ورزش

د شل اوریز نړیوال جام پایلوبه سبا یکشنبه ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۰ل): د کرکټ ۲۰۲۱م کال شل اوریز نړیوال جام پایلوبه سبا د یکشنبې په ورځ د نیوزیلاند او استرالیا لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

نیوزیلاند لوبډلې د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدو لپاره په یوه جالبه لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه. دوی د ۲۰۱۹م نړیوال جام غچ له خپل سیال څخه واخیست.

دغه راز استرالیا لوبډلې پاکستان ته په سخته لوبه کې له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته لار وموندله، او خپل تېر تاریخ یې جوړ وساته، استرالیا تر دې وړاندې څلور واره پاکستان په ناک اوټ مرحله کې مات کړی دی.

استرالیا او نیوزیلاند که څه هم د یوې لویې وچې هېوادونه دي خو بیا هم په کرکټ کې تر ټولو سخت سیالان ګڼل کیږي، ددوی ترمنځ لوبې تل جالبې وي.

د نړیوال جام په ګروپي لوبو کې استرالیا له انګلستان او نیوزیلاند له پاکستان څخه یوازینۍ ماتې منلې وې، خو دغه دواړه لوبډلې د استرالیا او نیوزیلاند په واسطه په نیمه پایلوبو کې له نړیوال جام څخه بهر شوې.

د شل اوریز نړیوال جام پایلوبه به سبا یکشنبه د نومبر په ۱۴مه د عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې د ماښام په ۶:۳۰ دقیقې پېل شي.

استرالیا او نیوزیلاند تر دې دمه د نړیوال جام اتلولي نه ده خپله کړې چې دغه ځل به د نړیوال جام نوی ګټونکی اعلان شي.

په لومړي ځل شل اوریز نړیوال جام په ۲۰۰۷ کال کې پېل شو چې هند لومړۍ اتلولي وګټله، دغه راز پاکستان، انګلستان او دوه ځله ویسټ انډيز ددغو سیالیو اتلولي خپله کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx