افغانستان

خوست: صنعتي پارک کارونه د کلونو ځنډ وروسته بیا پېل شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۰ل): خوست څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې په دغه ولایت کې لوی صنعتي پارک نن د ولایتي او مرکزي چارواکو له خوا پرانیستل شوی دی.

د خوست صنعتي پارک چې د کلونو راهيسې يې کارونه د ځنډ و خنډ سره مخ ول نن د خوست والي محمد نبي عمري، سوداګرۍ او صنایعو وزارت معين په شمول د لوړ پوړو چارواکو او سوداګرو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې  نن د شنبې په ورځ (لړم ۲۲مه) پرانیستل شو.

چارواکي وايي چې د  خوست صنعتي پارک بهدپه ۴۰۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي او خوست کې به په ۲۰۴ صنعتي شرکتونو باندې توزیع شي.

د سوداګرۍ او صنایع وزارت معین  حاجي محمد بشیر د صنعتي پارک د پرانستې په مراسمو کې وویل چې د صعنتي پارک پروژې کارونه چې د کالونو راهیسې د یو لړ اجتماعي ستونزو او د ځمکو توزیع په برخه کې د فساد له امله کارونه ځنډیدلي وو، نن یې کارونه عملا پېل شول.

همدا راز د خوست والي مولوي محمد نبي عمري وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره هغه یو لړ خنډونه چې د صنعتي پارک د کارونو د مخنیوي سبب شوي وو، هغوی ته رسیدګي شوي او دا دی نن یې کارونه پېل شول.

د ولایت والي زیاته کړه، چې هیڅوک حق نلري دولتي او عامه ملکیتونه غصب کړي، هر چا چې غصب کړی، هغوی سره به جدي قانوني چلند کیږي او ځمکې به بېرته دولت ته سپارل کیږي.

نوموړي زیاته کړه, چې د صنعتي پارک اړوند ستونزې حل شوي،  د برق او یو شمېر نورې داخلي ستونزې به هم زر تر زره حل شي.

یادونې وړ ده چې په خوست کې ۱۲۰ منځنۍ فابرېکې فعالیت کوي، چې د مناسب ځای او برېښنا د نه لرلو له امله نه شي کولای چې ډېر خلک په کار وګماري او تولید یې لوړ شي.

خو  دصنعتي پارک کې د فابرېکو یو ځای کول به د کارخانو تولید ډېر او د کارکونکو په استخدام کې به زیاتوالی رامنځ ته شي.

دا مهال د خوست په فابریکو کې اته زره کارکونکي بوخت دي، چې د صنعتي پارک په فعالیت سره به د کارکونکو شمېر شلو زرو ته لوړ شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx