ورزش

آی سي سي: افغانستان کې د کرکټ بشپړ ملاتړ کوو خو په ځینو مواردو کې لا ډیر کار ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۰ل): د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي چې په دغه هېواد کې د کرکټ څخه بشپړ ملاتړ کوي خو لا هم په ځینې مواردو کې ډیر کار ته اړتیا لري.

د افغانستان کرکټ په اړه هغه مهال په نړیواله کچه منفي راپورونه خپاره شول چې د افغانستان اسلامي امارت ځینو چارواکو ښځينه کرکټ ته په هېواد کې د اجازت نه ورکولو څرګندونې وکړې، دوی ښځينه کرکټ د اسلام او افغاني عنعناتو خلاف وباله.

خو د افغانستان کرکټ بورډ ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د ځینو شرایطو په پلي کېدو سره د ښڅینه کرکټ دوام وکړي، په داسې حال کې چې ښځینه کرکټ له پخوا دغه هېواد کې ځانګړی ملاتړ نه لري.

د کرکټ نړیوالې شورا مشر چیف الاردایس په تازه څرګندونو کې نن شنبه عربي اماراتو کې رسنیو ته ویلي چې افغان کرکټ بورډ د ښځينه کرکټ د دوام په اړه دوی ته ډاډ ورکړی او دوی هم لا په دغه هېواد کې په ښځينه کرکټ د بندیزونو نښې نښانې نه دي لېدلي.

نوموړي زیاته کړه چې نړیواله شورا افغانستان کې د رژیم بدلون پرمهال د افغان کرکټ بورډ سره په منظم ډول تماس کې وه، خو د راتلونکي وضعیت په اړه به یو راپور ترلاسه کړي او د هغې پر اساس به غور وکړي.

د کرکټ نړیواله شورا په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې له ګډون، د لوبډلې او په نړیواله کچه د لوبغاړو کارکردګۍ څخه خوښ ده، د یادې شورا مشر وویل: «مونږ ددوی ملاتړ وکړ او تاسې ولېدل چې دوی څرنګه کارکردګي په نړیواله کچه وښودله».

د کرکټ نړیواله شورا د نومبر په ۱۶مه د افغانستان په اړه ناسته کوي چې په وینا یې دوی به د کرکټ څرنګوالي وضعیت وڅيړي، «افغان بورډ موږ ته داسې اشاره نه ده راکړې چې ښځينه کرکټ به په ټپه ودریږي خو وخت به دا ثابته کړي چې هغوی په خپلو خبرو څرنګه عمل کوي».

په افغانستان کې د رژیم له بدلون وروسته عزیز الله فضلي د کرکټ بورډ نوی رئیس وټاکل شو، د راپورونو له مخې فضلي نړیوالې شورا ته د خپل ریاست ساتلو په پلمه هغه مهال د ښځینه کرکټ ستونزې د نړیوالې شورا مخ ته کېښودلې چې په نړیواله کچه یې افغان کرکټ ته ستونزې وموندلې.

د افغانستان رئیس الوزرا له لوري تېره اونۍ عزیز فضلي په یوه رسمي فرمان له دندې ګوښه او میرویس اشرف نوی رئيس وټاکل شو.

خو نن ټکی اسیا ته ورکړل شوي راپورونه وایي چې فضلي لا هم ددغه حکم نافرماني کوي او د پخواني اجرائیه رئیس شفیق ستانکزي په ملتیا عربي اماراتو کې د یوه جعلي فرمان په واسطه د نړیوالې شورا له چارواکو سره د ناستو کوښښ کوي.

اوسمهال د افغان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رئیس ښاغلی میرویس اشرف او اجرائیه رئیس نصیب خان نړیوالې شورا سره د راتلونکو ناستو په موخه عربي اماراتو کې دي، خو چارواکي وایي د فضلي دغه کړنې د افغانستان کرکټ له سختو ستونزو سره مخ کولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx