افغانستان

امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې ۲ انسان تښتوونکي وژلي او یو ماشوم یې ورڅخه ژغورلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ لړم، ۱۴۰۰ل): امنیتي ځواکونو د کابل ښار په کارته نو سیمه کې د عملیاتو پرمهال دوه تنه انسان تښتوونکي وژلي او یو ماشوم یې د هغوی له منګولو څخه ژغورلی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست په یو ویډیو پیغام کې څرګنده کړې چې په دغو عملیاتو کې یې درې تنه انسان تښتوونکي ژوندي هم نیولي دي.

د کابل ښار په تایمنیو پنځم سړک کې نیول شوي انسان تښتوونکي
د کابل ښار په تایمنیو پنځم سړک کې نیول شوي انسان تښتوونکي

د باطن الله ولد غلام دستګیر په نوم ماشوم چې اصلا د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ «ملدان» کلي اوسېدونکی دی او دا مهال په کابل ښار کې اوسیږي، دوه ورځې وړاندې د کابل ښار تایمنیو پنځم سړک څخه د انسان تښتوونکو پنځه کسیزې ډلې تښتولی ؤ او په یو کور یې ساتلو چې د استخباراتو لوی ریاست ځانګړو ځواکونو ور باندې عملیات وکړل.

د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی باطن الله
د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی باطن الله

د استخباراتو لوی ریاست عملیاتي مسئول قاري حسن وايي، چې د عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه انسان تښتوونکي وژل شوي، ۳ تنه یې ژوندي په لاس ورغلي او تښتول ماشوم یې هم د هغوی منګولو څخه ژغورلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

د استخباراتو لوی ریاست عملیاتي مسئول قاري حسن
د استخباراتو لوی ریاست عملیاتي مسئول قاري حسن

د ژغورل شوي ماشوم پلار غلام دستګیر هم تاییدوي چې زوی یې تښتول شوی ؤ او د استخباراتو لوی ریاست په عملیاتو کې ژغورل شوی دی.

د ژغورل ماشوم باطن الله پلار غلام دستګیر
د ژغورل ماشوم باطن الله پلار غلام دستګیر

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ هم د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست اطرافي مدیریت د پغمان استخباراتو د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د مهدي په نوم یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او له پېښې سره په تړاو یې پنځه تنه اختطافګر نیولي وو.

باید وویل شي چې په کابل ښار کې د اسلامي امارت له حاکمیت سره سم د غلو او انسان تښتوونکو په وړاندې د امنیتي ځواکونو عملیات چټک شوي، چې له امله یې د غلا او انسان تښتوونې په پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx