلم خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۵ل کال.

۵.عبدالهادي مجاهد، فکري پوهنه.

۶. پوهنمل سید اصغر هاشمي، د ګل پاچا الفت د هنري نثرونو معناییزه او بڼه ییزه شننه، هاشمي خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۸ل کال.

۷. سید اصغر هاشمي، سید جمال الدین افغان د پان اسلامیزم سرلاری، www.taand.com.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalilullah qateelzo

په افغاني فرهنګ د رسنیو بدې اغېزې(( په افغاني فرهنګ د رسنیو بدې اغېزې)) د ښاغلي پوهنمل سید اصغر هاشمي تر دغه سرلیک لاندې لیکنه پوره زړه راکښونکې ده او د رسنیو د بدو اغېزو په اړه یې شننه د ډاډ وړده؛ خو د افغان فرهنګ پر ځای د (افغاني) فرهنګ نومونه کارول هم مثبته اغېزه نلري. لیکوال باید د افغان، افغانستان او افغانیت نومونو ته هم پوره پام راواړوي. افغان ته نسبتي یا ( ي) ور نښلول لوی ارزښت له منځه وړي او لوستونکی د افغانستان پولي واحد افغاني / افغانانۍ ته ورټیلوهي؛ ځان او نورو ته تېروتنه رامنځته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx