شعـــــرونه

غلی یم/ درمان

منصور درمان

هجر یې پۀ زړۀ باندې داغلی یمه، غلی یم
ړنګ پۀ لاره ځم سلګو نیولی یمه، غلی یم

ډېر یاران مې لنډ فکر کوي چې مغرور شوی یې
ډېرو پۀ زړګي باندې ویشتلی یمه، غلی یم

څنګه راغلم، څۀ مې وکړل، څۀ به وړم؟
ډېر وارې پۀ دغه فکر تللی یمه، غلی یم

و جانانه! زړۀ نه مې و نۀ باسې چې وبه مرم
تا چې لۀ نظره غور ځولی یمه، غلی یم

ړنګ مې غزلونه شول لۀ شور او مستۍ ولوېدم
بس دانه، دانه یم نړېدلی یمه، غلی یم

و غاټوله! تا غوندې راټول یمه لۀ ټول جهان
کټ مټ لکه تا غوندې ژوبلی یمه، غلی یم

نه-نه، بې پروا او کبرجن نۀ یم خود خواه نۀ یم
نه – نه، چا غلط درته ښودلی یمه، غلی یم

ډېره تلوسه مې وه چې یاد که به دې هېر یمه
شکر چې پۀ زړۀ کې دې ساتلی یمه، غلی یم

تږی د بښنې او رحمت منصور درمان یمه
خدایه! ګناهګار درته راغلی یمه، غلی یم
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
1442/4/8 شنبه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx