ټولنیزه برخه

ولس سره خواخوږي

حامد افغان

امام مالک بن انس رضي الله عنه به چې د وخت امير ته ورغی وعظ و نصیحت به یې ورته وکړ او له مسلمانانو سره ښېګڼي، خواخوږي او د هغو د ګټو خوندي کولو ته به يې وهڅاوه، يوه ورځ هارون الرشید ته ورغی،هغه يې له ولس سره شو کولو ته وهڅاوه او ورته ويې ويل: عمر بن الخطاب رضي الله عنه په اسلام کې څومره مخکیوالی او فضیلت لاره ، سره له هغه به یې د کاختي په زمانه کي خلکو ته خوراکونه پخول او هغوی ته به يې ورکول، عمر به پخپله په دېگیو پسې اور بلاوه، ان چې د اور دوګ به یې له ږیري پورته شو، مالک هارون الرشید ته وویل : تاسو د خلکو هغسي خدمت هم نه کوئ، بیا هم خلک له تاسو راضي دي! ترتيب المدارک وتقريب المسالک لقاضي عياض. 2/95.

د وخت واکمن او هر هغه کس چې د مسلمانانو د چارو مسؤلیت یې په لاس کې وي او د وخت علماء باید د سلفو او د هغه وخت د واکمنو په څېر د ولس په غم او هغوی ته د ښو او خیر رسولو په فکر کې وي، عمر رضي الله عنه به د لوږي په کال خلکو ته خواړه پخول، ان په دېګيو پسې به یې اور هم پخپله بلاوه، وروسته بیا د وخت عالم او امام، مالک بن انس د خپل وخت امير ته د هغه د کیسې یادونه کوي او د خلکو خدمت ته يې رابولي ، علماء باید د ولس په غم او د هغوی په خير کي خپل ټول وس وکاروي، واکمن او عام مقتدر او شتمن خلک باید د ولس خیر او له هغوی سره مرستو او خواخوږي ته وهڅوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx