افغانستان

د غزني د نوي والي د معرفي مراسم ترسره شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۰ل): نن له غرمې وروسته د لرغوني ښار او اسلامي تمدن د مرکز غزني ولایت لپاره د نوي ټاکل شوي والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده د معرفت رسمي غونډه ترسره شوه

غونډه چې د قران کریم د مبارکو آيتونو په تلاوت شوه تر (۳:۰۰) بجو پوري یې دوام وکړ، یاده غونډه کې د کورنیو چارو وزارت لخوا د راغلي پلاوي سربېره د غزني نظامي او ملکي چارواکو او د دغه ولايت مشرانو، علماﺀ کرامو او د مختلفو قومونو مخورو او استازو ګډون کړى و.

په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت مرستیال مولوي “نورجلال”، د وزير ستر سلاکار مولوي عبدالرحیم ثاقب او د یاد وزارت د معینیت دفتر رئیس محترم شیخ “محمد طاهر” د غزني ولایت پخواني او اوسني واليانو ګډونوالو ته مهمې او هر اړخیزي ویناوې وکړې.

په پیل کې د داخله وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر او د دغه وزارت معين مولوي نور جلال خپله مهمه او هراړخېزه ویناوي ګډونوالو ته واورولې، وروسته د یاد ولایت پخواني والي محترم ملا محمدزي صادق هم نوي والي صاحب ته د ښه راغلاست او په خدمت کې د توفیق د دعا کولو ترڅنګ خپله مهمه وینا د غونډي ګډونوالو ته واوروله. نوموړي د خپل مسؤولیت په دوران کې د ښه اطاعت او بې ساري قربانۍ له امله د غزني ولایت ټول مجاهدین وستایل.

ور پسې د دې ولایت لپاره نوي ټاکل شوي والي محمد اسحاق اخندزاده د غزني د خپلو راتلونکو پلانونو او برنامو په اړه ولس ته مهمه او ارزښتناکه وینا واوروله.

نوموړي د وینا په مهال د مخکني والي صاحب له بې ساري خدمتونو او مبارزې څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې په پوره توان او بشپړ صداقت سره به د غزني ولایت د ولس او مجاهدينو خدمت او ستونزو ته په وخت رسېدګي کوي او د شریعت په چوکاټ کې او د اسلامي امارت د پالیسۍ او اصولو سره سم به ولس او ټولو مجاهدینو سره ښه تعامل او ورته غوره خدمات وړاندې کوي

نوموړي خپلو رئيسانو او حکومتي چارواکو ته په خطاب کې وويل، چې په کاري چاپیریال او رسمي چوکاټ کې به مو د پرمختګ او لاسته راوړنو لپاره تقوی او اخلاص معیار وي نه انډیوالي او ملګرتيا او هغوی چې تقوی او اخلاص یې له ځانګړو صفاتو څخه وي د ملګرتیا او همکاري لاس ورکوو او له استعدادونو څخه به یې استفاده کوو.

نوي والي د ولایت له اړوندو ټولو مسؤولینو څخه غوښتنه وکړه چې ولس ته د ښه او شفاف خدمت په موخه به ټول په پوره اخلاص او پاک نیت مټي را بډ وهو او په نوي اسلامي نظام کې به په ټاکلي وخت بخپلو ور سپارل شویو دندو ته حاضري ورکوو.

نوموړي همدارنګه نظامي دلګۍ مشرانو او مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چې په خپلو ټولو ماتحتو مجاهدینو به وخت په وخت پوښتنه کوي او د کردار په اړه به یې پلټنه کوو، ترڅو ولس ته خدای مه کړه بې موجبه تکلیف ورسوي او په ښه توګه ولس ته ځانګړی خدمت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx