ادبي لیکني

د سعید تصنیف؛ دریم عمر!

ابوبکر خپلواک

د کابل پوهنتون محصل

همدا شېبه مې د « ثالث عمر » آخره صفحه هم ولوسته، رب! دې سعید قاري صاحب ته اوچته بدله ورکړي چې دا ستر ابتکار او سعي یې کړې، د کتاب د لوست په وخت مې داسې احساسوله لکه ټول ژوند مې چې ددې عظیم انسان سره تېر شوی وي(کاش!) ځکه کتاب نهایت مستند دی.

رښتیا هم د میډیا او تبلیغاتو توندې سیلۍ ددې اعلیٰ قائد شخصیت ډېر پیکه کړی و، همداسې یوې متحدې! هڅې ته ضرورت و.

قلم مې وایي هغه احساسات او ولولې درج کړه چې فی الحال یې خواږه حِس کوې، وایم؛ نه!
مؤمن ضمیر بیا پرله پسې تکراروي، چې ټول هغه پټ حقایق حتماً ولیکه چې د سنګر حصار د سنګر د غازي اړوند دې تر لاسه کړل، او ورسره څنګ کې ددې نایابه تاریخي کتاب تعارف او ملګرو ته د لوست توصیه وکړه. لاندې کرښې؛ همدا نیمګړې هڅه ده.

ثالث عمر درته ددې ستر ولي الله سیرت او صورت پوره در پېژني، د کتاب لوست ځکه یو ضرورت دی، چې باوقاره امیر نهایت خاموش و، آن هغه وخت یې هم ځینې له صفاتو بې خبره وو، ځکه مرحوم امیر قوال نه بلکې فعال امیر و.

کتاب درته بیانوي چې څنګه یو یتیم پښتون د کوچنيوالي دوره تېروي، له حجرې تر مدرسې ځي، خو کله چې سنګر د زلمو طلب کا، بیا تر ټولو مخکې دا زیږ پښتون خپل کتاب قاطوي او د هغه وخت د روس ضد جهاد ویاړ یې نصیب کیږي، د مؤمنانو دا امیر رښتیا هم د نړۍ مؤمنو ځوانانو ته د غیرت او فداکارۍ منهج ټاکي.

اُمت ته د فساد په اوج او یو جهته نړۍ کې د آسماني دین عملي بېلګه ښیي، دا ورته ثابتوي چې محمدي دین د ژوند تېرولو تر ټولو خوږه نسخه ده او جهاد د صف وحدت او بې درېغه قرباني کولای شي آن خونخاره کمونیزم او یاغي ناټو په کونډو کړي.

کتاب درته ددې دنګ مُلا د هغه سپېڅلي پاڅون بیان او کیسه کوي چې بالاخره یې د مشکلاتو په ګرداب کې را ګیر افغان ټبر څنګه د ساحل تر غاړې ویست، لیکوال هڅه کړې چې د مهربان امیر د مهربانۍ، سیاسي درایت، عاجزۍ، سیاسي لېډرشیپ، ټینګ عزم، راسخې عقېدې، او میانروۍ مستندې بېلګې ذکر کړي او توانېدلی هم دی.

مجاهد عمر دومره مهربان وا چې د سمت شمال د باغیانو اسیر قومندان «پیر نظر» یې په چارصد بستر کې بستر او پالنه یې وکړه، تر هغې چې صحت یاب شو، د جبر څخه د مخنوي په خاطر یې خپل هغه زمری غونته سالار خلع سلاح کړ چې دوښمن یې له نامه وېره کوله.

هغه وخت وایي یو رهبر د ستاینې وړ دی چې په ښو یې جانب مقابل او دښمن اعتراف وکا، مرحوم عمر د همدې ادعا د ثبوت لپاره ډېر څه لري؛ د امریکایي جنرالانو خاطرات او خبرې دې پر خپل ځای وي، وایي یو وخت د باغیانو سر ګروپ احمدشاه مسعود خپلو ماتحتو ته په غوسه شو او ورته د ګیلې په ډول وایي چې تاسو زما د امر تابعداري نه کوئ، خو د عمر د نصرت مخابرې غږ بیا له کندهاره تر تخاره یو منونکی فرمان شي.

مرحوم امیر دومره خپلواک او خپل ارضي تمامیت ته په ارزښت قائل و چې د پنجابي رژیم پلاوی یې له همدې خاطره له دسترخوان وتمباوه، د ایران د آخندانو په پيکر لا هم د هغه اخطار وېره محسوسیږي.

کله چې د اُمت تاریخ لولم ممکن د خندق له جګړې وروسته د مؤمنانو یوه ډله له داسې ستر دوښمن سره نه وي مخ شوي لکه دریم عمر چې مخ شو، کله چې د مسافر اسامه بن لادن تقبله الله موضوع د اُمت موضوع شوه، د عمر! غیرت د مصلحت په باب کې د بې غیرتۍ مسیر ونه لټاوه.

هغه وخت چې ټوله نړۍ د یاغي امریکا په مشرۍ په احمدشاهي ټاټوبي را بلوسېده، د نړۍ جنګي بیړۍ ددې کږې وږې جغرافیې په استقامت را روانې وې، هغه وخت چې ځمکه او هوا د تبلیغاتو سونامي نېولې وه، هغه وخت چې زموږ ګاونډي هیوادونه دې ستر ښامار ته لاس په نامه ولاړ وو، هغه وخت چې پنجابي رژیم د خپل دې ستر مېړه ملتیا شرف ګڼله، بالاخره هغه وخت چې له صلیبي ټلووالې سره د مقاومت ټلواله هم مله شوه خو بیا هم ولی الله امیر د آسماني مدد خبره کوله او په همغه سختو شیبو کې یې د رښتينې کامیابۍ بشارت ورکولو.

د دین د ساتنې وعده الله پاک کړې، که په فقدان د اشخاصو دا دین کمزوری کېدلای د عمر په رحلت به حتماً ددې آسماني دین پښې دلته سستې شوې وای.

دا چې د کرښو قامت نور اوچتېږي، ډېر څه پرېږدم. د یعقوب ابن عمر د اووه کلنۍ هغه ژړا چې د پلار د بېلتون په وخت کې یې کوي نه یادوم، د دیارلس کلنې نه منونکې حماسې یادونه هم نه کوم یوازې تاسو د «ثالث عمر» لوست ته رابولم.

په ګور دې انوار شه ای د غیرته څلیه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

دا به د یو لیکونکی مدنی حق وی چی لوستونکو ته د کومو انګېزو پر بنسټ کومی توصئې وړاندی کوی. زما فقیر توصیه دا ده چی هر افغان ځوان باید زموږ په سیمه کی د انګریز د شیطانی سیاستونو د پلی کولو تېر او اوسنی تاریخ ولوَلی. بل عرض می دا دئ چی: د عُمر ثالث او د هغه د خواخوږو د ادعا د تردید په هکله زما د یو لک او پنځه زره دلائلو له جملې څخه یو دلیل دا دئ چی: څنګه او ولی یو څوک په ځوانی کی د یادګاری او هوَسی عکس اخیستل ګناه نه ګڼی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx