افغانستان

د کابل ـ بامیان لویې لارې امنیتي وضعیت ښه شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۰ل): یو شمېر هغه مسافر او موټر چلوونکي چې د کابل ـ بامیان پر لویه لاره د جلریز له مسیر څخه تیریږي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته ددې لویې لارې په امنیت کې د ښه والي خبره کوي.

د مسافرو او موټر چلوونکو د معلوماتو له مخې اوس کولای شي شپه او ورځ له هرقسم ډار او ترهې پرته کولای شي پر دغه لا سفر وکړي.

که څه هم مسافر او موټر چلوونکي د لارې له امنیتي وضعیت څخه خوښي ښکاره کوي؛ خو د سړکونو د ویجاړۍ له کبله بیا شکایت کوي چې د مسافرینو او موټرو لپاره یې یو لړ ستونزې راپیدا کړې دي.

د کابل ـ بامیان د ترانسپورټ مسئول محمدنعیم چې په دوامداره توګه ددې لارې له موټر چلوونکو سره په اړیکه کې وي، رسنیو ته ویلي چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته ددې لویې لارې امنیت بیخي ښه شوی، نوموړي دغه راز د لویې له ترمیماتي چارو څخه هم خوښي څرګنده کړې ده.

د جواد حیدري په نوم یو موټر چلوونکی چې له تیرو شبږو کلونو راهیسې د بامیانو ولایت پنجاب ولسوالۍ او کابل ترمنځ فلاینګ کوچ موټر چلوي وايي، چې امنیتي وضعیت ښه شوی او دا مهال مسافر کولای شي آن د شپې لخوا په دې لارې سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د کابل ـ بامیان پر لویه لاره د پخواني رژیم عسکرو او اربکیانو له مسافرو او موټر چلوونکو څخه په مختلفو پلمو پیسې اخیستلي او کله ناکله به یې د پیسو نه ورکولو له کبله موټر چلوونکو ته سپکې سپورې ویلې او  آن کله به یې وژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx